
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، هالنډي پانګوالو لېوالتيا ښودلې، چې په افغانستان کې د نفت، ګاز او انرژۍ د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونې وکړي. د نړۍ د ډېرو هېوادونو سوداګر له طالبانو سره په لومړيو ليدنو کې تر ډېره د کانونو اړوند خبرې کوي.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د چارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳ مه) په يوه اعلاميه کې ويلي، چې هالنډي سوداګرو له طالب وزير هدایت الله بدري سره په لیدنه کې د نفت او ګازو په برخو کې خپلې تجربې شريکې کړې.
په اعلاميه کې راغلي: « د هالنډ پانګوال د افغانستان د نفت او ګازو د اکتشاف، استخراج او له هغو څخه د انرژۍ د تولید، د نفتو د پروسس د معیاري کارخونې د جوړولو په برخو کې لېواله دي.»
طالب وزير بدري پانګوالو ته ويلي، چې د دوی د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې به د پانګونې په زمینې برابرولو کې همکاري کوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نړۍ د ډېرو هېوادونو استازي او پانګوال له طالبانو سره په خپلو لومړيو او تعقيبي ليدنو کې د کانونو اړوند ناستې کوي.
طالبانو د افغانستان کانونو، د کانونو استخراج او له بهرنیو شرکتونو سره قراردادونو ته پاملرنه ډېره کړې ده.

د طالبانو استخباراتو په پکتیکا ولایت کې د خپلو نیول شویو هغو جنګیالیو یوه ډله د کابل څرخي پله زندان ته لېږدولې، چې له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د پوځ خلاف د جګړو لیکو ته تلل.
یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې دغه جنګیالي د پکتیکا ولایت په ګومل سرحدي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
یادو جنګیالیو غوښتل د ټي ټي پي له جنګیالیو سره جنوبي وزیرستان ته لاړ شي.
سرچینې وویل چې "دغو طالبانو د تصفیې فورمې درلودې او د طالبانو حکومت په امنیتي ادارو کې یې بایومتریک کړی و".
سرچینه وایي، چې طالبان خپل بایومتریک شوي جنګیالي نه پرېږدي چې له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړو ته لاړ شي، خو پر عامو افغان کار نه لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، "د طالبانو حکومت په دې تور نیول شوي جنګیالي له دریو تر شپږو میاشتو پورې په زندانونو کې ساتي".
تېره ورځ افغانستان انټرنشنل رپوټ ور کړی و چې طالبانو د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې خپل یو شمېر هغه جنګیالي او قوماندانان نیولي چې د "ټي ټي پي" لیکو ته یې افغان جنګیالي جذبول.
سرچینې وویل، چې ددې نیونو په لړ کې د خوست ولایت استخباراتو په مندوزیو ولسوالۍ کې د سنګري په نوم یو مشهور طالب قوماندان هم نیولی دی.
یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخبارات د ټي ټي پي په لیکو کې جنګېدونکي خپل هغه جنګیالي نیسي چې پخوا بایومټریک شوي دي. سرچینې وویل، "دغه جنګیالي چې نیول کیږي او یا وژل کیږي، د پېژندلو امکان یې ډېر وي. اوس د استخباراتو ریاستونه هغه جنګیالي نیسي چې ګوتې یې په بایومټریک کې راووځي".
په دې وروستیو کې د طالبانو ګڼ شمېر جنګیالي چې له دې ډلې ناراضه شوي او یا د تصفیې په بهیر کې له دندو لرې شوي، د مفتي نور ولي په مشرۍ د پاکستان د طالبانو تحریک او حافظ ګل بهادر ډلې سره یوځای شوي دي.
په دې جنګیالیو کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني او میدان وردګو ولایتونو طالبان شامل دي چې یو شمېر یې د پاکستان له پوځ سره په نښتو کې وژل شوي.
یادې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل چې د پاکستاني طالبانو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی او د طالبانو حکومت د اسلام اباد له فشارونو د ځان خلاصي په موخه د خپلو بایومټریک شویو جنګیالیو او سرګروپانو پر نیولو لاس پورې کړی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین له پښتون قومي جرګې وروسته له "پرله پسې ګواښونو"سره مخ دی او له تېرو دوو اونیو راهیسې د رسنیو او عامو خلکو پر وړاندې نه دی راڅرګند شوی.
د پي ټي اېم یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې "پشتین هممهاله د "ترور ډلې" او امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې دی".
نوموړي ونه ویل چې د ترور ډله څوک ده، خو له دې وړاندې ددغه غورځنګ مشرانو خبرداری ور کړی، چې که پشتین ته زیان ورسیږي، مسوولیت به یې د پاکستان د امنیتي ادارو پرغاړه وي.
د پاکستان فدرالي حکومت د اکتوبر پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د منع شويو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړ او پر فعالیتونو یې بندیز ولګاوه.
د پاکستان فدرالي حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې "پښتون ژغورنې غورځنګ په یولړ امنیت ضد کړنو کې ښکیل دی."
هممهاله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د پي ټي ایم د ملاتړو شناختي کارډ او پاسپورټونه به بند کړي او څوک چې له بنديز وروسته د پي ټي اېم ملاتړ کوي و به نيول شي او د ثبوت لپاره به ترې ویډیوګانې وشي.
د پي ټي اېم غړو افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې په ټول پاکستان کې ددغه غورځنګ څه باندې زر تنه غړي نیول شوي او د سلګونو نورو کسانو بانکي اکاونټونه، شناختي کارډ او پاسپورټونه بلاک کړای شوي او له ځینو ویډیويي اقرار اخستل شوی.
د پاکستان حکومت د عامه نظم د خوندیتوب مقرراتو له مخې د پي ټي اېم ګڼ غړي نیولي او ډېر نور یې د ترهګرۍ ضد قانون (اې ټي اې)په څلورمه برخه "شیډول۴" کې اچولي چې له یوې ولسوالۍ نه بلې ولسوالۍ ته د کمشنر یا ولسوال له اجازې پرته تګ او راتګ نه شي کولای.
سندرغاړي شوکت عزیز ته، چې د پي ټي اېم لپاره سندرې جوړوي او څو ورځې وړاندې له هریپور زندان نه خوشی شو، د هغه د سټوډیو مالک خبر ور کړی چې دوکان خالي کړي، ځکه امنیتي ادارې پرې فشار راوړي.
د عزیز بانک اکاونټ او نور سفري سندونه مسدود شوي دي.
افتاب شینواری پشتین د پي ټي اېم یو بل غړی دی چې د دفتر او کور مالکانو ورته ویلي چې د راتلونکې میاشتې تر لومړۍ نېټې ددوی له ملکیتونو ووځي. د نوموړي شناختي کارډ، پاسپورټ، د کار جواز او بانکي حسابونه ټول مسدود شوي. هغه پر خپل سوشل اکاونټ لیکلي چې " د ماشومانو د ښوونځي د فیس ورکولو جوګه نه یم، خپله به کور کې درس ورته ووایم".
قاضي طاهر مسید د پي ټي اېم بل جګپوړی غړی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه یې نوم په"شیډول ۴" کې اچول شوی او بانکي حسابونه، اسناد او کاروبار یې ټول بند کړای شوي دي.
پر دې سربېره د خیبر ولسوالۍ د باړې د سیاسي غورځنګ مشر خان ولي اپریدی نیول شوی او د کوکي خېلو قبیلې هغه مشران"شیډول۴" نوملړ ته اچول شوي چې د پي ټي اېم او پښتون قومي جرګې ملاتړ یې کړی.
پښتون ژغورنې غورځنګ له پښتون قومي جرګې وروسته د خیبر پښتونخوا په ټولو ولسوالیو کې د امن په نامه د پاڅونونو اعلان کړی و خو له څو پاڅونونو وروسته دغه بهیر اوس غلی دی.
د پي ټي اېم دوو غړو افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل چې "منظور پشتین د غورځنګ د مشرتابه کمېټې په مشوره غوره ګڼلې چې د وژلو او نیولو ګواښونو د کچې تر ټیټېدو پورې ځان تر یوه وخته له سوشل میډیا، رسنیو او په غونډو کې له راښکاره کېدو لرې وساتي".
منظور پشتین او د نوموړي غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او ددغه هېواد پوځ او څارګرې ادارې د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر وایي؛ کفار د اسلامي نظام او د امربالمعروف قانون پسې منفي تبلیغات کوي. محمد خالد حنفي وایي: «کفار په اسلامي نظام او قوانینو پسې منفي تبلیغات کوي؛ خو د دوی دا تبلیغات ناکامه دي او لا به هم ناکامه شي.»
نوموړي دغه خبرې د امربالمعروف د قانون د ښه نافذولو اړوند غونډې ته وکړې او زیاته یې کړه: «دلته کفارو یوازي فزیکي اشغال نه؛ بلکي فکري اشغال هم کړی وو؛ نو دا زموږ او ستاسو ټولو ګډ مسئولیت دی، چي د هېوادوالو ښه ذهن جوړونه وکړو».
نوموړي بیا دا روښانه کړې نه ده، چې له کفارو یې موخه څوک دي.
تر دې مخکې په کندهار کې طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ملاهبت الله د امربالمعروف د نوي قانون په پلي کېدو کې جدي دی او نوموړي د دغه قانون د پلیتابه لپاره د خپلې کابینې ځینو غړو ته، چې په پټه د فرمانونو مخالفت کوي، جدي خبرداری ورکړی.
د طالبانو سرچینو ویلي، چې ملا هبت الله په ځینو ولایتونو کې د امربالمعروف قانون د نه پلي کېدو له امله غوسه شوی او د یاد وزارت وزیر یې مکلف کړی، چې په ولایتونو وګرځي او سیمه ییزې ادارې د قانون پلیتابه ته اړ باسي.
د طالبانو د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز لیکلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د حج او اوقاف وزیر نور محمد ثاقب ویلي: «اسلامي نطام او شریعت نافذ دی، ازادي ده ولس ارامه ژوند کوي.»
نوموړي د امربالمعروف او نهې عنالمنکر قانون د ښه تطبیق په برخه کي د خلکو همکاري اړینه بللې ده.
خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کراتو ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږګیو، رسنیو او مدني ټولنو لپاره وضعیت خورا بد شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان د سې شنبه په ورځ وویل، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱پېښې ثبت شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پولیو ۲۳ او په پاکستان کې ۴۸ پېښې ثبت شوې دي.
تېره اوونۍ د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوې دي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند په دې وروستیو کې ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
په افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين هم د طالبانو له خوا له شاوخوا يوې نيمې مياشتې ځنډ وروسته د لړم په اوومه پيل شو، چې په ترڅ کې يې له پنځو کلونو کم عمره سلګونه زره ماشومان واکسين شول.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پېښو په اړه هره میاشت شمېرې وړاندې کوي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، تېر کال د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پېښې په افغانستان او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.
د طالبانو د ریاست الوزرا سياسي مرستیال په بامیان ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې یوځل بیا افغانستان ته د پخوانیو افغان چارواکو پر ستنېدو ټینګار کړی. کبیر یادې غونډې ته په خبرو کې ادعا وکړه، چې ددوی حکومت «د ټولو خلکو ارزو وه او ټول افغانان یې د مالکیت حق لري».
مولوي کبیر د سه شنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د بامیان په مرکز کې جوړه شوې، ددغه ولایت خلک له دې امله وستایل، چې دده په وینا د طالبانو له حکومت سره همکاري لري او چاته د مخالف حرکت اجازه نه ورکوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان یاد کړ او ویې ویل چې« پخواني چارواکي او مسوولین کولای شي هېواد ته راستانه شي، د هغوی د راتګ پر وړاندې ستونزه نشته».
خو دغه بلنه داسې مهال ده، چې طالبانو سیاسي ګوندونه او فعالیتونه بند کړي او په افغانستان کې د میشتو پخوانيو چارواکو او سیاسي مشرانو فعالیت ددوی تر شخصي ناستو محدود شوی.
کبیر وویل چې په تېرو دریو کلونو کې ددوی حکومت په سیاسي او اقتصادي ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري او په افغانستان کې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو استازولۍ فعالې دي.
کبیر ادعا وکړه، چې « نړۍ عملا حقایقو ته تسلیمه شوې ده، خو یوازې رسمي اعلان پاتې او افغانستان په سیاسي لحاظ مخ پر وړاندې روان دی».
د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلي او په مکرر ډول دا ډله له بشري حقونو په سرغړونو تورنوي.
د طالبانو دغه چارواکي دغه راز وویل، چې په تېرو دریو کلونو کې د دوی حکومت داسې پروژې پلې کړې چې په شلو کلونو کې نه وې پلې شوې.