• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو او د کار نړیوالې ادارې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ تړون لاسلیک کړ

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان په افغانستان کې د کار له نړیوالې ادارې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دا تړون د کوربه ټولنو د ملاتړ او راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه لاسلیک شوی.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰م) پر اېکس په یوه یادښت کې لیکلي، چې دغه تړون د کارموندنې له لارې د راستنېدونکو د ملاتړ، د ټولنیزو موخو لپاره د شرکتونو د پراختیا، مهارتونو زده کولو او بازار ته په لاسرسي کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی.

بل پلو د کار نړیوال اژانس وايي، چې نوی تړون د کوربه ټولنو، کورنیو بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، پیاوړتیا او خوندیتابه په برخه کې پر ګډې ژمنتیا ټینګار کوي.

په داسې حال کې چې یاد تړون کیدای شي د افغان راستنیدونکو او کوربه ټولنو ترمنځ د همکاریو لپاره یو مهم ګام وي، خو راستنېدونکي افغانان لا هم په هېواد کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یوه کال کې څه باندې ۷۳۳ زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

له ایران او ترکیې څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.

په دې وروستیو کې ایراني چارواکو ويلي، چې دوی به د روان کال تر پایه له دغه هېواده شاوخوا دوه میلیونه «غیر قانوني بهرني اتباع» وباسي.

ایراني رسنۍ او چارواکي د بهرنیو اتباعو اصطلاح ډېری افغانانو ته کاروي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبغاړو د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې درې نور مډالونه وګټل

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۸ GMT+۰
افغان لوبغاړو د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې درې نور مډالونه وګټل
100%

د بدن د ښکلا فدراسیون وایي، چې افغان لوبغاړو نن يکشنبه په مالدیف کې د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې درې د برنزو مډالونه ګټلي دي. علي رضا اساهي او محمد ایوب اعظمي د بدن ښکلا په سیالیو کې او عبدالحلیم احمدي د ورزش او فزیک په برخه کې دغه مډالونه ګټلي.

علي رضا اساهي، چې پخوا یې د بدن د ښکلا په برخه کې د مثبت ۸۰ کیلو ګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال ګټلی و، دا ځل یې د مثبت ۹۰ کیلو ګرامو په وزن کې د برونزو مډال وګاټه.

همدارنګه محمد ایوب اعظمي د بدن ښکلا په سياليو کې د ۱۰۰ کیلو ګرامه وزن کې دریم مقام خپل کړ.

بل افغان لوبغاړی عبدالحلیم احمدي د ۱۸۰ سانتي متره قد کې د سپورټ فریک په برخه کې دریم ځای خپل کړ او د برونزو مډال يې وګاټه.

د افغان لوبډلې ۹ لوبغاړو په مالديف کې د بدن ښکلا، فزيک او فټنس په پنځلسم پړاو نړیوالو سياليو کې برخه اخیستې وه.

په دې سياليو کې افغان لوبغاړو یو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو، درې د برونزو مډالونه او څلورم او پنځم مقامونه خپل کړي دي.

دغه سيالۍ د ۴۰ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په بېلابېلو وزني کټګوريو کې تر سره شوې.

100%

د ملي مقاومت جبهه: هرات کې مو د طالبانو د شپې ګزمې درې جنګیالي وژلي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۰
د ملي مقاومت جبهه: هرات کې مو د طالبانو د شپې ګزمې درې جنګیالي وژلي
100%

د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالبانو وسله واله مخالفه ډله په هرات ولایت کې د طالبانو د شپې پر ګزمې برید کې د څلورو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ور کوي.

یاده جبهه وايي، دغه برید تېره شپه د لړم پر ۱۹مه د هرات په ۱۱مه ناحیه کې د طالبانو د شپې ګزمې پر یوه موټر شوی، چې په پایله کې یې درې تنه طالبان وژل شوي او یو تن ټپي دی.

یاده جبهه وايي، دغه برید د ۱۱مې ناحیې اړوند « شیدايي» سیمه کې شوی او یو میل وسله یې هم نیولې ده.

طالبانو تر اوسه ددغه برید پخلی نه دی کړی.

طالبان د تېر حکومت د ملي امنیت افسران جاسوسۍ ته اړ باسي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۷ GMT+۰
طالبان د تېر حکومت د ملي امنیت افسران جاسوسۍ ته اړ باسي
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت ریاست د یوه زندان پخوانی رییس وايي، د طالبانو استخبارات د ملي امنیت پخواني کارکوونکي د هغوی پر کورنیو د فشار له لارې جاسوسي ته اړباسي.

دغه پخوانی امنیتي چارواکی وايي، چې د طالبانو استخباراتو له افغانستان نه بهر د ملي امنیت له ګڼو نورو افسرانو سره هم اړیکې ټینګې کړې دي.

نوموړی وايي، چې طالبانو ددده موټرچلوونکی، ساتونکي او ټول نږدې کسان نیولي دي.

دغه پخواني امنیتي افسر سنډې اېکسپرېس ته وویل، چې طالبان هڅه کوي د بریټانیا ددفاع وزارت په کمپونو کې پخوانی افغان امنیتي افسران په افغانستان کې د هغوی پر کورنیو د فشار له لارې جاسوسۍ او همکارۍ ته اړ باسي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط وروسته په زرګونو افغانانان د بریټانیا د افغانانو د ځای پرځای کولو او مرستې پالیسۍ پروګرام له لارې ددغه هېواد په پوځي مرکزونو کې میشت شول.

د ملي امنیت زندان دغه پخوانی رییس چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، وايي، لندن ته د هغه او د نوموړي د مېرمنې له لېږد وروسته د طالبانو د استخباراتو مامورانو دوی ته ګواښناک پیغامونه استولي دي.

دغه د دریو بچیانو پلار، چې کابل ته د طالبانو له را ستنېدو اووه میاشتې وړاندې له افغانستان نه وتلی، سنډې اېکسپرېس ته وویل چې طالبانو دده د کورنۍ غړي او خپلوان د پلټنو او ګروېږنو لپاره نیولي او ګواښلي چې له ده سره اړیکه ونیسي.

د ملي امنیت دغه پخوانی چارواکی وايي، چې ۲۸ کلن زوی یې ددولتي موټر د چلونې په تور طالبانو زندان ته اچولی و اوسږ کال یې رشوت ورکړ چې له زندان نه خوشي شي.

هغه وايي« د طالبانو استخباراتو څو ځله اړیکه راسره نیولې ده، هغوی مې ګواښي. هغوی زما زوی او د کورنۍ نور غړي ګواښلي دي».

نوموړی زیاتوي، « د طالبانو له خوا ګڼ ګواښونه دي. هغوی وايي چې تاسره کار لرو، چیرې اوسېږئ، څو پوښتنې درنه لرم؟ وسلې چېرته دي، تاسې د جمهوري حکومت مامور وئ، موږ ستا په لټه کې وو، له موږ سره ستا نوره همکاري چېرې ده؟».

دغه پخوانی امنیتي مامور وايي، طالبان غواړي دده له لارې نور هغه جنرالان او افسران ومومي چې ده کار ورسره کړی. د نوموړي په باور، د ملي امنیت له ګڼو نورو افسرانو سره چې بهر ته لېږدول شوي، طالبانو اړیکې ټینګې کړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو دریو کلونو کې دغه ډله د ملي امنیت او افغان ملي اردو د پخوانیو سرتېرو په تعقیب، نیولو او په یو شمېر پېښو کې د هغوی په وژلو تورنه شوې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت: د افغانستان د ۲۱ کانونو د سپړلو چارې مو پیل کړې

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۵۹ GMT+۰
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت: د افغانستان د ۲۱ کانونو د سپړلو چارې مو پیل کړې
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې یې د ۲۱ سترو کانونو د موندلو او سپړلو چارې په پنځو ولایتونو کې پیل کړې دي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت زیاتوي چې د دغو کانونو د سپړلو چارې د افغانستان په پلازمېنه کابل، هرات، غور، پروان او تخار ولایتونو کې پيل شوې دي.

‏یاد معاونیت وړاندې وايي، دغه ۲۱ ستر کانونه د اوسپنې، سرو زرو، یاقوتو، سربو، جست، باریت، ډبرو سکرو، کرومایټ او د سیمنټو د معدني موادو درلودوونکي دي.

‏د نړۍوالو مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو کېندنې ته مخه کړي.

تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په افغانستان کې د ۱۶ نورو سترو پروژو د پیل خبر ورکړی وو.

تر ډیره بریده پر طالبانو نیوکې کیږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه را اېستل کېږي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.

طالبانو واک ته له رسیدو سره سم په افغانستان کې، د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته ډیره پاملرنه کړې ده.

دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زیرمو اېستلو قرادادونه د چین او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونه ته هم ورکړي دي.

په دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کانې زیرمو په ایستلو کې پراخ فساد کوي او کانونه هم په نا معیاري ډول سپړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د فساد په تور له دندې ګوښه کړ.

یونېسف: تېر کال مو ۶.۳ میلیونه افغان ماشومانو ته درسي توکي وېشلي دي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۳ GMT+۰
یونېسف: تېر کال مو ۶.۳ میلیونه افغان ماشومانو ته درسي توکي وېشلي دي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مرستیاله وايي، تېر کال یې ۶،۳ میلیونه نجونو او هلکانو ته درسي توکي وېشلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د استازي مرستیاله روشنان مرتضي د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې یونېسف د هر افغان ماشوم د زده کړو ملاتړ ته ژمن دی.

اغلې مرتضي په خپله اېکس پاڼه د درسي توکو د یوه ګودام د انځور په خپرولو سره لیکلي: «په ورستیو کې مې د یونېسف له هغه ګودام څخه لیدنه وکړه، چې د نړۍ په کچه د ښوونې او روزنې تر تولو لوی پرواګرام چلوي.»

نوموړې زیاته کړې، چې په تېره یوه کال یې ۶.۳ میلیونه افغان نجونو او هلکانو د درسي توکو اړتیاوو ته رسیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مسولې کټرین راسل د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې د افغان نجونو او میرمنو غږ غلی شوی، او باید په ګډه د افغان نجونو او میرمنو لپاره خپل غږ پورته کړو.

نوموړې لیکلي: «ښوونځي تړل شوي، نجونې په کور کې محدودې دي، حقونه یې تروړل شوي، دوی په کم عمر کې له واده پرته بله چاره نه لري.»

د یونېسف د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ کال له سپټبر میاشتې وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه نجونې له شپږم تولګي پورته زده کړو بې برخې شوې دي.