• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا والي له افغانستان سره پر ډيورنډ د اوو لارو د پرانېستلو غوښتنه وکړه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا والي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د اوو ګډو لارو د پرانېستلو غوښتنه وکړه. فیصل کریم کنډي وویل، چې د دغو لارو پرانېستل به د سوداګرۍ او سیمه ییزو اتصالاتو کچه پراخه کړي.

د خيبر پښتونخوا والي د چهار شنبې په ورځ (د لړم ۱۶ مه) نېټه په پېښور کې په يوه غونډه کې وويل، چې د دغو لارو په پرانيستلو سره به د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ سوداګري پياوړې شي.

ډان ورځپاڼې د ښاغلي کنډي له قوله لیکلي: «له افغانستان سره د ټولو لارو پرانیستل به نه یوازې سوداګري پراخه کړي؛ بلکې په سیمه کې به اقتصادي فعالیتونه هم پراخ کړي.»

هغه ټینګار وکړ، چې افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه باید اسانه شي او د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ باید ګډ سرحدي بازارونه جوړ شي.

افغانستان او پاکستان څه دپاسه ۲ زره کیلومتره ګډه کرښه او لږ تر لږه اته لارې لري.

د دغو لارو له جملې څخه د مسافرو او سوداګریزو توکو تګ راتګ د تورخم او سپین بولدک له دوو لارو تر سره کیږي.

د خېبرپښتونخوا والي څرګنده نه کړه، چې کومې لارې دي پرانستل شي.

د پاکستان سره نوري لارې لکه؛ د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ او د خېبر پښتونخوا د وانو تر منځ د انګور اډه، د خيبر پښتونخوا د کرم اجنسي او د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ تر منځ د خرلاچه، د خيبر پښتونخوا د ميرانشاه ولسوالۍ د غلام خان او د خوست لار، د خیبر پښتونخوا د سوات د ارندو سیمه او د کونړ ولایت د برکانر ولسوالۍ ترمنځ لار، د بلوچستان کلا سیف الله او زابل ترمنځ لار او د پکتيکا د ځاځي اريوب او پاراچنار تر منځ د تيري منګل لارې دي، چې ډېری وخت د بېلابېلو لاملونو له امله تړل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د جرمني پارلماني کمېټه له افغانستان نه د تخلیې په تړاو پخواني چارواکي پوښتي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د جرمني د پارلمان یا بوندستاګ د افغانستان د څیړنو کمېټه ددغه هېواد د بهرنیو چارو له مخکیني وزیر، له اوسني ولسمشر اولاف شولڅ او پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګیلامرکل سره د افغانستان د تخلیې د بهیر په اړه خبرې کوي.

دغه کمېټه چې له افغانستان نه د جرمني ځواکونو او ډپلوماټانو د راوتلو په تړاو څیړنې کوي، ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د شاهد په توګه بونډسټاګ ته ور وغواړي. دغه راز تر راتلونکي کریسمس پورې ټاکل شوې له لومړي وزیر اولاف شولڅ، پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او دغه راز پخوانیو دفاع او د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم خبرې وکړي.

زیهوفر به د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د اخراج د بهیر په تړاو معلومات ورکړي چې ولې نوموړي د تخلیې په بهیر کې د جرمني ځواکونو د افغان همکارانو په تړاو پر پراخو امنیتي پلټنو ټینګار درلود، ځکه ددوی په باور، دغه بهیر د تاییدپاڼو د ورکولو چاره ټکنۍ کړه.

د جرمني د میرکو رسنۍ د رپوټ له مخې، د کورنیو چارو وزارت ویانده وايي، چې ددې چارې هدف دا ډاډ ترلاسه کول دي، چې د امنیت اخلالوونکي او عمومي امنیت ته ګواښ جوړېدونکي کسان ونه منل شي.

د جرمني دولت وايي، هیڅ داسې مورد نشته چې د امنیتي ګواښونو له شته والي سره سره دې افغانان جرمني ته رالېږدول شوي وي.

د یاد وزارت ویانده وايي، ددغسې اندېښنو پرمهال د منلو تاییدپاڼه لغو کیږي او په پایله کې هغوی ته ویزې نه ور کول کیږي.

د اسټرالیا یو پخوانی وزیر: بایډن له افغانستان نه د وتلو د تصمیم له امله د خلکو نه هیریږي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د متحده ایالتونو د ټاکنو د پایلو په تړاو وویل، چې د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن له افغانستان نه د وتلو په تړاو د خپل«فاجعه زیږوونکي» تصمیم له امله تر اوسه هم د خلکو په یاد دی.

د هغه غیر مستقیمه اشاره په ټاکنو کې د جوبایډن د ګوند ماتې ته وه.

الکساندر دونر سکای نیوز ته په یوه مرکه کې وویل، چې له افغانستان نه وتلو د لویدیز د کمزورتیا په تړاو یوبد پیغام درلود.

هغه وویل، چې له دې مسالې نه چین روسیې او ایران ګټه واخسته. نوموړی زیاتوي، چې« له دغه [تصمیم] نه ایرانیانو، پوتین او شي جین پینګ ناوړه ګټه پورته کړې ده».

چین، روسیه او ایران په دې وروستیو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دریواړو هېوادونو سفارتونه په کابل کې پرانېستي دي.

طالبانو څه وړاندې اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي په ډېرو برخو کې ددوی همکار پاتې شوي.

الکساندر دونر وویل، چې بارک اوباما او جوبایډن د ایران او روسیې په مخنیوي کې کمزوری عمل درلود.

د افغانستان په تړاو د واشنګټڼ راتلونکی سیاست د متحده ایالتونو په ټاکنو کې مطرح نه و، خو له کابل نه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګتیا دواړ ګوندونو د یوه او بل د کمزورۍ ښودلو لپاره یادوله.

افغان کډوال په رسمي ډول جرمني کې د یوه پولیس په وژلو تورن شو

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۷ GMT+۰

د جرمني فډرالي څارنوالۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، افغان کډوال سلیمان عطايي په رسمي توګه د یوه جرمن پولیس د وژلو او د څو نورو کسانو پر ټپي کېدو تورن شو. د څارنوالۍ په وینا، عطايي له داعش سره "خواخوږي" او "ایډیالوژیکي مشترکات" لري.

۲۵ کلن سلیمان عطایي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدوکی دی، د روان کال د غبرګولي د میاشتې په نیمایي کې یې په مانهایم کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې په برید کې یو پولیس وواژه او پنځه ملکیان یې ټپیان کړل.

په غزه کې د اسراییل د برید له پیل راهیسې، د جرمني امنیتي ادارې د "افراطي اسلامپالو" د ګواښونو په وړاندې چمتووالی نیسي.

تر دې مخکې د جرمني د جنايي جرمونو فډرالي پولیسو په یوه راپور کې ویلي و، چې «له جهادي انګېزو سره د تاوتریخوالو ګواښونه زیات شوي او د جرمني فډرالي جمهوریت د ترهګریزو سازمانونو مستقیم هدف دی.»

د دې ادارې د شمېرو له مخې له ۲۰۰۰ کال راهیسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۲ اسلامپاله بریدونه ترسره شوي دي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز: تېره میاشت په پاکستان کې نږدې ۵۰ ترهګریز بریدونه شوي

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د روان کال په اکټوبر میاشت کې د پاکستان په څلورو ایالتونو کې ۴۸ترهګریز بریدونه شوي دي. په دغو بریدونو کې تر ټولو ډېر په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي، چې لږ تر لږه ۱۰۰تنه پکې وژل شوي او تر ۸۰ډېر ټپیان دي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په اړه خپل میاشتنی راپور خپور کړ.

د دغه مرکز له خوا د ثبت شویو ۴۸ترهګریزو بریدونو له ډلې ۳۵بریدونه په خیبر پښتونخوا او ۹ بریدونه په بلوچستان کې شوي دي.

د دغو بریدونو ډېری قربانیان د پاکستان امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي دي.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې، په اکټوبر میاشت کې لږ تر لږه ۵۲ امنیتي ځواکونه او ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې هم په تلې میاشت کې راپور ورکړی و، چې سږ کال یوازې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په ترهګریزو بریدونو کې ۳۳۷ پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه راپور ښیې، چې تحریک طالبان پاکستان پلان لري څو خپل نفوذ په پنجاب، بلوچستان او په ځانګړې توګه بیا له خیبر پښتونخوا سره په پوله پرتو سیمو کې پراخ کړي.

ويل کېږي، چې په دغو ترهګریزو فعاليتونو کې د پاکستان تحريک طالبان، د حافظ ګل بهادر ډلې او د طالبانو ځينو سيمه ييزو ډلو لاس درلود .

د دغو ډلو تر څنګ د بلوچستان ازادي غوښتونکو پوځیانو او ځینو نورو وسله والو ډلو هم په اکټوبر میاشت کې په پاکستان کې اته بریدونه کړي دي.

اسلام اباد ادعا کوي، چې وسله وال په ځانګړې توګه د پاکستان تحریک طالبان له افغانستانه د دغه هېواد پر ځواکونو بریدونه تنظیموي او ترسره کوي.

حال وش: د ایران په خاش سیمه کې یو افغان په ډزو ووژل شو

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۸ GMT+۰

حال وش وېب پاڼې خبر ورکړی، چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش ښار په رودکي سړک د نامعلومو وسله والو له خوا یو افغان وژل شوی دی. د دغه راپور له مخې، وژل شوی کس لاس پلورونکی و او د سې شنبه په ورځ (د لړم ۱۵مه) په شپږو مرمیو وویشتل شو.

د حال وش په وینا، د دغې پېښې قرباني یو افغان لاس پلورونکی او د منځني عمر درلودونکی کس و.

حال وش وويل: «پرون ماښام د رودکي پر سړک د خاش د سراوان په څلور لاره کې يو افغان چې لاس پلورونکی و، د وسله والو کسانو له خوا په نښه شو او د شپږو مرمیو په لګېدو سره مړ شو.»

تر اوسه د وژل شوي کس د هويت، عاملينو او د وژنې د انګېزې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو او د دغه هېواد رسمي رسنیو تر اوسه په رسمي توګه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په دې سیمه کې د کډوالو د وژلو موضوع نوې نه ده او تر دې مخکې هم د روان کال د وږي په میاشت کې په سیستان او بلوچستان کې یو افغان د وسله والو په ډزو وژل شوی و.