طالبانو په پکتیا کې هغه کس ته د «قصاص» سزا ورکړه چې د یوه طالب په وژلو یې تورن کړی و

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په پکتیا یې هغه کس «قصاص» کړ چې د دوی په خبره د یوه طالب په وژلو تورن و. تېره ورځ د پکتیا طالب چارواکو ویلي و، چې د یوه طالب د وژلو په تور یو کس ته په عام محضر کې سزا ورکوي.





