• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو استازي په تهران کې د «نصرالله مکتب» په کنفرانس کې ګډون وکړ

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۸ GMT+۰

په تهران کې د طالبانو استازي فضل محمد حقاني د (لړم په ۱۹مه) په تهران کې د «نصرالله مکتب» په کنفرانس کې ګډون وکړ. دغه کنفرانس د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله د وژل کېدو د څلویښتمې ورځې پوره کېدو په مناسبت جوړ شوی و.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې دغه کانفرنس د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزارت او د اسلامی ثقافت او اړیکو د ادارې په ګډې همکارۍ په تهران کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې په تالار کې جوړ شو.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه کنفرانس کې د حسن نصرالله «بیلابیل فکري او علمي اړخونه او د مقاومت د راتلونکو مشرانو د الګو تشریح کولو په موخه» وڅېړل شول.

حسن نصرالله د روان کال په تله میاشت کې د بیروت په سویل کې د اسراییلي پوځ په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د طالبانو لوړپوړو چارواکو د لبنان د حزب الله د عمومي مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او چوپه خوله پاتې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له ۳۰۰ څخه ډېر افغانان له ترکیې څخه راستانه کړل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۲ GMT+۰
طالبان: له ۳۰۰ څخه ډېر افغانان له ترکیې څخه راستانه کړل شول
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ترکیې هېواد له لوري هغه ۳۲۵ تنه افغان کډوال راستانه کړل شوي، چې ځینو یې په یاد هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لرل او یو شمېر نورو یې دغه اسناد نه لرل.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ترکیې ۳۲۵ تنه هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

دغه وزارت وايي، د ترکیې هېواد له لوري ستانه کړل شویو افغانان کې یو شمېر هغو یې په یاد هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل.

د کډوالو وزارت وايي د یاد وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشد له قوله لیکلي، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به له ترکیې هېواد سره خبرې وکړي.

ښاغلي راشد له ترکیې هېواد څخه د تازه راستنو شویو کډوالو څخه غوښتي چې په خپل هېواد کې پاتې شي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تلې په ۲۲مه په یوه راپور کې ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ترکیې څخه ۱۰ زره افغانان راستانه کړل شوي.

دغه افغانان په داسې حال کې له ترکیې څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې نږدې هره ورځ ایران او پاکستان هم سلګونه افغانې کډوالې کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنوي.

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، اوس هم د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول کیږي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۸ GMT+۰
د پاکستان د دفاع وزیر وايي، اوس هم د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول کیږي
100%

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، اوس هم د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول کیږي. هغه دغه خبرې په کويټه کې له یوه خونړي برید وروسته د پاکستان له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پاکستان له جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، چې اوس هم په پاکستان د نا امنۍ راوستلو لپاره د افغانستان خاوره کاریږي.

هغه دغه خبرې د بلوچستان په کويټه کې د ریل په یوه تمځای کې له هغه خونړي ځانمرګي برید وروسته کړې چې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون یې ۲۶ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور یې تپیان کړي دي.

خواجه اصف له دغه ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي، چې بلوڅ بیلتون پال او ټي تي پي دواړه ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځايه خپل بریدونه پلانوي.

هغه پر هندوستان تور پورې کړ چې د دغو دواړو وسله والو ډلو مالي ملاتړ کوي او په افغانستان کې دوی ته د پاکستان د نا امنه کولو لپاره سهولتونه برابروي.

تر اوسه پورې طالبانو او هندي چارواکو په دې اړه رسمي غبرګونونه نه دي ښودلي خو تر دې وړاندې طالبانو د پاکستان دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې وې.

خواجه محمد اصف په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته هغوی ته پر خواله رسنیو مبارکي ویلې وه او هغوی یې د «خدای عسکر» بللي وو.

بلوڅ بیلتون پالو د بلوچستان په کويټه ښار کې د رېل په یوه تمځای کې د تیرې ورځې د هغه ځانمرګې برید مسوولیت په غاړه واخیست چې له امله د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ تنه په کې ووژل شول او شاوخوا ۵۰ ننور په کې ټپیان شول.

د پاکستان د دفاع وزیر دا ډول بریدونه د هند «نیابتي جګړه» بللې او ویلي یې دي چې هند نه غواړي چې چین په پاکستان کې د پرمختګ چارې مخته یوسي نو د ده په خبره چې خنډونه ورته جوړوي.

په دې وروستیو کې بلوڅ بیتلون پال غورځنګ په بلوچستان کې د پاکستان او چین په هغو بسنټونو او پروژو ستر بریدونه کړي چې پاکستان یې د دغه هیواد د پرمختګ پروژې یادوې خو بلوڅان وايي، چې د دوی حق پرته د دوی له ګډونه خوړل کیږي او دوی داسې جګړې د خپلو حق غوښتلو لپاره کوي.

په پاکستان کې خونړۍ چاودنه؛ ازادۍ جبهه وايي طالبانو ترهګرو شبکو ته ځای ورکړی

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰
په پاکستان کې خونړۍ چاودنه؛ ازادۍ جبهه وايي طالبانو ترهګرو شبکو ته ځای ورکړی
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پاکستان په کوټه کې خونړی برید غندلی او دا یې په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو نښه بللې ده. جبهه وايي، ترهګرو ډلو د طالبانو په ملاتړ د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره زیاتې سیمې او ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کوټه کې د اورګاډي په تمځای کې هغه برید په کلکه وغانده چې له امله یې ۳۲ تنه ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له هغه وخته چې طالبان کابل ته ننوتلي، ورځ تر بلې د ترهګریزو بریدونو شمېر زیات شوی او اغیز یې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته رسېدلی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د یوه مشروع او قانوني نظام په نه شتون کې ترهګرو ډلو پراخې سیمې، اړینې اسانتیاوې او فکري- ایډیالوژیکي ملاتړ ترلاسه کړی او ورځ تر بلې خپل فعالیتونه پراخوي.

د طالبانو مخالفه دغه پوځي جبهه وايي، د اوسني وضعیت ژغورل په افغانستان کې د ترهګرۍ د خوندي ځالو او د ترهګرو شبکو له کوربه طالبانو سره د مبارزې په برخه کې پراخې سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا، په کوټه ښار کې د یوه اورګاډي په تمځای کې د ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ د چاودنې مسوولیت منلی دی.

دې ډلې ویلي چې چاودنه یو ځانمرګی برید و او د ځانمرګي د برید هدف د پاکستان پوځیان وو.

مولوي عبدالکبير: د «اسلامي امارت» د پاليسي پر بنسټ افغان کادرونه ګومارو

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰
مولوي عبدالکبير: د «اسلامي امارت» د پاليسي پر بنسټ افغان کادرونه ګومارو
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير له یو شمېر فارغو شویو ډاکترانو سره په لیدنه کي ویلي، چې دوی د «اسلامی امارت د پاليسي» له مخې په عملي او تخصصي مرکزونو کې ګومارني کوي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د روغتيایي سیسټم لویه برخه د مسلکي کسانو له نشتون سره مخ ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دفتر د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ویلي، چې د اکمال تخصصي زده کړو څخه فارغ ډاکټرانو له طالبانو څخه د امکاناتو د برابرولو او ملاتړ غوښتنه کړې.

ډاکترانو زياته کړې: «د هېواد روغتیايي سکتور کې د پرمختګ لپاره له پوهنتون څخه فارغ ګڼ شمېر ډاکتران د تخصص بشپړولو هیله لري.»

د رییس الوزرا سیاسي مرستيال په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی پر افغان کادرونو تکيه لري او د همدې ډاکترانو پر وړانديزونو به غور وکړي.

هغه زياته کړې: «د اسلامي امارت د پالیسۍ پر بنسټ په علمي او تخصصي مرکزونو کې په مناسبو امکاناتو د افغان کادرونو د ګمارنې هڅې پیل شوي دي.»

پر طالبانو نيوکې کيږي، چې مسلکي بستونه یې غيري مسلکي کسانو ته ورکړي او په روغتيايي ادارو کې يې هم «طالب او ملا» ګمارلی او د ټاکلو معيار يې «دیني زده کړي او جهاد» ټاکلی دی.

په ډېرو ولایتونو کې له دولتي روغتونو څخه په زيات شمېر متخصص ډاکترانو هم دندي پرېښي او ګيله کوي، چې طالبان تنخوا او امکانات پر وخت نه ورکوي او ورسره د مور او میري چلند کوي.

په تېرو درېيو کلنو کې د بيلابيلو پوهنتونو د طب له پوهنځيو څخه فارغ کسان هم د ندو په پيدا کېدو ستړي شوي او نااميده شوي دي.

نړيوالو هم په افغانستان کې د روغتيا پر ناسم سيستم اندېښنه ښودلې.

د همدې کال په لومړۍ مياشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسوول ډاکټر جمشید ټنولي په یوه خپاره شوي ویډېویي پیغام کې ویلي، چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه مهمه موضوع ده.

نوموړی وايي په افغانستان کې میلیونونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري: «نږدې ۱۸میلیونه کسان په نړېوالو بشري روغتیايي مرستو پايي.»

طالبانو له ایران نه وارد شوي بې کیفيته ۶۰ ټانکره تېل بيرته لیږلي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۰
طالبانو له ایران نه وارد شوي بې کیفيته ۶۰ ټانکره تېل بيرته لیږلي
100%

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، چې په تېره يوه اونۍ کې يې د افغانستان له ګمرکونو د بې کيفيته وارد شویو تېلو شاوخوا ۶۰ ټانکرونه بېرته ایران ته استولي دي. دغه وزارت زياتوي، چې دغه ټانکرونه یې د فراه له ابونصر فراهي او د نیمروز او هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو ایران ته ستانه کړي دي.

د طالبانو د ماليې وزارت د شنبې په ورځ (د لرم ۱۹ مه) په يوې اعلاميه کې ویلي، چې د دوی د نفتي موادو د کيفيت او څارني رياست د فراه ولایت د ابونصر فراهي ګرم کې ۲۰ ټانکره، د نيمروز په ګمرک کې ۲۸ او د هرات د تور غونډۍ په ګمرک کې ۱۲ ټانکره بې کيفيته تيل تر معلومولو وروسته بیرته ایران ته ليږلي دي.

د طالبانو دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د نفتي موادو څخه د څارني ډله په ټولو ګمرکونو کې د بې کيفيته موادو د راوړلو مخنیوي کوي او هېواد ته د لوړ کيفيت او معياري نفتي موادو راوړلو ته زمينه برابروي.

افغانستان ته ډېر تيل له ایران څخه راوړل کیږي او تر دې وړاندي ډېرو افغانانو د بې کيفيته تيلو له امله زياتي نيوکی کړي وې.