ګوترېش: نړۍوال دې د اقلیمي بدلون د کړکېچ له امله د خلکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۹م کنفرانس ته په اشاره په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د غونډې ګډونوال باید د اقلیمي بدلون له امله د خلکو ستونزې هوارې او د هغوی هیلې پوره کړي.