• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له اسټراليا نه دوه پر يو د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۰

پاکستان د يکشنبې په ورځ اسټراليا ته د یو ورځنۍ لوبلړۍ په درېيمه او وروستۍ سيالي کې د اتو ويکټو په توپير ماته ورکړه او دغه لړۍ يې دوه پر يو وګټله. د پاکستانۍ لوبډلې تېز توپ اچوونکي حارث رووف په دې لوبلړۍ کې ۱۰ لوبغاړي وسوځول او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی غوره شو.

د پاکستان او اسټراليا تر منځ د درې يو ورځنۍ لوبلړۍ د وروستۍ سيالۍ پچه پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د ډګر ساتنې او توپ اچونې پرېکړه وکړه.


اسټراليا لوبډلې په ۳۱.۵ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې جوړې کړې.
اسټراليايي لوبغاړي سين ابوټ تر نورو لوبغاړو ډېرې، ۳۰ منډې وکړې.


بل لوری د پاکستان لوبډلې په توپ اچونه کې تېز توپ اچوونکو شاهین اپريدي او نسیم شاه درې – درې او حارث رووف دوه لوبغاړي وسوځول.

پاکستانۍ لوبډلې په ۲۶.۵ اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د اتو ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.

پاکستاني توپ وهونکي سیم ایوب تر نورو لوبغاړو ډېرې ۴۲ منډې جوړې کړې.

د پاکستان او اسټراليا ترمنځ د يو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ سيالي اسټراليا د دوو ويکټو په توپير ګټلې وه. دويمه سیالي بیا پاکستان د ۹ ويکټو او درېيمه د اتو ويکټو په توپير وګټله.

دغه سيالۍ د اسټراليا په کوربه توب په پرټ لوبغالي کې تر سره شوې.

دواړې لوبډلې د درې شل اوره لوبو لړۍ هم لري، چې لومړۍ سيالي به یې د پنجشنبې په ورځ تر سره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبغاړو د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې درې نور مډالونه وګټل

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د بدن د ښکلا فدراسیون وایي، چې افغان لوبغاړو نن يکشنبه په مالدیف کې د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې درې د برنزو مډالونه ګټلي دي. علي رضا اساهي او محمد ایوب اعظمي د بدن ښکلا په سیالیو کې او عبدالحلیم احمدي د ورزش او فزیک په برخه کې دغه مډالونه ګټلي.

علي رضا اساهي، چې پخوا یې د بدن د ښکلا په برخه کې د مثبت ۸۰ کیلو ګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال ګټلی و، دا ځل یې د مثبت ۹۰ کیلو ګرامو په وزن کې د برونزو مډال وګاټه.

همدارنګه محمد ایوب اعظمي د بدن ښکلا په سياليو کې د ۱۰۰ کیلو ګرامه وزن کې دریم مقام خپل کړ.

بل افغان لوبغاړی عبدالحلیم احمدي د ۱۸۰ سانتي متره قد کې د سپورټ فریک په برخه کې دریم ځای خپل کړ او د برونزو مډال يې وګاټه.

د افغان لوبډلې ۹ لوبغاړو په مالديف کې د بدن ښکلا، فزيک او فټنس په پنځلسم پړاو نړیوالو سياليو کې برخه اخیستې وه.

په دې سياليو کې افغان لوبغاړو یو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو، درې د برونزو مډالونه او څلورم او پنځم مقامونه خپل کړي دي.

دغه سيالۍ د ۴۰ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په بېلابېلو وزني کټګوريو کې تر سره شوې.

100%

د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالح محمد د سنوکر په نړۍوالو لوبو کې دویم مقام وګاټه

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۴ GMT+۰

صالح محمد ګڼو هېوادونو ته په ماتې ورکولو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپل ټایلنډي سیال ته ۳ پر ۴ پایلوبه بایلوده او په یادو نړۍوالو سیالیو کې یې دویم مقام ترلاسه کړ.

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالح محمد د سنوکر په نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام تر لاسه کړ.

دغه اداره وايي، ښاغلي صالح محمد د فلسطین، اردن، عراق د سنوکر لوبغاړو ته په یو یو ځل ماتې او د هندوستان او ویلز لوبغاړو ته په دوه دوه ځله ماتې ورکولو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سونکر د نړۍوالو سیالیو پای لوبې ته لاره وموندله.

د المپیک ادارې د معلوماتو له مخې د سنوکر لوبې افغان لوبغاړی صالح محمد په پایلوبه کې د ټایلنډ هېواد له لوبغاړي سره مخ شو، خو پایلوبه ټایلنډي لوبغاړي څلور پر درې صالح محمد ته ماتې ورکړه او صالح محمد په یادو سیالیو کې د لویو په برخه کې دویم مقام تر لاسه کړ.

د سنوکر نړۍوالي لوبې د اکټوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په دوحه پیل شوې وې او د نومبر میاشتې تر نهمې نېټې یې دوام درلود.

د سنوکر په دغو نړۍوالو سیالیو کې د ۳۱ هېوادونو څخه ۶۴ لوبغاړو ګډون کړی وو.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب څلور لوبغاړو ګډون درلود.

افغان ورزشکارانو په ازبکستان کې د سرو او سپینو زرو ۵ مډالونه وګټل

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۰

د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون د تکواندو او جيټ کانډو لوبغاړو په ازبکستان کې دوه د سرو او درې د سپینو زرو مډالونه وګټل. د اتلانو نړیوال جام د ازبکستان په کوربه توب پیل شوی و، چې د نړۍ ۱۳ هېوادونو برخه پکې لرله.

د افغانستان د المپیک، بدنې روزني او روزش عمومي کمېټې د شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې دغه سيالۍ یوه اونۍ وړاندې په تاشکند کې پيل شوي وې، چې د ۱۳ هېوادونو لوبغاړو په بېلابيلو لوبو کې برخه اخیستې.

افغان المپيک ويلي، چې په دې سيالیو کې پنځو افغان لوبغاړو سره ۴ افغان هیت برخه اخيستې او دغه مډالونه یې ګټلي دي.

په دې سياليو کې د شمالي کوريا لوبغاړو د قهرمانۍ لومړۍ او د روسيې لوبغاړو دویم مقام تر لاسه کړ.

100%

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا ماته کړه

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ لوبډلې نن د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په دویمه سیالۍ کې اسټرالیا ته د نهو ویکټو په توپیر ماتې ور کړه.

اسټرالیا د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره یې په ۳۵ اورونو کې ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې په ۲۶ اور کې د یوه لوبغاړي سوځېدو سره دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په اسټرالیا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبلړۍ اوس یو په یو مساوې شوې.

راتلونکې لوبه د دواړو لپاره مهمه ده چې ور سره لوبلړۍ ګټل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د کرېکټ لوبډلې پر ننني بري خوښي ښودلې ده.

کرېکټ بورډ:د بنګله‌دېش لوبډله له افغان لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو لپاره اماراتو ته ورسېده

۱۳ لړم ۱۴۰۳ - ۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۰۰ GMT+۰

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې نړۍوالې یو ورځنۍ سیالۍ د چهار شنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه توب پیلیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډله تېره شپه متحده عربي اماراتو ته ورسېده.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د بنګله‌دېش ملي لوبډله به په دغه سفر کې د افغان ملي لوبدلې په وړاندې درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

کرېکت بورډ لیکلي، د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به د روانۍ میاشتې د نومبر په شپږمه نېټه په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي او وروستۍ لوبه به یې بیا د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شي.

افغان کرېکټ بورډ د یادې لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبدلمشرۍ د کرېکټ لوبډله د اکټوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه متحده عربي اماراتو ته لیږلې ده.

کرېکټ بورډ پر ټولنیزو رسنیو د خپلو رسمي ادرسونو له لارې د افغان لوبغاړو د تمرین کولو انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې کړې دي چې د یادې لوبلړۍ لپاره په چمتوالي بوخت دي.