• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حال وش: د ایران په خاش سیمه کې یو افغان په ډزو ووژل شو

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۸ GMT+۰

حال وش وېب پاڼې خبر ورکړی، چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش ښار په رودکي سړک د نامعلومو وسله والو له خوا یو افغان وژل شوی دی. د دغه راپور له مخې، وژل شوی کس لاس پلورونکی و او د سې شنبه په ورځ (د لړم ۱۵مه) په شپږو مرمیو وویشتل شو.

د حال وش په وینا، د دغې پېښې قرباني یو افغان لاس پلورونکی او د منځني عمر درلودونکی کس و.

حال وش وويل: «پرون ماښام د رودکي پر سړک د خاش د سراوان په څلور لاره کې يو افغان چې لاس پلورونکی و، د وسله والو کسانو له خوا په نښه شو او د شپږو مرمیو په لګېدو سره مړ شو.»

تر اوسه د وژل شوي کس د هويت، عاملينو او د وژنې د انګېزې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو او د دغه هېواد رسمي رسنیو تر اوسه په رسمي توګه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په دې سیمه کې د کډوالو د وژلو موضوع نوې نه ده او تر دې مخکې هم د روان کال د وږي په میاشت کې په سیستان او بلوچستان کې یو افغان د وسله والو په ډزو وژل شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ننګرهار کې یو کس د «نامشروع» اړیکو په تور په دورو وهلی دی

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۶ GMT+۰

طالبانو په ننګرهار ولایت کې یو کس د «نامشروع» اړیکو په تور په ۳۹ دورو وهلی دی. د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغې ډلې یاد تورن کس د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، پر تورن کس تعزیري سزا د سترې محکمې تر تایيد وروسته عملي شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي: «ابتدایيه محکمې ياد مجرم پر ۳۹ دورو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تایيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.»

په خبرپاڼه کې بیا د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې یادې ډلې نن په جوزجان ولایت کې ۹ تنه د «شراب پلورلو» او د ۴ ښځو په ګډون ۱۳ کسان يې «د زنا او قتل» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

له دې سره، طالبانو نن په پروان ولایت کې هم يوه ښځه او يو سړی د «زنا» په تور په عام محضر کې په ۳۹ ـ ۳۹ دورو وهلي او هم يې درې – درې کاله د تنفيذي بند سزا ورکړې.

طالبانو په پرله پسې ډول خلکو ته بدني سزاوې زیاتې کړي دي.

که څه هم د طالبانو دا چلند په پراخه کچه غندل شوې او پر دې ډلې سختې نيوکې کېږي؛ خو طالبان بیا له دې ټولو سره - سره وایي، چې پر خلکو شرعي قوانین پلي کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په هېواد کې ډېری بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د طالبانو دفاع وزیر له هندي پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۰

طالبان وايي د دې ډلې د حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب نن په خپل دفتر کې د هند له یوه پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، د هندي پلاوي مشري د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جي پي سینګ کوله.

جي پي سېنګ د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند د بهرنیو چارو برخې مسوول دی.

د طالبانو دفاع وزارت وزارت په خپل اېکس کې زیاتوي: «په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو او نورو اړینو مسایلو په اړه د ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.»

طالبان وايي په دې لیدنه کې ملا یعقوب مجاهد او جي پي سینګ د افغانستان او هند ترمنځ د لا زیاتو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره خپله علاقه څرګنده کړه.

له حامد کرزي سره لیدنه

دغه هندي پلاوي نن په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي.
په دې لیدنه کې هم د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

همدارنګه ښاغلي کرزي له نوي ډېلي هیله کړې چې د افغان ځوانانو د زدکړې، راکړې ورکړې او د خپلمنځي سفر لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو واکمنېدو سره هند په کابل کې خپل سفارت وتاړه، خو نږدې یو کال وروسته یې بیا پرانیست.

کابل ته د هندي پلاوي دا سفر په داسې مهال دی چې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال تېره میاشت له افغان سوداګرو سره ژمنه وکړه چې د هند او افغانستان ترمنځ د ویزو او سفر اسانولو لپاره به له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

طالبانو په خوست کې د ژمن او لونګ په نوم دوه راډیوګانې بندې کړې

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۰

په خوست کې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د ژمن او لونګ په نوم دوه خصوصي رادیووې بندې کړې.

ژمن په زیګنال کې د موسیقۍ د نشر او لونګ هم تعلیمي پروګرامونو کې د نجونو د اړیکې له امله تړل شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم یوه اعلامیه کې وايي، د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو نن په خوست کې د ژمن په نامه د یوې خصوصي راډيو دفتر تړلی.

دغه مرکز د طالبا نو له لوري د راډیو د بندېدو لامل د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ شتون یاد کړی دی.

دغه مرکز په خپله اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژر دي ژمن راډيو ته د بیا فعالیت اجازه ورکول شي.

په دې اعلامیه کې د لونګ راډیو د نشرانو بندېدو ته اشاره نه ده شوې.

لونګ له نږدې اتو میاشتو راهیسې په خوست کې د زدکړو په تېره د نجونو د راډیويي زدکړو د چارو لپاره یوه معیوب ځوان فعاله کړې ده.

زدکوونکې د خپلو تعلیمي چارو د ښه والي لپاره له دې راډیو سره تماس نیسي، خو طالبانو دا ډول تماسونه هم بند کړي دي.

تر دې وړاندي طالبانو د لړم په ۱۰ مه په خوست کې د غرغښت په نوم راډيو هم د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ له کبله تړلې وه، چې وروسته یې بيرته د فعالیت اجازه ورکړه.

په خوست کې طالب استخباراتو، امربالعمروف او اطلاعاتو فرهنګ ادارو د رسنيو مسولينو او خبريالانو ته خبردارۍ ورکړی، چې د موسيقي خپرول په مکمل ډول بند دي او د سرغړونکو سره به قانوني چلند کوي.

طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره سم د عامو خلکو ترڅنګ په رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.

طالبان هیله لري چې د ټرمپ واکمنۍ کې د دوی او واشنګټن ترمنځ «د اړیکو نوی څپرکی» پرانیستل شي

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت د امریکا په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریالیتوب پسې هیله کوي چې د نوموړي حکومت د افغانستان په هکله «واقعبینانه گامونه» پورته کړي.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، په دا ډول اقدام سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې «ملموس پرمختګ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه به وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»

د امریکا د ټاکنو پایلې ښيي چې ډونلډ ټرمپ د ۲۷۷ الیکټرال رایو ګټلو سره د دغه هېواد ۴۷ ولسمشر کېږي.

نوموړي د متحده ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه د ۲۰۲۰ کال په فیبرورۍ کې له طالبانو سره د دوحې سولې تړون وکړ چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل او د جمهوریت پرځېدو سره طالبان واکمن شول.

طالبان په اوسنۍ اعلامیه کې د دوحې تړون ته په اشاره هیله لري چې ښاغلی ټرامپ به سيمه او نړۍ کې روانې جگړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې «د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.»

که څه هم ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون وکړ، خو د ډیموکراټ ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په ډول په وتلو نیوکه کوي.

نوموړي په یوه مرکه کې دا هم ویلي چې د بیا ولسمشرېدو په صورت کې به بګرام اډه ونیسي چې په مټ یې چین کنټرولولی شي.

طالبانو په جوزجان کې د ۴ ښځو په ګډون ۲۲ کسان د خلکو په مخ کې په دورو وهلي

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په اعلاميه کې ويلي، چې دوی نن په جوزجان ولایت کې ۹ تنه د «شراب پلورولو» او د ۴ ښځو په ګډون ۱۳ کسان يې «د زنا او قتل» په تور په عام محضر کې په درُو وهلي دي. طالبانو په پرله پسې ډول خلګو ته بدني سزا ورکول زیات کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهار شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې دغه ۲۲ کسان یې په عام محضر کې له ۲۵ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي دي.

د دوی په خبره، چې د وهلو دغه پرېکړه د سترې محکمې تر تایيد وروسته عملي شوې.

طالبانو د دې کسانو د پېژندګلوی او بند په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو دغه ادارې نن په پروان کې هم يوه ښځه او يو سړی د «زنا» په تور په عام محضر کې ۳۹ ـ ۳۹ دُرې وهلي او هم يې درې – درې کاله د تنفيذي بند سزا ورکړې.

د طالبانو له لوري خلګو ته بدني سزا ورکول په پراخه کچه غندل شوي او پر دې دلې سختې نيوکې کيږي؛ خو طالبان له دې ټولو سره سره په اونۍ کې څو ځله په بېلابيلو ولایتونو کې خلګو ته بدني سزاوي ورکوي او د چا خبرو ته غوږ نه ږدي.

طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.