• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خراسان رضوي یو چارواکی: هره ورځ ۳ زره افغان کډوال له دوغارون پولې ایستل کېږي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي ولایت د وګړو او کډوالو عمومي مشر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هره ورځ څه دپاسه درې زره افغانان د دوغارون پولې له لارې له دغه هیواده ویستل کیږي.

حسین شرافتي راد وايي، چې د بې اسناده کډوالو نیول او د کال تر پایه یې له ایران ویستل د دغه هیواد له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

ښاغلي شرافتي راد د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ایران له ۱۱ ولایتونو څخه افغانستان ته د نا قانونه افغانانو د ویستلو لاره د دوغارون/اسلام قلعه له لارې تیریږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یار احمدي د تایباد او د دوغارون له پولې څخه د لیدنې په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ د ایرنا خبری اژانس ته وویل: «د ایران د کورنیو چارو د وزارت یو له مهمو پروګرامونو څخه خپلو هېوادونو ته د نا قانونه کډوالو لیږل دي او سږ کال په دې برخه ښه اقدامات ترسره شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، د هغو افغان کډوالو تنظیم چې په قانوني توګه په ایران کې اوسېږي، هم د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

هغه وويل، د ايران حکومت هغو افغانانو ته چې په قانوني ډول دغه هېواد ته راغلي "د تېر په څېر ورته ښه خدمات وړاندې کوي" خو په ايران کې د ناقانونه افغانانو شتون قانوني نه دى او بايد بېرته افغانستان ته ستانه شي.

ایراني چارواکو په رسمي ډول اعلان کړی، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا دوه میلیونه نا قانونه افغان کډوال له ایرانه څخه اوباسي. د ایران د انتظامي ځواک د قوماندان د معلوماتو له مخې په روان کال کې څه باندې ۷۵۰ زره ناقانونه افغانان له ایران څخه ویستل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افراسیاب خټک: د هند استازی د نویو ستراتیژیو لپاره د افغانستان د وضعیت ارزونې لپاره تللی

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزات استازی افغانستان ته د دې لپاره تللی و چې غوښتل یې د هند د نویو ستراتیژیو لپاره د افغانستان د وضعیت ارزونه وکړي.

تازه د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي جي پي سېنګ افغانستان ته تللی او هلته یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د طالبانو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره لیدلي دي.

نوموړي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند تر منځ خبرې اترې وشي.

ښاغلي افراسیاب خټک په امریکا کې د تازه سیاسي بدلونونو او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټلو ته په اشارې وویل، چې په اسیا کې هم د امریکا سیاستونه د تغیر په حال کې دي او هند غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د وضعیت سربېره د شمالي ولایاتو احوال واخلي.

افراسیاب خټک زیاته کړه، چې د هند او پاکستان رقابت له پخوا افغانستان ته انتقال شوی او د طالبانو په ډلو کې هم دواړو هېوادونو ته تمایلات لیدل کیږي.

نوموړي د حقاني شبکې د مشر په ګډون د دغې شبکې له غړو سره د هند د استازي نه لیدنه له پاکستان سره د دغې شبکې اړیکې په ګوته کړې.

د یادونې وړ ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره له لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي.

طالب چارواکي په بحرین کې په یوه غونډه کې د «زکات او خیرات» پر اهمیت ټینګار کړی

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۰

په بحرین کې د اسلامي مالي بنسټونو د سازمان او د اسلامي پراختیایي بانک په ۱۹ مه غونډه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د مرکزي بانک مشر د «زکات او خیرات» پر ارزښت ټینګار کړی.

نور احمد اغا له اسلامي مالي بنسټونو وغوښتل، چې له طالبانو سره د «زکات او حلال اقتصاد» په اداره کولو کې همکاري وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي د افغانستان مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه غونډه (د لړم ۱۳ مه او ۱۴ مه ) نېټو د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو او اسلامي سوداګریزو بانکونو د نږدې ۳۰۰ استازو په حضور کې جوړه شوې وه.

دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کې په ټولنه کې د فقر کمول او د شتمنیو عادلانه وېش خورا مهم بللی.

نور احمد اغا، د سودي پانکوالۍ د مخنیوي، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا او په افغانستان کې د بانکي نظام د ثبات په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې، نور احمد اغا له اسلامي مالي موسسو او اسلامي پراختیایي بانک څخه غوښتي، چې له طالبانو سره «د ظرفیت لوړولو، تعلیمي پروګرامونو، د زکات او وقف د ښه مدیریت، اسلامي بانکدارۍ ته د دودیزو بانکونو د بدلولو او د حلال، باثباته او قوي مالي او اقتصادي نظام د رامنځته کولو په برخو کې همکاري وکړي.»

دغه کلنۍ غونډه د اسلامي مالي ادارو د محاسبې او پلټنې سازمان (AAOIFI) له خوا د دغه بنسټ په مرکزې دفتر کې د بحرین په پلازمینه منامه کې تر سره شوه.

دغه غونډه، د اسلامي مالي صنعت د مختلفو موضوعاتو او ننګونو او په ځانګړې توګه د محاسبې، پلټنې، شرعي او د اسلامي مالي موسسو لپاره د معیارونو ارزونې په برخه کې د بیاکتنې او نظرونو تبادلې په موخه ترسره کیږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر رییس: هیله من یو چې ټرمپ مو په رسمیت وپېژني

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس ویلي، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بري سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو امکان شته. سهیل شاهین ویلي، تمه لري چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې به طالبان په رسمیت وپېژندل شي.

دغه طالب چارواکي د دې ډلې او متحده ایالتونو ترمنځ د عادي اړیکو غوښتنه کړې ده.

سهیل شاهین د روسیې له ریا نووستي خبري اژانس سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۷ مه) خپره شوه وویل: «موږ هیله لرو چې پرمختګ وکړو، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړو چې په [رسمیت] پیژندلو تمامې شي. موږ له امریکا او نورو هیوادونو سره عادي اړیکې غواړو».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د چارشنبې په ورځ (لړم ۱۶مه) په ټاکنو کې د ټرمپ د بري هرکلی وکړ او له امریکا سره یې د ښو اړیکو هیله وښوده. د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له ټرمپ غوښتي چې د طالبانو په اړه پر خپله تګلاره له سره غور وکړي.

له امریکا سره د اړیکو لپاره د طالبانو هڅې داسې مهال دي، چې د ډونالډ ټرمپ مرستیال، جې ډي وانس، مخکې ویلي و، چې طالبانو ته د امریکا د مالي مرستو لېږل « سم لیونتوب دی».

هغه ټینګار کړی، چې امریکا دې د طالبانو د مالي ملاتړ پر ځای د خپلو سویلي پولو د کنټرول لپاره نورې مرستې بېلې کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت: اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۳ GMT+۰

طالبانو اعلان کړی، چې د اروپايي ټولنې استازي د دې ډلې د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې افغانستان ته د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستو ورکولو ژمنه کړې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرسته به د پراختیايي پروژو په خاص ډول د کرنې په برخه کې د مرستې په موخه ځانګړې شي.

د طالبانو اقتصاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اروپايي ټولنې استازې ویرونیکا بوشویک پوهر ویلي، چې دغه سازمان به ډېر ژر په افغانستان کې د کوچنیو سوداګریو په اړه یو کنفرانس جوړ کړي.

د طالبانو دغه وزارت د پنج شنبې په ورځ (د لړم ۱۷ مه) نېټه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د طالبانو د اقتصاد وزير دین محمد حنیف له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او په بېلابيلو برخو کې یې د دغې اتحاديې د پراختيايي همکاريو د دوام غوښتنه وکړه.

اروپايي ټولنې تر اوسه د دغه ليدنې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې د ژمنې په اړه څه نه دي ویلي.

د نړیوالې ټولنې بشري مرستې په افغانستان کې معمولا د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې ویشل کیږي.

په تېرو درېیو کلونو کې د دغو مرستو د وېش بهیر له ډېرو نیوکو سره مخ شوی دی.

یو شمېر منتقدین وايي، داسې شفافه څارنه نشته؛ تر څو معلومه کړي، چې دا مرستې رښتیا هم اړمنو ته رسېږي او که طالبان ترې ګټه اخلي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې تر شلو میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خیبر پښتونخوا والي له افغانستان سره پر ډيورنډ د اوو لارو د پرانېستلو غوښتنه وکړه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا والي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د اوو ګډو لارو د پرانېستلو غوښتنه وکړه. فیصل کریم کنډي وویل، چې د دغو لارو پرانېستل به د سوداګرۍ او سیمه ییزو اتصالاتو کچه پراخه کړي.

د خيبر پښتونخوا والي د چهار شنبې په ورځ (د لړم ۱۶ مه) نېټه په پېښور کې په يوه غونډه کې وويل، چې د دغو لارو په پرانيستلو سره به د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ سوداګري پياوړې شي.

ډان ورځپاڼې د ښاغلي کنډي له قوله لیکلي: «له افغانستان سره د ټولو لارو پرانیستل به نه یوازې سوداګري پراخه کړي؛ بلکې په سیمه کې به اقتصادي فعالیتونه هم پراخ کړي.»

هغه ټینګار وکړ، چې افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه باید اسانه شي او د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ باید ګډ سرحدي بازارونه جوړ شي.

افغانستان او پاکستان څه دپاسه ۲ زره کیلومتره ګډه کرښه او لږ تر لږه اته لارې لري.

د دغو لارو له جملې څخه د مسافرو او سوداګریزو توکو تګ راتګ د تورخم او سپین بولدک له دوو لارو تر سره کیږي.

د خېبرپښتونخوا والي څرګنده نه کړه، چې کومې لارې دي پرانستل شي.

د پاکستان سره نوري لارې لکه؛ د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ او د خېبر پښتونخوا د وانو تر منځ د انګور اډه، د خيبر پښتونخوا د کرم اجنسي او د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ تر منځ د خرلاچه، د خيبر پښتونخوا د ميرانشاه ولسوالۍ د غلام خان او د خوست لار، د خیبر پښتونخوا د سوات د ارندو سیمه او د کونړ ولایت د برکانر ولسوالۍ ترمنځ لار، د بلوچستان کلا سیف الله او زابل ترمنځ لار او د پکتيکا د ځاځي اريوب او پاراچنار تر منځ د تيري منګل لارې دي، چې ډېری وخت د بېلابېلو لاملونو له امله تړل کېږي.