ټرمپ مایک روبیو د بهرنیو چارو د وزیر او کبارډ د ملي استخباراتو د رییسې په توګه وټاکل

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله نوې اداره کې د فلوریډا سناتور مایک روبیو د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر په توګه غوره کړی. ټرمپ دغه راز وویل، چې هغه د کانګرس پخوانۍ ډېموکراته غړې تولسي ګبارډ د امریکا د ملي استخباراتو د رییسې په توګه غوره کړې ده.