د ملي مقاومت جبهه: هرات کې مو د طالبانو د شپې ګزمې درې جنګیالي وژلي

د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالبانو وسله واله مخالفه ډله په هرات ولایت کې د طالبانو د شپې پر ګزمې برید کې د څلورو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ور کوي.

د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالبانو وسله واله مخالفه ډله په هرات ولایت کې د طالبانو د شپې پر ګزمې برید کې د څلورو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ور کوي.
یاده جبهه وايي، دغه برید تېره شپه د لړم پر ۱۹مه د هرات په ۱۱مه ناحیه کې د طالبانو د شپې ګزمې پر یوه موټر شوی، چې په پایله کې یې درې تنه طالبان وژل شوي او یو تن ټپي دی.
یاده جبهه وايي، دغه برید د ۱۱مې ناحیې اړوند « شیدايي» سیمه کې شوی او یو میل وسله یې هم نیولې ده.
طالبانو تر اوسه ددغه برید پخلی نه دی کړی.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت ریاست د یوه زندان پخوانی رییس وايي، د طالبانو استخبارات د ملي امنیت پخواني کارکوونکي د هغوی پر کورنیو د فشار له لارې جاسوسي ته اړباسي.
دغه پخوانی امنیتي چارواکی وايي، چې د طالبانو استخباراتو له افغانستان نه بهر د ملي امنیت له ګڼو نورو افسرانو سره هم اړیکې ټینګې کړې دي.
نوموړی وايي، چې طالبانو ددده موټرچلوونکی، ساتونکي او ټول نږدې کسان نیولي دي.
دغه پخواني امنیتي افسر سنډې اېکسپرېس ته وویل، چې طالبان هڅه کوي د بریټانیا ددفاع وزارت په کمپونو کې پخوانی افغان امنیتي افسران په افغانستان کې د هغوی پر کورنیو د فشار له لارې جاسوسۍ او همکارۍ ته اړ باسي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط وروسته په زرګونو افغانانان د بریټانیا د افغانانو د ځای پرځای کولو او مرستې پالیسۍ پروګرام له لارې ددغه هېواد په پوځي مرکزونو کې میشت شول.
د ملي امنیت زندان دغه پخوانی رییس چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، وايي، لندن ته د هغه او د نوموړي د مېرمنې له لېږد وروسته د طالبانو د استخباراتو مامورانو دوی ته ګواښناک پیغامونه استولي دي.
دغه د دریو بچیانو پلار، چې کابل ته د طالبانو له را ستنېدو اووه میاشتې وړاندې له افغانستان نه وتلی، سنډې اېکسپرېس ته وویل چې طالبانو دده د کورنۍ غړي او خپلوان د پلټنو او ګروېږنو لپاره نیولي او ګواښلي چې له ده سره اړیکه ونیسي.
د ملي امنیت دغه پخوانی چارواکی وايي، چې ۲۸ کلن زوی یې ددولتي موټر د چلونې په تور طالبانو زندان ته اچولی و اوسږ کال یې رشوت ورکړ چې له زندان نه خوشي شي.
هغه وايي« د طالبانو استخباراتو څو ځله اړیکه راسره نیولې ده، هغوی مې ګواښي. هغوی زما زوی او د کورنۍ نور غړي ګواښلي دي».
نوموړی زیاتوي، « د طالبانو له خوا ګڼ ګواښونه دي. هغوی وايي چې تاسره کار لرو، چیرې اوسېږئ، څو پوښتنې درنه لرم؟ وسلې چېرته دي، تاسې د جمهوري حکومت مامور وئ، موږ ستا په لټه کې وو، له موږ سره ستا نوره همکاري چېرې ده؟».
دغه پخوانی امنیتي مامور وايي، طالبان غواړي دده له لارې نور هغه جنرالان او افسران ومومي چې ده کار ورسره کړی. د نوموړي په باور، د ملي امنیت له ګڼو نورو افسرانو سره چې بهر ته لېږدول شوي، طالبانو اړیکې ټینګې کړې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو دریو کلونو کې دغه ډله د ملي امنیت او افغان ملي اردو د پخوانیو سرتېرو په تعقیب، نیولو او په یو شمېر پېښو کې د هغوی په وژلو تورنه شوې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې یې د ۲۱ سترو کانونو د موندلو او سپړلو چارې په پنځو ولایتونو کې پیل کړې دي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت زیاتوي چې د دغو کانونو د سپړلو چارې د افغانستان په پلازمېنه کابل، هرات، غور، پروان او تخار ولایتونو کې پيل شوې دي.
یاد معاونیت وړاندې وايي، دغه ۲۱ ستر کانونه د اوسپنې، سرو زرو، یاقوتو، سربو، جست، باریت، ډبرو سکرو، کرومایټ او د سیمنټو د معدني موادو درلودوونکي دي.
د نړۍوالو مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو کېندنې ته مخه کړي.
تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په افغانستان کې د ۱۶ نورو سترو پروژو د پیل خبر ورکړی وو.
تر ډیره بریده پر طالبانو نیوکې کیږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه را اېستل کېږي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.
طالبانو واک ته له رسیدو سره سم په افغانستان کې، د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته ډیره پاملرنه کړې ده.
دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زیرمو اېستلو قرادادونه د چین او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونه ته هم ورکړي دي.
په دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کانې زیرمو په ایستلو کې پراخ فساد کوي او کانونه هم په نا معیاري ډول سپړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د فساد په تور له دندې ګوښه کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مرستیاله وايي، تېر کال یې ۶،۳ میلیونه نجونو او هلکانو ته درسي توکي وېشلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د استازي مرستیاله روشنان مرتضي د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې یونېسف د هر افغان ماشوم د زده کړو ملاتړ ته ژمن دی.
اغلې مرتضي په خپله اېکس پاڼه د درسي توکو د یوه ګودام د انځور په خپرولو سره لیکلي: «په ورستیو کې مې د یونېسف له هغه ګودام څخه لیدنه وکړه، چې د نړۍ په کچه د ښوونې او روزنې تر تولو لوی پرواګرام چلوي.»
نوموړې زیاته کړې، چې په تېره یوه کال یې ۶.۳ میلیونه افغان نجونو او هلکانو د درسي توکو اړتیاوو ته رسیدنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مسولې کټرین راسل د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې د افغان نجونو او میرمنو غږ غلی شوی، او باید په ګډه د افغان نجونو او میرمنو لپاره خپل غږ پورته کړو.
نوموړې لیکلي: «ښوونځي تړل شوي، نجونې په کور کې محدودې دي، حقونه یې تروړل شوي، دوی په کم عمر کې له واده پرته بله چاره نه لري.»
د یونېسف د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ کال له سپټبر میاشتې وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه نجونې له شپږم تولګي پورته زده کړو بې برخې شوې دي.

د ایران د خراسان والي د اقتصادي برخې همغږي کوونکی مرستیال حسن نوري زاده وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د صادراتو په کچه کې ۲۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي، که د یو پلان او معیارونو له مخې د افغانستان پر لور حرکت وشي، په راتلونکي کې به د افغانستان د اقتصاد او زیربناو او نورو اړخونو کې پرمختګ وشي او د افغانستان په برخه کې به اساسي رول ولوبول شي.
د ایران د خراسان رضوي د والي همغږي کوونکي مرستیال حسن نوري دغه ایراني خبري اژانس ته ویلي، چې دوغارون د ایران او افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي مرکز دی او هره ورځ په زرګونو ایراني او افغاني لارۍ له دې پولې تېرېږي او د ایران صادراتي توکي له همدې پولې د ایران ختیځ ګاونډي ته رسېږي.
نوموړی زیاتوي چې د دوغارون ازاده سیمه د ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د نښلولو پل په توګه هم ګڼل کېږي او په دغه اقتصادي مرکز کې د لازمو پلیټ فارمونو او زیربناوو په برابرولو سره د افغانستان د بازارونو او هدفي بازارونو د ترلاسه کولو امکان شته.
نوموړي ویلي، چې د ایراني او افغاني سوداګرو ترمنځ د پراخو سوداګریزو اړیکو په سیوري کې د ایران د اقتصاد د بدلون لپاره زمینه برابره کړې، که څه هم د دې سکتور پرمختګ په ملي او سیمه ییزه کچه د ټولو چارواکو همکارۍ ته اړتیا لري.
د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي همغږي کوونکی مرستیال حسن نوري زاده په دې اړه ایسنا ته ویلي: «د هیواد په وړاندې د ظالمانه بندیزونو په پام کې نیولو سره، زموږ د سوداګریزو تعاملاتو لمړیتوب د ګاونډیو هیوادونو سره دی، نو اړینه ده چې د ګاونډیو هیوادونو په بازارونو کې د ګډون لپاره خورا مهم ګامونه واخیستل شي.»
هغه دې ته په اشارې سره چې له ګاونډیو هېوادونو سره د دوامداره سوداګریزو اړیکو د دوام لپاره باید له هغو سره د سوداګرۍ کچه دوه اړخیزه وي، وویل: «په دې برخه کې د خراسان رضوي له مهمو هېوادونو او زموږ د تبادلې او صادراتو لومړی ځای افغانستان دی.»
د خراسان د والي د اقتصادي چارو همغږي کوونکی مرستيال رضوي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رامنځته کېدو سره د دغه هېواد په حکومت کې دوه څيزونه رامنځته شول او يادونه يې وکړه: «لومړى په افغانستان کې د ښه نسبي امنيت رامنځته کېدل او دويم دا چې په افغانستان کې په مالي برخه کې د افغانستان فعال دفترونو کې ښه والى راغلى دى.»
هغه دې ته په اشارې سره چې هرات ولایت د افغانستان له سترو او ګڼ مېشتو ولایتونو څخه دی او له ایران سره پوله لری، وویل: «د خراسان سیمې کلتوری، توکمیز شرایط او د فارسی ژبې د خبرو اترو او پېژندګلوۍ ته په پام سره، ټول هغه وسایل چې له سره په ګاوڼډ کې پروت دی د سرحدونو د تبادلې په برخه کې هڅه شوې چې دوی رول لري او کولی شي د قانون پلي کولو کې مرسته وکړي.»
نوري زاده وویل: «موږ هڅه کړې چې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې په چوکاټ کې د دواړو غاړو د شته ظرفیتونو په پام کې نیولو سره ښې او نږدې اړیکې جوړې کړو او د دوغارون په پوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې هوارې کړو.»
د خراسان د والي د اقتصادي همغږۍ مرستیال رضوي وویل، د دوغارون ځانګړې اقتصادي سیمه ازاده زون ته لوړه شوې او رسماً اعلان شوې ده.
په دې سیمه او نورو هیوادونو کې د افغان وګړو د پانګونې پلیټ فارمونه او همدارنګه د افغانستان د خامو محصولاتو پروسس باید په ازاده سیمه کې ترسره شي.
نوري زاده وويل، چې د ازادې حوزې په رامنځته کېدو سره به د نورو هېوادونو د پانګونې ظرفيت رامنځته شي، نو له همدې امله په لومړي ګام کې له دې سيمې څخه افغانستان ته د تګ راتګ کچه هره ورځ له ٦٠٠ څخه تر ٧٠٠ موټرو پورې ١٣٠٠ ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړې، په ورته وخت کې د ایران په ختیځ کې د اورګاډي پټلۍ د افغانستان له خواف څخه د شمشتېغ او رزنک تر سټیشنونو او بیا هرات ته روانه وغځول شوه، چې د ایران له لوري ژمنه شوې برخه بشپړه شوې وه، چې اوس زموږ د کارګو اورګاډي په افغانستان کې فعال دي او په کال کې ۶۰۰ میلیونه ټنه مالونه لیږدوي.
د خراسان د والي د اقتصاد همغږي کوونکي مرستیال رضوي وویل: «موږ نه یوازې د تولیداتو په لټه کې یو، بلکې د علم، زده کړې او معیاري کولو په لټه کې یو چې افغانستان ته ولېږدي او زموږ معیارونه به د افغانستان په راتلونکي کې د تشخیص او پیل نقطې په توګه جوړ شي.»
هغه دې ته په اشارې سره چې د چين او ترکيې په څېر هېوادونه په افغانستان کې د خپلو معيارونو په اړه وویل: «په ټولو برخو کې بايد د افغانستان د توليداتو معياري کول وشي. ژر تر ژره تر څو په افغانستان کې دایمي رول ولرو.»
د خراسان د والي د اقتصادي همغږي کوونکي مرستیال رضوي له افغانستان سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د صادراتو په کچه کې ۲۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي ویلي، چې تېر کال افغانستان ته د ایران د صادراتو برخه ۱.۷ میلیارده ډالره وه.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لسو میاشتو کې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه نږدې ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. هغه وايي، له دې جملې شاوخوا ۴۴۷ میلیونه یې صادرات او نږدې ۲۰۳ میلیونه نور یې واردات دي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند تېره ورځ شنبه د (لړم ۱۹مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لسو میاشتو کې له هند سره د افغانستان سوداګري نږدې۶۵۰ میلیونه ډالره ته رسېدلې، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۴۴۷ میلیونه ډالر صادرات او نږدې ۲۰۳ میلیونه ډالره واردات شوي.
دا هغه شمېرې دي، چې خپله هند هیواد نه دي تایید کړې او نه هم په افغانستان کې دا مهال داسې خپلواکه اداره شته چې دغه شمېرې تایید کړي.
طالبانو ویلي، چې هند ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې یې وچ انځر، زنجبیل، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام صادر کړي او له هند څخه یې افغانستان ته بوره، د صنعتي فابریکو لپاره خام مواد، نوي کالي او نخود وارد کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د تېرې پنجشنبې په ورځ په ډیلي کې خبري کنفرانس ته ویلي و، چې د دغه هېواد استازي د اقتصادي اړیکو او بشري مرستو د پیاوړتیا لپاره له چابهار بندر د ګټې اخیستنې په اړه د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و.
کابل ته د هندي پلاوي دا سفر په داسې مهال شوی و، چې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال تېره میاشت له افغان سوداګرو سره ژمنه کړې وه چې د هند او افغانستان ترمنځ د ویزو او سفر اسانولو لپاره به له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو سوداګرۍ وزارت له هند سره سره داسې مهال د سوداګرۍ د زیاتېدو خبره کوي چې تېره اونۍ د خیبرپښتونخوا والي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د اوو ګډو لارو د پرانېستلو غوښتنه وکړه.
فیصل کریم کونډي وویل، چې د دغو لارو پرانېستل به د سوداګرۍ او سیمه ییزو اتصالاتو کچه پراخه کړي.
