ډونالډ ټرمپ او جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل

د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ هر کلی وکړ، ترڅو د واک د سولییز لېږد په اړه ډاډ ورکړي. د برحاله ولسمشر او د هغه د ځایناستي ترمنځ کتنه د امریکا په ډېموکراسي کې پخوانی دود دی، خو ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې دغه کار و نه کړ.