یونېسف: تېر کال مو ۶.۳ میلیونه افغان ماشومانو ته درسي توکي وېشلي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مرستیاله وايي، تېر کال یې ۶،۳ میلیونه نجونو او هلکانو ته درسي توکي وېشلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مرستیاله وايي، تېر کال یې ۶،۳ میلیونه نجونو او هلکانو ته درسي توکي وېشلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د استازي مرستیاله روشنان مرتضي د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې یونېسف د هر افغان ماشوم د زده کړو ملاتړ ته ژمن دی.
اغلې مرتضي په خپله اېکس پاڼه د درسي توکو د یوه ګودام د انځور په خپرولو سره لیکلي: «په ورستیو کې مې د یونېسف له هغه ګودام څخه لیدنه وکړه، چې د نړۍ په کچه د ښوونې او روزنې تر تولو لوی پرواګرام چلوي.»
نوموړې زیاته کړې، چې په تېره یوه کال یې ۶.۳ میلیونه افغان نجونو او هلکانو د درسي توکو اړتیاوو ته رسیدنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مسولې کټرین راسل د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې د افغان نجونو او میرمنو غږ غلی شوی، او باید په ګډه د افغان نجونو او میرمنو لپاره خپل غږ پورته کړو.
نوموړې لیکلي: «ښوونځي تړل شوي، نجونې په کور کې محدودې دي، حقونه یې تروړل شوي، دوی په کم عمر کې له واده پرته بله چاره نه لري.»
د یونېسف د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ کال له سپټبر میاشتې وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه نجونې له شپږم تولګي پورته زده کړو بې برخې شوې دي.


د ایران د خراسان والي د اقتصادي برخې همغږي کوونکی مرستیال حسن نوري زاده وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د صادراتو په کچه کې ۲۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي، که د یو پلان او معیارونو له مخې د افغانستان پر لور حرکت وشي، په راتلونکي کې به د افغانستان د اقتصاد او زیربناو او نورو اړخونو کې پرمختګ وشي او د افغانستان په برخه کې به اساسي رول ولوبول شي.
د ایران د خراسان رضوي د والي همغږي کوونکي مرستیال حسن نوري دغه ایراني خبري اژانس ته ویلي، چې دوغارون د ایران او افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي مرکز دی او هره ورځ په زرګونو ایراني او افغاني لارۍ له دې پولې تېرېږي او د ایران صادراتي توکي له همدې پولې د ایران ختیځ ګاونډي ته رسېږي.
نوموړی زیاتوي چې د دوغارون ازاده سیمه د ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د نښلولو پل په توګه هم ګڼل کېږي او په دغه اقتصادي مرکز کې د لازمو پلیټ فارمونو او زیربناوو په برابرولو سره د افغانستان د بازارونو او هدفي بازارونو د ترلاسه کولو امکان شته.
نوموړي ویلي، چې د ایراني او افغاني سوداګرو ترمنځ د پراخو سوداګریزو اړیکو په سیوري کې د ایران د اقتصاد د بدلون لپاره زمینه برابره کړې، که څه هم د دې سکتور پرمختګ په ملي او سیمه ییزه کچه د ټولو چارواکو همکارۍ ته اړتیا لري.
د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي همغږي کوونکی مرستیال حسن نوري زاده په دې اړه ایسنا ته ویلي: «د هیواد په وړاندې د ظالمانه بندیزونو په پام کې نیولو سره، زموږ د سوداګریزو تعاملاتو لمړیتوب د ګاونډیو هیوادونو سره دی، نو اړینه ده چې د ګاونډیو هیوادونو په بازارونو کې د ګډون لپاره خورا مهم ګامونه واخیستل شي.»
هغه دې ته په اشارې سره چې له ګاونډیو هېوادونو سره د دوامداره سوداګریزو اړیکو د دوام لپاره باید له هغو سره د سوداګرۍ کچه دوه اړخیزه وي، وویل: «په دې برخه کې د خراسان رضوي له مهمو هېوادونو او زموږ د تبادلې او صادراتو لومړی ځای افغانستان دی.»
د خراسان د والي د اقتصادي چارو همغږي کوونکی مرستيال رضوي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رامنځته کېدو سره د دغه هېواد په حکومت کې دوه څيزونه رامنځته شول او يادونه يې وکړه: «لومړى په افغانستان کې د ښه نسبي امنيت رامنځته کېدل او دويم دا چې په افغانستان کې په مالي برخه کې د افغانستان فعال دفترونو کې ښه والى راغلى دى.»
هغه دې ته په اشارې سره چې هرات ولایت د افغانستان له سترو او ګڼ مېشتو ولایتونو څخه دی او له ایران سره پوله لری، وویل: «د خراسان سیمې کلتوری، توکمیز شرایط او د فارسی ژبې د خبرو اترو او پېژندګلوۍ ته په پام سره، ټول هغه وسایل چې له سره په ګاوڼډ کې پروت دی د سرحدونو د تبادلې په برخه کې هڅه شوې چې دوی رول لري او کولی شي د قانون پلي کولو کې مرسته وکړي.»
نوري زاده وویل: «موږ هڅه کړې چې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې په چوکاټ کې د دواړو غاړو د شته ظرفیتونو په پام کې نیولو سره ښې او نږدې اړیکې جوړې کړو او د دوغارون په پوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې هوارې کړو.»
د خراسان د والي د اقتصادي همغږۍ مرستیال رضوي وویل، د دوغارون ځانګړې اقتصادي سیمه ازاده زون ته لوړه شوې او رسماً اعلان شوې ده.
په دې سیمه او نورو هیوادونو کې د افغان وګړو د پانګونې پلیټ فارمونه او همدارنګه د افغانستان د خامو محصولاتو پروسس باید په ازاده سیمه کې ترسره شي.
نوري زاده وويل، چې د ازادې حوزې په رامنځته کېدو سره به د نورو هېوادونو د پانګونې ظرفيت رامنځته شي، نو له همدې امله په لومړي ګام کې له دې سيمې څخه افغانستان ته د تګ راتګ کچه هره ورځ له ٦٠٠ څخه تر ٧٠٠ موټرو پورې ١٣٠٠ ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړې، په ورته وخت کې د ایران په ختیځ کې د اورګاډي پټلۍ د افغانستان له خواف څخه د شمشتېغ او رزنک تر سټیشنونو او بیا هرات ته روانه وغځول شوه، چې د ایران له لوري ژمنه شوې برخه بشپړه شوې وه، چې اوس زموږ د کارګو اورګاډي په افغانستان کې فعال دي او په کال کې ۶۰۰ میلیونه ټنه مالونه لیږدوي.
د خراسان د والي د اقتصاد همغږي کوونکي مرستیال رضوي وویل: «موږ نه یوازې د تولیداتو په لټه کې یو، بلکې د علم، زده کړې او معیاري کولو په لټه کې یو چې افغانستان ته ولېږدي او زموږ معیارونه به د افغانستان په راتلونکي کې د تشخیص او پیل نقطې په توګه جوړ شي.»
هغه دې ته په اشارې سره چې د چين او ترکيې په څېر هېوادونه په افغانستان کې د خپلو معيارونو په اړه وویل: «په ټولو برخو کې بايد د افغانستان د توليداتو معياري کول وشي. ژر تر ژره تر څو په افغانستان کې دایمي رول ولرو.»
د خراسان د والي د اقتصادي همغږي کوونکي مرستیال رضوي له افغانستان سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د صادراتو په کچه کې ۲۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي ویلي، چې تېر کال افغانستان ته د ایران د صادراتو برخه ۱.۷ میلیارده ډالره وه.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لسو میاشتو کې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه نږدې ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. هغه وايي، له دې جملې شاوخوا ۴۴۷ میلیونه یې صادرات او نږدې ۲۰۳ میلیونه نور یې واردات دي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند تېره ورځ شنبه د (لړم ۱۹مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لسو میاشتو کې له هند سره د افغانستان سوداګري نږدې۶۵۰ میلیونه ډالره ته رسېدلې، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۴۴۷ میلیونه ډالر صادرات او نږدې ۲۰۳ میلیونه ډالره واردات شوي.
دا هغه شمېرې دي، چې خپله هند هیواد نه دي تایید کړې او نه هم په افغانستان کې دا مهال داسې خپلواکه اداره شته چې دغه شمېرې تایید کړي.
طالبانو ویلي، چې هند ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې یې وچ انځر، زنجبیل، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام صادر کړي او له هند څخه یې افغانستان ته بوره، د صنعتي فابریکو لپاره خام مواد، نوي کالي او نخود وارد کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د تېرې پنجشنبې په ورځ په ډیلي کې خبري کنفرانس ته ویلي و، چې د دغه هېواد استازي د اقتصادي اړیکو او بشري مرستو د پیاوړتیا لپاره له چابهار بندر د ګټې اخیستنې په اړه د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و.
کابل ته د هندي پلاوي دا سفر په داسې مهال شوی و، چې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال تېره میاشت له افغان سوداګرو سره ژمنه کړې وه چې د هند او افغانستان ترمنځ د ویزو او سفر اسانولو لپاره به له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو سوداګرۍ وزارت له هند سره سره داسې مهال د سوداګرۍ د زیاتېدو خبره کوي چې تېره اونۍ د خیبرپښتونخوا والي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د اوو ګډو لارو د پرانېستلو غوښتنه وکړه.
فیصل کریم کونډي وویل، چې د دغو لارو پرانېستل به د سوداګرۍ او سیمه ییزو اتصالاتو کچه پراخه کړي.

په تهران کې د طالبانو استازي فضل محمد حقاني د (لړم په ۱۹مه) په تهران کې د «نصرالله مکتب» په کنفرانس کې ګډون وکړ. دغه کنفرانس د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله د وژل کېدو د څلویښتمې ورځې پوره کېدو په مناسبت جوړ شوی و.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې دغه کانفرنس د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزارت او د اسلامی ثقافت او اړیکو د ادارې په ګډې همکارۍ په تهران کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې په تالار کې جوړ شو.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه کنفرانس کې د حسن نصرالله «بیلابیل فکري او علمي اړخونه او د مقاومت د راتلونکو مشرانو د الګو تشریح کولو په موخه» وڅېړل شول.
حسن نصرالله د روان کال په تله میاشت کې د بیروت په سویل کې د اسراییلي پوځ په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
د طالبانو لوړپوړو چارواکو د لبنان د حزب الله د عمومي مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او چوپه خوله پاتې دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ترکیې هېواد له لوري هغه ۳۲۵ تنه افغان کډوال راستانه کړل شوي، چې ځینو یې په یاد هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لرل او یو شمېر نورو یې دغه اسناد نه لرل.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ترکیې ۳۲۵ تنه هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
دغه وزارت وايي، د ترکیې هېواد له لوري ستانه کړل شویو افغانان کې یو شمېر هغو یې په یاد هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل.
د کډوالو وزارت وايي د یاد وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشد له قوله لیکلي، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به له ترکیې هېواد سره خبرې وکړي.
ښاغلي راشد له ترکیې هېواد څخه د تازه راستنو شویو کډوالو څخه غوښتي چې په خپل هېواد کې پاتې شي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تلې په ۲۲مه په یوه راپور کې ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ترکیې څخه ۱۰ زره افغانان راستانه کړل شوي.
دغه افغانان په داسې حال کې له ترکیې څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې نږدې هره ورځ ایران او پاکستان هم سلګونه افغانې کډوالې کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، اوس هم د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول کیږي. هغه دغه خبرې په کويټه کې له یوه خونړي برید وروسته د پاکستان له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پاکستان له جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، چې اوس هم په پاکستان د نا امنۍ راوستلو لپاره د افغانستان خاوره کاریږي.
هغه دغه خبرې د بلوچستان په کويټه کې د ریل په یوه تمځای کې له هغه خونړي ځانمرګي برید وروسته کړې چې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون یې ۲۶ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور یې تپیان کړي دي.
خواجه اصف له دغه ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي، چې بلوڅ بیلتون پال او ټي تي پي دواړه ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځايه خپل بریدونه پلانوي.
هغه پر هندوستان تور پورې کړ چې د دغو دواړو وسله والو ډلو مالي ملاتړ کوي او په افغانستان کې دوی ته د پاکستان د نا امنه کولو لپاره سهولتونه برابروي.
تر اوسه پورې طالبانو او هندي چارواکو په دې اړه رسمي غبرګونونه نه دي ښودلي خو تر دې وړاندې طالبانو د پاکستان دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې وې.
خواجه محمد اصف په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته هغوی ته پر خواله رسنیو مبارکي ویلې وه او هغوی یې د «خدای عسکر» بللي وو.
بلوڅ بیلتون پالو د بلوچستان په کويټه ښار کې د رېل په یوه تمځای کې د تیرې ورځې د هغه ځانمرګې برید مسوولیت په غاړه واخیست چې له امله د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ تنه په کې ووژل شول او شاوخوا ۵۰ ننور په کې ټپیان شول.
د پاکستان د دفاع وزیر دا ډول بریدونه د هند «نیابتي جګړه» بللې او ویلي یې دي چې هند نه غواړي چې چین په پاکستان کې د پرمختګ چارې مخته یوسي نو د ده په خبره چې خنډونه ورته جوړوي.
په دې وروستیو کې بلوڅ بیتلون پال غورځنګ په بلوچستان کې د پاکستان او چین په هغو بسنټونو او پروژو ستر بریدونه کړي چې پاکستان یې د دغه هیواد د پرمختګ پروژې یادوې خو بلوڅان وايي، چې د دوی حق پرته د دوی له ګډونه خوړل کیږي او دوی داسې جګړې د خپلو حق غوښتلو لپاره کوي.