• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالح محمد د سنوکر په نړۍوالو لوبو کې دویم مقام وګاټه

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۴ GMT+۰

صالح محمد ګڼو هېوادونو ته په ماتې ورکولو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپل ټایلنډي سیال ته ۳ پر ۴ پایلوبه بایلوده او په یادو نړۍوالو سیالیو کې یې دویم مقام ترلاسه کړ.

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالح محمد د سنوکر په نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام تر لاسه کړ.

دغه اداره وايي، ښاغلي صالح محمد د فلسطین، اردن، عراق د سنوکر لوبغاړو ته په یو یو ځل ماتې او د هندوستان او ویلز لوبغاړو ته په دوه دوه ځله ماتې ورکولو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سونکر د نړۍوالو سیالیو پای لوبې ته لاره وموندله.

د المپیک ادارې د معلوماتو له مخې د سنوکر لوبې افغان لوبغاړی صالح محمد په پایلوبه کې د ټایلنډ هېواد له لوبغاړي سره مخ شو، خو پایلوبه ټایلنډي لوبغاړي څلور پر درې صالح محمد ته ماتې ورکړه او صالح محمد په یادو سیالیو کې د لویو په برخه کې دویم مقام تر لاسه کړ.

د سنوکر نړۍوالي لوبې د اکټوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په دوحه پیل شوې وې او د نومبر میاشتې تر نهمې نېټې یې دوام درلود.

د سنوکر په دغو نړۍوالو سیالیو کې د ۳۱ هېوادونو څخه ۶۴ لوبغاړو ګډون کړی وو.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب څلور لوبغاړو ګډون درلود.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

افغان ورزشکارانو په ازبکستان کې د سرو او سپینو زرو ۵ مډالونه وګټل

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۰

د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون د تکواندو او جيټ کانډو لوبغاړو په ازبکستان کې دوه د سرو او درې د سپینو زرو مډالونه وګټل. د اتلانو نړیوال جام د ازبکستان په کوربه توب پیل شوی و، چې د نړۍ ۱۳ هېوادونو برخه پکې لرله.

د افغانستان د المپیک، بدنې روزني او روزش عمومي کمېټې د شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې دغه سيالۍ یوه اونۍ وړاندې په تاشکند کې پيل شوي وې، چې د ۱۳ هېوادونو لوبغاړو په بېلابيلو لوبو کې برخه اخیستې.

افغان المپيک ويلي، چې په دې سيالیو کې پنځو افغان لوبغاړو سره ۴ افغان هیت برخه اخيستې او دغه مډالونه یې ګټلي دي.

په دې سياليو کې د شمالي کوريا لوبغاړو د قهرمانۍ لومړۍ او د روسيې لوبغاړو دویم مقام تر لاسه کړ.

100%

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا ماته کړه

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ لوبډلې نن د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په دویمه سیالۍ کې اسټرالیا ته د نهو ویکټو په توپیر ماتې ور کړه.

اسټرالیا د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره یې په ۳۵ اورونو کې ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې په ۲۶ اور کې د یوه لوبغاړي سوځېدو سره دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په اسټرالیا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبلړۍ اوس یو په یو مساوې شوې.

راتلونکې لوبه د دواړو لپاره مهمه ده چې ور سره لوبلړۍ ګټل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د کرېکټ لوبډلې پر ننني بري خوښي ښودلې ده.

کرېکټ بورډ:د بنګله‌دېش لوبډله له افغان لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو لپاره اماراتو ته ورسېده

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۰۰ GMT+۰

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې نړۍوالې یو ورځنۍ سیالۍ د چهار شنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه توب پیلیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډله تېره شپه متحده عربي اماراتو ته ورسېده.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د بنګله‌دېش ملي لوبډله به په دغه سفر کې د افغان ملي لوبدلې په وړاندې درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

کرېکت بورډ لیکلي، د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به د روانۍ میاشتې د نومبر په شپږمه نېټه په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي او وروستۍ لوبه به یې بیا د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شي.

افغان کرېکټ بورډ د یادې لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبدلمشرۍ د کرېکټ لوبډله د اکټوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه متحده عربي اماراتو ته لیږلې ده.

کرېکټ بورډ پر ټولنیزو رسنیو د خپلو رسمي ادرسونو له لارې د افغان لوبغاړو د تمرین کولو انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې کړې دي چې د یادې لوبلړۍ لپاره په چمتوالي بوخت دي.

افغان کرېکټ بورډ درې اړخيزو او اسیا جام سياليو ته له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله اعلان کړه

۹ لړم ۱۴۰۳ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اړخيزې لوبلړۍ او اسیام جام لپاره له نولس کلنو د کم عمره لوبډلې د ۱۸ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. دا لوبډله درې اړخيزه لوبلړۍ کې د ګدون لپاره د نومبر په ۹ متحده عربي اماراتو ته ځي، تر هغه وروسته د اسیا جام سیالۍ لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د چهار شنبې په ورځ د دې لوبډلې د نوملړ د اعلان پر مهال ویلي، چې ۱۵ لوبغاړي په عمومي ليست او ۳ په احتیاطي لوبغاړو کې دي.

بورډ زياتوي، چې په دې نوملړ کې «محبوب تسکین لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی، عزیرخان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه علي خېل (ویکټ ساتونکی)، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم ښېوه وال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نصیر معروف خېل» شامل دي.

روح الله عرب، وحيد ځدراڼ او سلمان خان احتیاطي لوبغاړي غوره شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي، چې لوبغاړي یې پرله پسې تمرين او د هغو ښو لوبو ته په کتو غوره کړي دي

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو درې اړخيزه لوبلړۍ د نومبر په ۱۳ مه پيليږي، چې تر ۲۶ مې به دوام وکړي.

د لوبو د مهالوېش له مخي د لوبلړۍ لومړۍ سيالې به د نومبر په ۱۳ مه د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ وشي او افغانستان به د همدې میاشتې په ۱۵مه په دويمه سيالۍ کې د پاکستان په وړاندې ولوبيږي.

تر دې سياليو وروسته به د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په اسيا جام سياليو کې برخه واخلي.

د کرېکټ ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام د نومبر په ۲۹ مه پليږي او د ډسمبر تر ۸ مې نېټې به دوام کوي.

افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمټې هيله ښودلې، چې لوبډله به يې په سياليو کې ښه لوبيږي.

د ځوانانو د اسیا جام له اتلولۍ وروسته د افغان ابدالیانو لوبډله کابل ته ستنه شوه

۸ لړم ۱۴۰۳ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۰

د ۲۰۲۴ کال د ځوانانو د اسیا جام سیالیو د اتلولۍ له ګټلو وروسته افغان لوبډله د دغو سیالیو له اتلولۍ کپ سره یو ځای کابل ته ستنه شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ په اېکس پاڼه په کابل هوایي ډګر کې د افغان ابدالیانو د هرکلي انځورونه خپاره کړي دي.
په دغو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میروېس اشرف هم د دغې لوبډلې د هرکلي لپاره د کابل نړۍوال هوایي ډګر ته ورغلی دی.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د ځوانانو اسیا جام سیالیو کې د اتلولۍ جام کور ته راوړي.
افغانستان د دغو سیالیو په پایلوبه کې وتوانېده، چې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړي او د دغو لوبو اتلولي خپله کړي.

افغانستان په لومړي ځل دا جام ګټلی دی، تمه دا وه چې د لوبغاړو راتګ او هېواد ته د دغه جام راوړل باید په شانداره توګه نمانځل شوي وو؛ خو له خپرو شویو انځورونو داسې برېښي، چې هوايي ډګر ته د کرېکټ مینه‌والو ته د لوبغاړو د هرکلي اجازه نه ده ورکړل شوې.

100%

له بل پلوه په نورو هېوادونو کې د یوې سیالۍ د جام ګټل په شاندارو جشنونو نمانځل کېږي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تېر پرتله په افغانستان کې د دغه ډول لوړو بریاوو نمانځنه هم محدوده شوې ده.