• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني پارلماني کمېټه له افغانستان نه د تخلیې په تړاو پخواني چارواکي پوښتي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د جرمني د پارلمان یا بوندستاګ د افغانستان د څیړنو کمېټه ددغه هېواد د بهرنیو چارو له مخکیني وزیر، له اوسني ولسمشر اولاف شولڅ او پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګیلامرکل سره د افغانستان د تخلیې د بهیر په اړه خبرې کوي.

دغه کمېټه چې له افغانستان نه د جرمني ځواکونو او ډپلوماټانو د راوتلو په تړاو څیړنې کوي، ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د شاهد په توګه بونډسټاګ ته ور وغواړي. دغه راز تر راتلونکي کریسمس پورې ټاکل شوې له لومړي وزیر اولاف شولڅ، پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او دغه راز پخوانیو دفاع او د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم خبرې وکړي.

زیهوفر به د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د اخراج د بهیر په تړاو معلومات ورکړي چې ولې نوموړي د تخلیې په بهیر کې د جرمني ځواکونو د افغان همکارانو په تړاو پر پراخو امنیتي پلټنو ټینګار درلود، ځکه ددوی په باور، دغه بهیر د تاییدپاڼو د ورکولو چاره ټکنۍ کړه.

د جرمني د میرکو رسنۍ د رپوټ له مخې، د کورنیو چارو وزارت ویانده وايي، چې ددې چارې هدف دا ډاډ ترلاسه کول دي، چې د امنیت اخلالوونکي او عمومي امنیت ته ګواښ جوړېدونکي کسان ونه منل شي.

د جرمني دولت وايي، هیڅ داسې مورد نشته چې د امنیتي ګواښونو له شته والي سره سره دې افغانان جرمني ته رالېږدول شوي وي.

د یاد وزارت ویانده وايي، ددغسې اندېښنو پرمهال د منلو تاییدپاڼه لغو کیږي او په پایله کې هغوی ته ویزې نه ور کول کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د اسټرالیا یو پخوانی وزیر: بایډن له افغانستان نه د وتلو د تصمیم له امله د خلکو نه هیریږي

۱۷ لړم ۱۴۰۳ - ۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د متحده ایالتونو د ټاکنو د پایلو په تړاو وویل، چې د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن له افغانستان نه د وتلو په تړاو د خپل«فاجعه زیږوونکي» تصمیم له امله تر اوسه هم د خلکو په یاد دی.

د هغه غیر مستقیمه اشاره په ټاکنو کې د جوبایډن د ګوند ماتې ته وه.

الکساندر دونر سکای نیوز ته په یوه مرکه کې وویل، چې له افغانستان نه وتلو د لویدیز د کمزورتیا په تړاو یوبد پیغام درلود.

هغه وویل، چې له دې مسالې نه چین روسیې او ایران ګټه واخسته. نوموړی زیاتوي، چې« له دغه [تصمیم] نه ایرانیانو، پوتین او شي جین پینګ ناوړه ګټه پورته کړې ده».

چین، روسیه او ایران په دې وروستیو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دریواړو هېوادونو سفارتونه په کابل کې پرانېستي دي.

طالبانو څه وړاندې اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي په ډېرو برخو کې ددوی همکار پاتې شوي.

الکساندر دونر وویل، چې بارک اوباما او جوبایډن د ایران او روسیې په مخنیوي کې کمزوری عمل درلود.

د افغانستان په تړاو د واشنګټڼ راتلونکی سیاست د متحده ایالتونو په ټاکنو کې مطرح نه و، خو له کابل نه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګتیا دواړ ګوندونو د یوه او بل د کمزورۍ ښودلو لپاره یادوله.

افغان کډوال په رسمي ډول جرمني کې د یوه پولیس په وژلو تورن شو

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۷ GMT+۰

د جرمني فډرالي څارنوالۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، افغان کډوال سلیمان عطايي په رسمي توګه د یوه جرمن پولیس د وژلو او د څو نورو کسانو پر ټپي کېدو تورن شو. د څارنوالۍ په وینا، عطايي له داعش سره "خواخوږي" او "ایډیالوژیکي مشترکات" لري.

۲۵ کلن سلیمان عطایي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدوکی دی، د روان کال د غبرګولي د میاشتې په نیمایي کې یې په مانهایم کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې په برید کې یو پولیس وواژه او پنځه ملکیان یې ټپیان کړل.

په غزه کې د اسراییل د برید له پیل راهیسې، د جرمني امنیتي ادارې د "افراطي اسلامپالو" د ګواښونو په وړاندې چمتووالی نیسي.

تر دې مخکې د جرمني د جنايي جرمونو فډرالي پولیسو په یوه راپور کې ویلي و، چې «له جهادي انګېزو سره د تاوتریخوالو ګواښونه زیات شوي او د جرمني فډرالي جمهوریت د ترهګریزو سازمانونو مستقیم هدف دی.»

د دې ادارې د شمېرو له مخې له ۲۰۰۰ کال راهیسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۲ اسلامپاله بریدونه ترسره شوي دي.

حال وش: د ایران په خاش سیمه کې یو افغان په ډزو ووژل شو

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۸ GMT+۰

حال وش وېب پاڼې خبر ورکړی، چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش ښار په رودکي سړک د نامعلومو وسله والو له خوا یو افغان وژل شوی دی. د دغه راپور له مخې، وژل شوی کس لاس پلورونکی و او د سې شنبه په ورځ (د لړم ۱۵مه) په شپږو مرمیو وویشتل شو.

د حال وش په وینا، د دغې پېښې قرباني یو افغان لاس پلورونکی او د منځني عمر درلودونکی کس و.

حال وش وويل: «پرون ماښام د رودکي پر سړک د خاش د سراوان په څلور لاره کې يو افغان چې لاس پلورونکی و، د وسله والو کسانو له خوا په نښه شو او د شپږو مرمیو په لګېدو سره مړ شو.»

تر اوسه د وژل شوي کس د هويت، عاملينو او د وژنې د انګېزې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو او د دغه هېواد رسمي رسنیو تر اوسه په رسمي توګه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په دې سیمه کې د کډوالو د وژلو موضوع نوې نه ده او تر دې مخکې هم د روان کال د وږي په میاشت کې په سیستان او بلوچستان کې یو افغان د وسله والو په ډزو وژل شوی و.

طالبانو په ننګرهار کې یو کس د «نامشروع» اړیکو په تور په دورو وهلی دی

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۶ GMT+۰

طالبانو په ننګرهار ولایت کې یو کس د «نامشروع» اړیکو په تور په ۳۹ دورو وهلی دی. د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغې ډلې یاد تورن کس د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، پر تورن کس تعزیري سزا د سترې محکمې تر تایيد وروسته عملي شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي: «ابتدایيه محکمې ياد مجرم پر ۳۹ دورو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تایيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.»

په خبرپاڼه کې بیا د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې یادې ډلې نن په جوزجان ولایت کې ۹ تنه د «شراب پلورلو» او د ۴ ښځو په ګډون ۱۳ کسان يې «د زنا او قتل» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

له دې سره، طالبانو نن په پروان ولایت کې هم يوه ښځه او يو سړی د «زنا» په تور په عام محضر کې په ۳۹ ـ ۳۹ دورو وهلي او هم يې درې – درې کاله د تنفيذي بند سزا ورکړې.

طالبانو په پرله پسې ډول خلکو ته بدني سزاوې زیاتې کړي دي.

که څه هم د طالبانو دا چلند په پراخه کچه غندل شوې او پر دې ډلې سختې نيوکې کېږي؛ خو طالبان بیا له دې ټولو سره - سره وایي، چې پر خلکو شرعي قوانین پلي کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په هېواد کې ډېری بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د طالبانو دفاع وزیر له هندي پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې

۱۶ لړم ۱۴۰۳ - ۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۰

طالبان وايي د دې ډلې د حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب نن په خپل دفتر کې د هند له یوه پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، د هندي پلاوي مشري د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جي پي سینګ کوله.

جي پي سېنګ د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند د بهرنیو چارو برخې مسوول دی.

د طالبانو دفاع وزارت وزارت په خپل اېکس کې زیاتوي: «په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو او نورو اړینو مسایلو په اړه د ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.»

طالبان وايي په دې لیدنه کې ملا یعقوب مجاهد او جي پي سینګ د افغانستان او هند ترمنځ د لا زیاتو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره خپله علاقه څرګنده کړه.

له حامد کرزي سره لیدنه

دغه هندي پلاوي نن په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي.
په دې لیدنه کې هم د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

همدارنګه ښاغلي کرزي له نوي ډېلي هیله کړې چې د افغان ځوانانو د زدکړې، راکړې ورکړې او د خپلمنځي سفر لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو واکمنېدو سره هند په کابل کې خپل سفارت وتاړه، خو نږدې یو کال وروسته یې بیا پرانیست.

کابل ته د هندي پلاوي دا سفر په داسې مهال دی چې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال تېره میاشت له افغان سوداګرو سره ژمنه وکړه چې د هند او افغانستان ترمنځ د ویزو او سفر اسانولو لپاره به له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.