• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې پر خپلو کارکوونکو د انځور اخستلو او خپراوي بنديز ولګاوه

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۰

له ننګرهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دغه ولایت چارواکو د یو شفاهي امر له مخې خپل رییسان او مامورین له عکس اخستلو او خپرولو منع کړي. د سرچينې په خبره، طالبانو دغه پرېکړه د خپل مشر هبت الله د امر پر ځای کولو لپاره په یوه نظامي ناسته کې کړې.

له ننګرهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چارشنبې په ورځ وویل، چې د دغه ولایت د طالبانو مرستيال والي عزیزالله مصطفی د ادارو ټولو مسوولانو ته په ليږلي شفاهي پیغام کې ويلي، چې له دې وروسته عکس اخستل او خپرول منع دي.

افغانستان انټرنشنل د ننګرهار د مرستیال والي هغه پیغام چې خپلو کارمندانو ته يې لېږلی، هم ترلاسه کړی دی.

عزیزالله مصطفی له ټولو مامورینو غوښتي، چې خپل راپورونه له «روح لرونکو انځورونو» پرته په ليکلې بڼه د خپلو ادارو له لوګو یا لوحو سره خپاره کړي.

نوموړي ویلي، چې له رسنيو سره د تصويري مرکو پر ځای دې یوازې غږیزې مرکې تر سره شي.

په دغه پيغام کې د ادارو مسوولانو ته ویل شوي چې «د مشرتابه د حکم او د امربالمعروف قانون له مخې د ذيروح عکسونه اخستل او خپرول منع دي او له دې وروسته تاسو ته خبر در کړل شو، چې د ذيروح اشياوو له عکس اخستلو او خپرولو ډډه وکړئ.»

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۱۴۰۲ کال د کب په مياشت کې په کندهار کې چارواکو ته شفاهي امر کړی و، چې له رسنیو سره ویډیويي مرکې نشي کولی.

د طالبانو له بنسټګر ملا عمر نیولې تر ملا اختر محمد منصور او اوسني مشر ملا هبت الله پورې، په رسنیو کې د درې واړو یوازې یو انځور خپریږي او هیڅ ویډیويي مرکې نه لري.

د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې تلویزیوني خپرونې بندې وې او یوازې د ضرورت له مخې خلکو ته د انځور اخستو اجازه وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د هند د «کم راښکون» له امله له ټاپي پروژې نه پر وتلو غور کوي

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۰

اسلام اباد د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګاز نللیکې له پروژې نه د هند د پاموړ پانګونې او راښکون نشتوالي له امله پر وتلو غور کوي.رپوټونه وايي، چې نوی ډیلی د خپلې انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر متبادلو لارو غور کوي.

دغه پروژه چې شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې مطرح شوې، له ګڼو ننګونو سره مخ ده، خو ترکمن چارواکي هڅه کوي د افغانستان پر امنیتي ننګونو د برلاسي له لارې ددې پروژې چارې عملي پړاو ته ننوځي.

د پاکستان «دې نیوز» په خپل وروستي ځانګړي رپوټ کې ویلي چې پاکستاني تصمیم نیوونکي له ټاپي پروژې نه د وتلو په اړه فکر کوي، ځکه ددوی په باور دغه پروژه به تلپاتې نه وي او هر کال هند ته د ګاز د ټرانزیټ د فیس له اړخه۵۰۰ میلیونه ډالر له لاسه ور کوي.

رپوټونه وايي، چې نوی ډیلی د خپلې انرژۍ اړتیاوو د لرې کولو لپاره پر متبادلو لارو غور کوي، چې د طبیعي مایع ګاز واردول، انرژیکي دهلیزونه او د نوې کېدونکې انرژۍ پروژې پکې شاملې دي.

دې نیوز وايي، پاکستان هم د خپلو اړتیاو د لرې کولو لپاره د طبیعي مایع ګاز پر لور مخ اړولی دی.

په تېره سپټمبر میاشت کې ترکمنستان او طالبانو د ټاپي د افغان برخې د جوړولو اعلان وکړ، خو دا دویم ځل دی چې دغه اعلان کیږي.

په تېره اکتوبر میاشت کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې هوکړه وکړه چې د ایران- پاکستان د ګاز پروژې پر وړاندې شته ننګونې لرې کړي.

د پاکستان د محاسباتو په عمومي غونډه کې داسې اټکل شوی و، چې ښايي ددې پروژې د نه بشپړاوي له امله دغه هېواد له ۱۸ میلیارده ډالره جریمې سره مخ شي.

پاکستان د ټاپي پروژې د خپلې برخې چارو د پیل په تړاو څو ځله څرګندونې کړې دي، خو له ترکمنستان بهر ددې نللیکې د چارو د عملي پیل لپاره له تشریفاتي خبرو پرته تراوسه عملي ګام نه دی اخستل شوی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په دې وروستیو کې د ټاپي پروژې پر ارزښت په پوهنتونونو کې د سیمینارونو جوړول پیل کړي، چې خلکو ته ددې پروژې د ارزښت په اړه معلومات ور کړي.

ریچارډ بینیټ په پکتیا کې د یو تن «قصاص» غندلی

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۳ GMT+۰

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په پکتيا کې د طالبانو له لوري د یو کس قصاص غندلی او دا ډول سزا يې له بشري حقونو سرغړونه یاده کړې. نوموړي له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژر ه دي دا دول وحشتناکې سزا وې ودروي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د ګرديز په يوه لوبغالي کې د چار شنبې په ورځ (د لړم ۲۳ مه ) د یوه کس د قصاص په غبرګون کې پر خپله اېکسپاڼه د طالبانو دا او ورته نورې فزیکي سزاوې او اعدامونه غندلي دي.

نوموړي پر طالبانو ږغ کړی، چې دا ډول کړنې له بشري حقونو ښکاره سرغړونې دي.

بينيټ ليکلي: « زه پر طالبانو غږ کوم، چې ژر تر ژره دغه ظالمانه سزاګانې ودروي چې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.»

د طالبانو سترې محکمې د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پکتیا په مرکز ګردیز لوبغالي کې یې یو کس د دې ډلې د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د قصدي قتل په تور قصاص کړ.

د طالبانو سترې محکمې ويلي، چې د دې ډلې له واک ته رسیدو راهیسې یې شپږ تنه اعدام کړي دي.

طالبانو ویلي، چې د ملا هبت الله د وروستۍ پرېکړې په تمه دي، چې شاوخوا ۳۰ نورو کسانو ته هم د اعدام حکم صادر کړي.

طالبان له هالنډي پانګوالو سره د کانونو په برخه کې پر پانګونې غږېدلي

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، هالنډي پانګوالو لېوالتيا ښودلې، چې په افغانستان کې د نفت، ګاز او انرژۍ د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونې وکړي. د نړۍ د ډېرو هېوادونو سوداګر له طالبانو سره په لومړيو ليدنو کې تر ډېره د کانونو اړوند خبرې کوي.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د چارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳ مه) په يوه اعلاميه کې ويلي، چې هالنډي سوداګرو له طالب وزير هدایت الله بدري سره په لیدنه کې د نفت او ګازو په برخو کې خپلې تجربې شريکې کړې.

په اعلاميه کې راغلي: « د هالنډ پانګوال د افغانستان د نفت او ګازو د اکتشاف، استخراج او له هغو څخه د انرژۍ د تولید، د نفتو د پروسس د معیاري کارخونې د جوړولو په برخو کې لېواله دي.»

طالب وزير بدري پانګوالو ته ويلي، چې د دوی د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې به د پانګونې په زمینې برابرولو کې همکاري کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نړۍ د ډېرو هېوادونو استازي او پانګوال له طالبانو سره په خپلو لومړيو او تعقيبي ليدنو کې د کانونو اړوند ناستې کوي.

طالبانو د افغانستان کانونو، د کانونو استخراج او له بهرنیو شرکتونو سره قراردادونو ته پاملرنه ډ‌ېره کړې ده.

طالبانو خپل یوه ډله نیول شوي جنګیالي له پکتیکا نه پلچرخي زندان ته ولېږدول

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د طالبانو استخباراتو په پکتیکا ولایت کې د خپلو نیول شویو هغو جنګیالیو یوه ډله د کابل څرخي پله زندان ته لېږدولې، چې له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د پوځ خلاف د جګړو لیکو ته تلل.

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې دغه جنګیالي د پکتیکا ولایت په ګومل سرحدي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

یادو جنګیالیو غوښتل د ټي ټي پي له جنګیالیو سره جنوبي وزیرستان ته لاړ شي.

سرچینې وویل چې "دغو طالبانو د تصفیې فورمې درلودې او د طالبانو حکومت په امنیتي ادارو کې یې بایومتریک کړی و".

سرچینه وایي، چې طالبان خپل بایومتریک شوي جنګیالي نه پرېږدي چې له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړو ته لاړ شي، خو پر عامو افغان کار نه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، "د طالبانو حکومت په دې تور نیول شوي جنګیالي له دریو تر شپږو میاشتو پورې په زندانونو کې ساتي".

تېره ورځ افغانستان انټرنشنل رپوټ ور کړی و چې طالبانو د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې خپل یو شمېر هغه جنګیالي او قوماندانان نیولي چې د "ټي ټي پي" لیکو ته یې افغان جنګیالي جذبول.

سرچینې وویل، چې ددې نیونو په لړ کې د خوست ولایت استخباراتو په مندوزیو ولسوالۍ کې د سنګري په نوم یو مشهور طالب قوماندان هم نیولی دی.

یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخبارات د ټي ټي پي په لیکو کې جنګېدونکي خپل هغه جنګیالي نیسي چې پخوا بایومټریک شوي دي. سرچینې وویل، "دغه جنګیالي چې نیول کیږي او یا وژل کیږي، د پېژندلو امکان یې ډېر وي. اوس د استخباراتو ریاستونه هغه جنګیالي نیسي چې ګوتې یې په بایومټریک کې راووځي".

په دې وروستیو کې د طالبانو ګڼ شمېر جنګیالي چې له دې ډلې ناراضه شوي او یا د تصفیې په بهیر کې له دندو لرې شوي، د مفتي نور ولي په مشرۍ د پاکستان د طالبانو تحریک او حافظ ګل بهادر ډلې سره یوځای شوي دي.

په دې جنګیالیو کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني او میدان وردګو ولایتونو طالبان شامل دي چې یو شمېر یې د پاکستان له پوځ سره په نښتو کې وژل شوي.

یادې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل چې د پاکستاني طالبانو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی او د طالبانو حکومت د اسلام اباد له فشارونو د ځان خلاصي په موخه د خپلو بایومټریک شویو جنګیالیو او سرګروپانو پر نیولو لاس پورې کړی.

منظور پشتین د " احتمالي ترور" د ګواښ له امله خپل فعالیتونه ځنډولي

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین له پښتون قومي جرګې وروسته له "پرله پسې ګواښونو"سره مخ دی او له تېرو دوو اونیو راهیسې د رسنیو او عامو خلکو پر وړاندې نه دی راڅرګند شوی.

د پي ټي اېم یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې "پشتین هممهاله د "ترور ډلې" او امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې دی".

نوموړي ونه ویل چې د ترور ډله څوک ده، خو له دې وړاندې ددغه غورځنګ مشرانو خبرداری ور کړی، چې که پشتین ته زیان ورسیږي، مسوولیت به یې د پاکستان د امنیتي ادارو پرغاړه وي.

د پاکستان فدرالي حکومت د اکتوبر پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د منع شويو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړ او پر فعالیتونو یې بندیز ولګاوه.

د پاکستان فدرالي حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې "پښتون ژغورنې غورځنګ په یولړ امنیت ضد کړنو کې ښکیل دی."

هممهاله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د پي ټي ایم د ملاتړو شناختي کارډ او پاسپورټونه به بند کړي او څوک چې له بنديز وروسته د پي ټي اېم ملاتړ کوي و به نيول شي او د ثبوت لپاره به ترې ویډیوګانې وشي.

د پي ټي اېم غړو افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې په ټول پاکستان کې ددغه غورځنګ څه باندې زر تنه غړي نیول شوي او د سلګونو نورو کسانو بانکي اکاونټونه، شناختي کارډ او پاسپورټونه بلاک کړای شوي او له ځینو ویډیويي اقرار اخستل شوی.

د پاکستان حکومت د عامه نظم د خوندیتوب مقرراتو له مخې د پي ټي اېم ګڼ غړي نیولي او ډېر نور یې د ترهګرۍ ضد قانون (اې ټي اې)په څلورمه برخه "شیډول۴" کې اچولي چې له یوې ولسوالۍ نه بلې ولسوالۍ ته د کمشنر یا ولسوال له اجازې پرته تګ او راتګ نه شي کولای.

سندرغاړي شوکت عزیز ته، چې د پي ټي اېم لپاره سندرې جوړوي او څو ورځې وړاندې له هریپور زندان نه خوشی شو، د هغه د سټوډیو مالک خبر ور کړی چې دوکان خالي کړي، ځکه امنیتي ادارې پرې فشار راوړي.

د عزیز بانک اکاونټ او نور سفري سندونه مسدود شوي دي.

افتاب شینواری پشتین د پي ټي اېم یو بل غړی دی چې د دفتر او کور مالکانو ورته ویلي چې د راتلونکې میاشتې تر لومړۍ نېټې ددوی له ملکیتونو ووځي. د نوموړي شناختي کارډ، پاسپورټ، د کار جواز او بانکي حسابونه ټول مسدود شوي. هغه پر خپل سوشل اکاونټ لیکلي چې " د ماشومانو د ښوونځي د فیس ورکولو جوګه نه یم، خپله به کور کې درس ورته ووایم".

قاضي طاهر مسید د پي ټي اېم بل جګپوړی غړی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه یې نوم په"شیډول ۴" کې اچول شوی او بانکي حسابونه، اسناد او کاروبار یې ټول بند کړای شوي دي.

پر دې سربېره د خیبر ولسوالۍ د باړې د سیاسي غورځنګ مشر خان ولي اپریدی نیول شوی او د کوکي خېلو قبیلې هغه مشران"شیډول۴" نوملړ ته اچول شوي چې د پي ټي اېم او پښتون قومي جرګې ملاتړ یې کړی.

پښتون ژغورنې غورځنګ له پښتون قومي جرګې وروسته د خیبر پښتونخوا په ټولو ولسوالیو کې د امن په نامه د پاڅونونو اعلان کړی و خو له څو پاڅونونو وروسته دغه بهیر اوس غلی دی.

د پي ټي اېم دوو غړو افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل چې "منظور پشتین د غورځنګ د مشرتابه کمېټې په مشوره غوره ګڼلې چې د وژلو او نیولو ګواښونو د کچې تر ټیټېدو پورې ځان تر یوه وخته له سوشل میډیا، رسنیو او په غونډو کې له راښکاره کېدو لرې وساتي".

منظور پشتین او د نوموړي غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او ددغه هېواد پوځ او څارګرې ادارې د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.