• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین پر مسکو د لسګونو بې پیلوټه الوتکو په مټ برید کړی

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۰

کيف د یکشنبې په ورځ په ۳۴ بې پيلوټه الوتکو سره پر مسکو بريد وکړ، چې دا د اوکراین د جګړې له پيل راهيسې پر مسکو د بې پيلوټه الوتکو تر ټولو لوی بريد بلل کېږي. دغه بريدونه د دې لامل شوي، چې مسکو له دريو مهمو هوايي ډګرونو لسګونه الوتنې ودروي.

د روسیې دفاع وزارت ويلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ادارې د یکشنبې په ورځ په دریو ساعتونو کې ۳۶ بې پیلوټه الوتکې غورځولې دي.

دغه وزارت ويلي: «د روسیې فدراسیون په خاوره کې د کیف رژیم له خوا د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د ترهګرو بریدونو د ترسره کولو هڅه ناکامه شوه.»

د روسیې د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي، چې د دومودیدوو، شیریمیتیو او ژوکوفسکي هوايي ډګرونو لږ تر لږه ۳۶ الوتنې ځنډولې، خو فعاليت یې بېرته پیل کړی دی.

په مسکو کې یو تن ټپي شوی دی.

مسکو او د ددغه ښار شاوخوا سیمه، د ۲۱ ملیون نفوس په لرلو سره د نړۍ په ګڼ میشتو ښارونو کې شمېرل کیږي.

اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې د تېرې شپې په ترڅ کې ۱۴۵ بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته الوځولې دي.

کیف وویل، چې د دوی هوایي دفاعي ادارې ۶۲ بې پيلوټه الوتکې ویشتلې دي.

اوکراین همدا راز زياتوي، چې د روسیې په براینسک سیمه کې یې د وسلو پر یوه مرکز برید کړی دی.

مسکو ویلي، چې په سیمه کې یې ۱۴ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

د روسیې په ټیلیګرام چینلونو کې خپره شوې نا تایید شوې ویډیو ښیي، چې بې پیلوټه الوتکې پر اسمان الوتنې کوي.

د اوکراین په جګړه کې مسکو او کییف دواړه د یو بل پر وړاندې په بریدونو کې بې پیلوټه الوتکې کاروي.

ایران د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوې لویې برخې په اکمالولو تورن دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

هندي رسنۍ: د کاناډا له خوا د ګړندۍ ویزې برنامې په پایته رسولو سره به زده کوونکي اغېزمن شي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۰ GMT+۰

د هندي رسنیو د راپور له مخې، کاناډا د زده کړو ګړندۍ ویزې بهیر پای ته رسولی او د کاناډا دغه پرېکړه به یو شمېر هندي زده‌کوونکي اغېزمن کړي. کاناډا دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ډيپلوماټیک مخالفت لا هم دوام لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، په سملاسي توګه کاناډا د زده کړو مشهور ګړندۍ ویزې بهیر د پای ته رسولو له پرېکړې سره به د هندي زده کړیالانو ترڅنګ په سلګونو نړۍوالو زده کوونکو باندې هم اغېزه وکړي.

د انډیا ټوډي د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په سپټمبر میاشت کې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې سږ کال تر ۳۵ سلنه لږو نړیوالو زده کوونکو ته جواز ورکوي، او راتلوونکی کال به دا شمېر ۱۰ سلنې ته راټيټ شي.

نوموړي پر اېکس لیکلي و: «کډوالي زموږ د اقتصاد لپاره یو نعمت دی، خو کله چې بد لوبغاړي له سیسټم څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د زده کونکو څخه ګټه پورته کوي، موږ یې ماتوو.»

دغه اقدام په داسې حال کې کېږي چې د هند او کاناډا ترمنځ سیاسي کړکېچ روان دی.

د هند د عالي کمېسیون په وینا د بهرنیو زده کوونکو د ټولو لوی شمېر د هندي زده کوونکو دی، چې دمګړۍ د اټکل له مخې ۴۲۷۰۰۰ زده کوونکي په کاناډا کې په زده کړو بوخت دي.

خو بل خوا د کاناډا د کډوالو ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چي: «د کاناډا حکومت ژمن دی چې ټولو نړیوالو زده کونکو ته د زده کړو اجازه لیکونو لپاره د غوښتنلیک بهیر ته مساوي او عادلانه لاسرسی ورکړي.»

د زده کوونکو لپاره د ګړندیو ویزو بهیر په ۲۰۱۸ کال کې د انتیګوا اوبار بودا، برازیل، چین، کولمبیا، کوسټاریکا، هند، مراکش، پاکستان، پیرو، فلیپین، سنیګال، او ویتنام له لومړنیو زده کړو وروسته د نورو زده کړو تر لاسه کولو لپاره پيل شو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د کاناډا د کډوالو ادارې د جمعې په ورځ ۲ بجې له غرمې وروسته د نوم لیکنې پروسه پیل کړه او د شنبې په ورځ ۱۲بجې یې ویزې ته د نوم لیکنې پروسه وتړله او ویلي و، چې پر شرایطو وړ کسانو غوښتلیکونه یې وړاندې ترلاسه کړي او هغه به وڅیړل شي.

امریکا او برېتانیا د حوثیانو تر واک لاندې سیمو باندې بریدونه وکړل

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۵ GMT+۰

په حوثیانو پورې تړلو رسنیو چې ایران یې ملاتړ کوي، په صنعا، عمران او څو نورو سیمو کې چې د حوثیانو تر واک لاندې دي، د دغې ډلې پر مرکزونو د امریکا او برېتانیا د بریدونو خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې د حوثیانو پر پوځي تاسیساتو بریدونه شوي.

حوثیانو ویلي، امریکايي او برېتانوي ځواکونو په صنعا درې بریدونه کړي او په ګڼو سیمو کې یې پوځي اډې او د وسلو ګودامونه په نښه کړي دي.

حوثیانو تر اوسه پورې د احتمالي زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې، خو دا تاییدوي چې چاودنې زورورې وې.

دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د یمن حوثیانو ګواښ کړی چې پر اسراییلي کښتیو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

دغې ډلې ټینګار وکړ چې د اسراییل د بېړیو د ملکیت بدلون په رسمیت نه پېژنی او دغه موضوع به د دغو بېړیو په نښه کولو کې د حوثیانو په پالېسۍ کې بدلون رانه ولي.

د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له شدت وروسته، حوثیانو په تیرو میاشتو کې په سور سمندرګي، د باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې پر نړۍوالو کښتیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې سمندري امنیت له ګواښ سره مخامخ کړ.

د دغو بریدونو لمن د هند تر سمندر پورې هم پراخه شوې ده.

اېکسپرېس ټرېبیون: وزیرستان کې له پوځ سره په جګړه کې شپږ وسله وال وژل شوي دي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټرېبیون د پوځ د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو تېره ورځ په وزیرستان کې د جګړې پر مهال شپږ وسله وال وژلي او یو شمېر یې ټپیان کړي. ويل کیږي دغه وسله وال د ډیورند له کرښې د وزیرستان لور ته اوښتل.

اېکسپرېس ټرېبیون د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله تېره ورځ شنبه د (لړم ۱۹مه) ویلي چې یوې ډلې وسله والو پلان درلود چې د افغانستان له لورې له ډیورنډ کرښې د شمالي وزیرستان سپین وام ولسوالۍ ته واوړي، د پاکستان د پوځ له لوري پرې برید شوی چې له امله یې شپږ وسله وال وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي.

پاکستاني سرچینو په دغې جګړه کې پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني امنیتي سرچینو اېکسپرېس ټرېبیون ته ویلي، چې دغه وسله وال د حافظ ګلبهادر اړوند و او غوښتل یې چې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.

تر اوسه پورې ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره اونۍ په سویلي وزیرستان پر پاکستان پوځ د ټي تي پي په برید کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي و او پنځه ټپیان وو.

دغه برید داسې مهال کیږي چې بلوڅ بیلتون پالو د بلوچستان په کويټه ښار کې د رېل په یوه تمځای کې تیره ورځ د یوه ځانمرګې پرید په پایله کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور یې ټپیان کړي.

ایکسپریس ټریبیون: پاکستان کې د اورګاډو په تمځایونو کې امنیتي تدابیر ډير شوي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۳ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په کویټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې له خونړي برید وروسته د دغه هېواد د ریلوې چارواکو اندېښنې زیاتې شوې او د اورګاډو په تمځایونو کې یې د کلکو امنیتي تدابیرو نیولو لارښوونې کړې دي.

د پاکستان د ریلوې پولیسو انسپکټر جنرال راو سردار علي خان د شنبې په ورځ د کراچۍ په ګډون په ټول هېواد کې په لوړه کچه د اورګاډو د تمځایونو او تاسیساتو د امنیت ساتلو خبرداری ورکړی.

د اورګاډو د تمځایونو او ودانیو د امنیت خوندیتوب په موخه د یادې ادارې اړوند اضافي پولیس هم په مهمو تمایځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد د اورګاډي ادارې دغه امنیتي تدابیر د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې ښار د اورګاډې په یوه تمځای کې له یوې خونړۍ چاودنې وروسته نیولي دي.

د پاکستاني چارواکو له لوري امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د اورګاډونو تمځایونو ته د ننوتلو او وتلو په ځایونو کې څارنه سخته کړي.

د اورګاډو په تمځایونو کې د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو په لړ کې د پاکستان د حکومت له لوري د اورګاډو په لویو تمځایونو کې د ماین ناکاره کولو ډلې هم ځای پرځای شوې دي او د هر اورګاډې له روانیدو مخکې د اورګاډي پلټنه کوي.

د راپورونو له مخې، د اورګاډو په تمځایونو کې د کلکو امنیتي چمتوالو په لړ کې ټول مساپر او د هغوی وسایل پلټل کیږی او د لا څار په موخه په تمځایونو کې د تګ راتګ لپاره اضافي دروازې جوړیږي.

همدارنګه پاکستاني رسنیو ویلي، چې د اورګاډو په تمځایونو کې د ځانګړو امنیتي تیاریو په لړ کې په تمځایونو کې د ښځینه پولیسو شمېر هم ډیر شوی تر څو امنیتي چاپیریال ډاډمن کړي.

پاکستاني چارواکو د پاکستان د اورګاډو په مهمو او لویو تمځایونو کې د کلکو امنیتي چمتوالي نیولو راپور په داسې حال کې ورکړی، چې تېره ورځ د پاکستان د کویټې ښار د اورګاډې په یوه تمځای کې د یوې چاودنې په پایله کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ کسان ووژل او له ۵۰ ډیر نور ټپان شول.

هسپانیا کې لسکونه زرو کسانو د سیلابونو د ضعیف مدیریت له امله لاریون وکړ

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۵ GMT+۰

په لسگونو زرو خلکو د شنبې په ورځ د هسپانیا په ختیځ ښار والنسیا کې د سیمه ایزو چارواکو له خوا د ویجاړونکي سیلابونو د ضعیف مدیریت په غبرګون کې لاریون وکړ. په دغو سیلابونو کې ۲۲۰ کسانه مړه شوي. دا د اروپا تر ټولو بده طبیعی پېښه بلل کیږي.

دغه لاریون کوونکي چې د والینسیا په مرکز کې راټول شوي، د سیمه ییز حکومت د مشر کارلو مازون د استعفاء غوښتنه کوي او "وژونکو" شعارونه ورکوي.

د لاریون والو پر یو بینر لیکل شوي «زموږ لاسونه پر خټو رنګ دي ستا لاسونه پر وینو.» ځینو لاریونوالو په خټول لړلي بوټان د دولتي ودانې څخه بهر غورځولي.

د ځپل شویو سیمو اوسیدونکو مازون تورن کړی، چې د اکتوبر د ۲۹ مې پر ماښام په اته بجو ډېر ناوخته، کله چې ډېری ښارګوټي او کلي اوبو نیولي وو، خبرتیا خپره کړه.

مازون ویلي، چې هغه به دا خبرتیا وخته خپره کړې وای که چیرې چارواکي د اوبو د څارنې د رسمي ادارې له خوا د وضعیت د جدي کیدو په اړه خبر شوي وای. رویترز وایي، چې مازون د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

له ۳۰ لویو ډلو څخه چې دغه لاریون یې تنظیم کړی، د "اکسیو کلتوري ډیل پایس والنسیانو" ډلې مشرې انا اولیور وايي: «موږ غواړو د دې ناورین د ضعیف مدیریت په اړه خپله غوسه ښکاره کړو چې ډېری خلک یې اغیزمن کړي دي.»

که څه هم لاریون تر ډیره سوله ییز و، خو پولیسو ځینې لاریونکوونکي د ډبرو ګوزارولو باندې تورن کړي.

دغه سیلابونه په وروستیو کلونو کې په اروپا کې تر ټولو لویه طبیعي پیښه بلل شوې، تر دې وړاندې په ۲۰۲۱کال کې په جرمني کې د سختو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۸۵ کسان مړه شوي وو.

په همدې حال کې، په ۱۹۶۷ کال کې په پرتګال کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۵۰۰ تنه مړه شوي وو.‌