• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني لومړي وزیر له ټرمپ سره په اروپا کې د سولې راوستو لپاره د همکارۍ په اړه خبرې وکړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۵ GMT+۰

د جرمني د حکومت ویاند وويل، چې د دغه هېواد لومړي وزیر اولاف شولتز د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د دوام په اړه د برلین پر لېوالتیا ټینګار وکړ.

دواړو خواوو په دې هوکړه وکړه چې اروپا ته د سولې د راتګ لپاره به په ګډه کار کوي.

ښاغلي شولتز په دې اړه خبریالانو ته وویل: «اروپایي اتحادیه باید یوځای ودریږي او په متحد ډول عمل وکړي.»

هغه زیاته کړه چې جرمني له نورو اروپايي حکومتونو او اروپايي ټولنې سره نږدې همغږي لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د هسپانیا په ختیځ کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۲۲۰ تنو واوښت

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۳۱ GMT+۰

د هسپانیې په ختیځ کې د والنسیا په ایالت کې له مرګونو سیلابونو ۱۲ ورځې وروسته تر اوسه له ۲۲۰ ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۸۰ کسان لادرکه دي چې لا هم د ورکو کسانو لټون روان دی. دا په یوه پیړۍ کې په یو اروپايي هیواد کې تر ټولو خونړی سیلاب بلل شوی دی.

د رویټرز څېړنې ښیي چې د زیانونو تر ټولو لوړ شمیر په ۱۴ ښارونو پورې اړه لري چې له وړاندې د هسپانیا د چاپیریال ساتنې وزارت له خوا د سیلابونو د لوړ خطر په توګه پیژندل شوي.

دغه سېلاب د زرګونو کورونو د ورانولو تر څنګ لسګونه کسان مړه کړي هم دي.

د سیمه ییزو رسنیو د معلوماتو له مخې اوس مهال شاوخوا ۱۷۰۰ پوځیان په والنسیا سیمه کې د لټون او ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.

د هسپانیا لومړي وزیر په خپل وروستي ګام کې دغې سیمې ته د لس زره پوځي ځواکونو د استولو امر کړی دی.

سپاه پاسداران وايي، چې په سیستان او بلوچستان کې دوی پورې د اړوند یو سازمان ۵ غړي وژل شوي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۰

د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سیستان او بلوچستان په سیرکان سراوان ولسوالۍ کې د دوی اړوند د بسیج سازمان پنځه غړي وژل شوي دي. سپاه پاسداران وايي، سیمې ته یې سرتیري لیږلي او د بریدګرو په لټه کې دي.‌

بسیج یو نیمه پوځي سازمان دی او د سپاه پاسداران یوه فرعي څانګه بلل کیږي. د سپاه پاسداران د قدس د مرکزي قوماندانۍ د عامه اړیکو دفتر، دغه پېښه "ترهګریزه" وبلله او ویې ویل، چې له برید وروسته یو شمیر ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.

ایسنا خبري اژانس د سیستان او بلوچستان د والي له قوله خبر ورکړی، چې د دغه برید ترسره کوونکي «کورني» او «سني» نه دي. په راپور کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

تر دې وړاندې، جیش العدل ډلې په دې سیمه کې د ډېریو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دغه سني او بلوڅ ډله له کلونو راهیسې د ایران د حکومت پر وړاندې جنګیږي.

تر دې مخکې د لړم په پنځمه نېټه هم جیش العدل په دغه سیمه کې لږ تر لږه ۱۰ ایراني امنیتي ځواکونه په یو برید کې وژلي وو.

تر برید وروسته ایران د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل ډلې مرکزونه په نښه کړل او اعلان یې وکړ چې د دغه برید عاملین یې وژلي دي.

اوکراین پر مسکو د لسګونو بې پیلوټه الوتکو په مټ برید کړی

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۰

کيف د یکشنبې په ورځ په ۳۴ بې پيلوټه الوتکو سره پر مسکو بريد وکړ، چې دا د اوکراین د جګړې له پيل راهيسې پر مسکو د بې پيلوټه الوتکو تر ټولو لوی بريد بلل کېږي. دغه بريدونه د دې لامل شوي، چې مسکو له دريو مهمو هوايي ډګرونو لسګونه الوتنې ودروي.

د روسیې دفاع وزارت ويلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ادارې د یکشنبې په ورځ په دریو ساعتونو کې ۳۶ بې پیلوټه الوتکې غورځولې دي.

دغه وزارت ويلي: «د روسیې فدراسیون په خاوره کې د کیف رژیم له خوا د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د ترهګرو بریدونو د ترسره کولو هڅه ناکامه شوه.»

د روسیې د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي، چې د دومودیدوو، شیریمیتیو او ژوکوفسکي هوايي ډګرونو لږ تر لږه ۳۶ الوتنې ځنډولې، خو فعاليت یې بېرته پیل کړی دی.

په مسکو کې یو تن ټپي شوی دی.

مسکو او د ددغه ښار شاوخوا سیمه، د ۲۱ ملیون نفوس په لرلو سره د نړۍ په ګڼ میشتو ښارونو کې شمېرل کیږي.

اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې د تېرې شپې په ترڅ کې ۱۴۵ بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته الوځولې دي.

کیف وویل، چې د دوی هوایي دفاعي ادارې ۶۲ بې پيلوټه الوتکې ویشتلې دي.

اوکراین همدا راز زياتوي، چې د روسیې په براینسک سیمه کې یې د وسلو پر یوه مرکز برید کړی دی.

مسکو ویلي، چې په سیمه کې یې ۱۴ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

د روسیې په ټیلیګرام چینلونو کې خپره شوې نا تایید شوې ویډیو ښیي، چې بې پیلوټه الوتکې پر اسمان الوتنې کوي.

د اوکراین په جګړه کې مسکو او کییف دواړه د یو بل پر وړاندې په بریدونو کې بې پیلوټه الوتکې کاروي.

ایران د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوې لویې برخې په اکمالولو تورن دی.

هندي رسنۍ: د کاناډا له خوا د ګړندۍ ویزې برنامې په پایته رسولو سره به زده کوونکي اغېزمن شي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۰ GMT+۰

د هندي رسنیو د راپور له مخې، کاناډا د زده کړو ګړندۍ ویزې بهیر پای ته رسولی او د کاناډا دغه پرېکړه به یو شمېر هندي زده‌کوونکي اغېزمن کړي. کاناډا دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ډيپلوماټیک مخالفت لا هم دوام لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، په سملاسي توګه کاناډا د زده کړو مشهور ګړندۍ ویزې بهیر د پای ته رسولو له پرېکړې سره به د هندي زده کړیالانو ترڅنګ په سلګونو نړۍوالو زده کوونکو باندې هم اغېزه وکړي.

د انډیا ټوډي د راپور له مخې، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په سپټمبر میاشت کې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې سږ کال تر ۳۵ سلنه لږو نړیوالو زده کوونکو ته جواز ورکوي، او راتلوونکی کال به دا شمېر ۱۰ سلنې ته راټيټ شي.

نوموړي پر اېکس لیکلي و: «کډوالي زموږ د اقتصاد لپاره یو نعمت دی، خو کله چې بد لوبغاړي له سیسټم څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د زده کونکو څخه ګټه پورته کوي، موږ یې ماتوو.»

دغه اقدام په داسې حال کې کېږي چې د هند او کاناډا ترمنځ سیاسي کړکېچ روان دی.

د هند د عالي کمېسیون په وینا د بهرنیو زده کوونکو د ټولو لوی شمېر د هندي زده کوونکو دی، چې دمګړۍ د اټکل له مخې ۴۲۷۰۰۰ زده کوونکي په کاناډا کې په زده کړو بوخت دي.

خو بل خوا د کاناډا د کډوالو ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چي: «د کاناډا حکومت ژمن دی چې ټولو نړیوالو زده کونکو ته د زده کړو اجازه لیکونو لپاره د غوښتنلیک بهیر ته مساوي او عادلانه لاسرسی ورکړي.»

د زده کوونکو لپاره د ګړندیو ویزو بهیر په ۲۰۱۸ کال کې د انتیګوا اوبار بودا، برازیل، چین، کولمبیا، کوسټاریکا، هند، مراکش، پاکستان، پیرو، فلیپین، سنیګال، او ویتنام له لومړنیو زده کړو وروسته د نورو زده کړو تر لاسه کولو لپاره پيل شو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د کاناډا د کډوالو ادارې د جمعې په ورځ ۲ بجې له غرمې وروسته د نوم لیکنې پروسه پیل کړه او د شنبې په ورځ ۱۲بجې یې ویزې ته د نوم لیکنې پروسه وتړله او ویلي و، چې پر شرایطو وړ کسانو غوښتلیکونه یې وړاندې ترلاسه کړي او هغه به وڅیړل شي.

امریکا او برېتانیا د حوثیانو تر واک لاندې سیمو باندې بریدونه وکړل

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۵ GMT+۰

په حوثیانو پورې تړلو رسنیو چې ایران یې ملاتړ کوي، په صنعا، عمران او څو نورو سیمو کې چې د حوثیانو تر واک لاندې دي، د دغې ډلې پر مرکزونو د امریکا او برېتانیا د بریدونو خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې د حوثیانو پر پوځي تاسیساتو بریدونه شوي.

حوثیانو ویلي، امریکايي او برېتانوي ځواکونو په صنعا درې بریدونه کړي او په ګڼو سیمو کې یې پوځي اډې او د وسلو ګودامونه په نښه کړي دي.

حوثیانو تر اوسه پورې د احتمالي زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې، خو دا تاییدوي چې چاودنې زورورې وې.

دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د یمن حوثیانو ګواښ کړی چې پر اسراییلي کښتیو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

دغې ډلې ټینګار وکړ چې د اسراییل د بېړیو د ملکیت بدلون په رسمیت نه پېژنی او دغه موضوع به د دغو بېړیو په نښه کولو کې د حوثیانو په پالېسۍ کې بدلون رانه ولي.

د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له شدت وروسته، حوثیانو په تیرو میاشتو کې په سور سمندرګي، د باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې پر نړۍوالو کښتیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې سمندري امنیت له ګواښ سره مخامخ کړ.

د دغو بریدونو لمن د هند تر سمندر پورې هم پراخه شوې ده.