• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنفي: کفار اوس اسلامي نظام او امر بالمعروف قانون پسې منفي تبلیغات کوي، دا تبلیغات ناکام دي

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر وایي؛ کفار د اسلامي نظام او د امربالمعروف قانون پسې منفي تبلیغات کوي. محمد خالد حنفي وایي: «کفار په اسلامي نظام او قوانینو پسې منفي تبلیغات کوي؛ خو د دوی دا تبلیغات ناکامه دي او لا به هم ناکامه شي.»

نوموړي دغه خبرې د امربالمعروف د قانون د ښه نافذولو اړوند غونډې ته وکړې او زیاته یې کړه: «دلته کفارو یوازي فزیکي اشغال نه؛ بلکي فکري اشغال هم کړی وو؛ نو دا زموږ او ستاسو ټولو ګډ مسئولیت دی، چي د هېوادوالو ښه ذهن جوړونه وکړو».

نوموړي بیا دا روښانه کړې نه ده، چې له کفارو یې موخه څوک دي.

تر دې مخکې په کندهار کې طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ملاهبت الله د امربالمعروف د نوي قانون په پلي کېدو کې جدي دی او نوموړي د دغه قانون د پلیتابه لپاره د خپلې کابینې ځینو غړو ته، چې په پټه د فرمانونو مخالفت کوي، جدي خبرداری ورکړی.

د طالبانو سرچینو ویلي، چې ملا هبت الله په ځینو ولایتونو کې د امربالمعروف قانون د نه پلي کېدو له امله غوسه شوی او د یاد وزارت وزیر یې مکلف کړی، چې په ولایتونو وګرځي او سیمه ییزې ادارې د قانون پلیتابه ته اړ باسي.

د طالبانو د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز لیکلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د حج او اوقاف وزیر نور محمد ثاقب ویلي: «اسلامي نطام او شریعت نافذ دی، ازادي ده ولس ارامه ژوند کوي.»

نوموړي د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د ښه تطبیق په برخه کي د خلکو همکاري اړینه بللې ده.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کراتو ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږګیو، رسنیو او مدني ټولنو لپاره وضعیت خورا بد شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان او پاکستان کې ۷۱ ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شوي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان د سې شنبه په ورځ وویل، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱پېښې ثبت شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پولیو ۲۳ او په پاکستان کې ۴۸ پېښې ثبت شوې دي.

تېره اوونۍ د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند په دې وروستیو کې ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين هم د طالبانو له خوا له شاوخوا يوې نيمې مياشتې ځنډ وروسته د لړم په اوومه پيل شو، چې په ترڅ کې يې له پنځو کلونو کم عمره سلګونه زره ماشومان واکسين شول.

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پېښو په اړه هره میاشت شمېرې وړاندې کوي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، تېر کال د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پېښې په افغانستان او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.

مولوي کبیر په بامیان کې: پخواني چارواکي او مسوولان کولای شي هېواد ته راستانه شي

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا سياسي مرستیال په بامیان ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې یوځل بیا افغانستان ته د پخوانیو افغان چارواکو پر ستنېدو ټینګار کړی. کبیر یادې غونډې ته په خبرو کې ادعا وکړه، چې ددوی حکومت «د ټولو خلکو ارزو وه او ټول افغانان یې د مالکیت حق لري».

مولوي کبیر د سه شنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د بامیان په مرکز کې جوړه شوې، ددغه ولایت خلک له دې امله وستایل، چې دده په وینا د طالبانو له حکومت سره همکاري لري او چاته د مخالف حرکت اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان یاد کړ او ویې ویل چې« پخواني چارواکي او مسوولین کولای شي هېواد ته راستانه شي، د هغوی د راتګ پر وړاندې ستونزه نشته».

خو دغه بلنه داسې مهال ده، چې طالبانو سیاسي ګوندونه او فعالیتونه بند کړي او په افغانستان کې د میشتو پخوانيو چارواکو او سیاسي مشرانو فعالیت ددوی تر شخصي ناستو محدود شوی.

کبیر وویل چې په تېرو دریو کلونو کې ددوی حکومت په سیاسي او اقتصادي ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري او په افغانستان کې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو استازولۍ فعالې دي.

کبیر ادعا وکړه، چې « نړۍ عملا حقایقو ته تسلیمه شوې ده، خو یوازې رسمي اعلان پاتې او افغانستان په سیاسي لحاظ مخ پر وړاندې روان دی».

د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلي او په مکرر ډول دا ډله له بشري حقونو په سرغړونو تورنوي.

د طالبانو دغه چارواکي دغه راز وویل، چې په تېرو دریو کلونو کې د دوی حکومت داسې پروژې پلې کړې چې په شلو کلونو کې نه وې پلې شوې.

حشمت غني: د حمد الله محب په مشرۍ امنیت شورا قومندانانو ته د تسلیمۍ ټلیفونونه کول

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني وايي د حکومت د پرځېدو پرمهال «د حمدالله محب په مشرۍ امنیت شورا سرحدي قومندانونو ته تلیفونونه کول، چې طالبانو ته تسلیم شي.» حشمت غني په یوه ویډیوي پېغام کې زیاتوي پخوانی ولسمشر غني له امنیتي حالتو لرې ساتل شوی و.

په یوه ویډیوي کلپ کې حشمت غني د تېر حکومت د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب، د چارو ادارې پخواني مشر محمود فضلي او د ولسمشرۍ دفتر پخواني رییس شاکر کرګر نومونه اخیستي دي.

حشمت غني ادعا کوي چې دغو کسانو اشرف غني له حالتو ناخبره ساتلی و.

دی زیاتوي د افغانستان د سقوط پرمهال دغو چارواکو د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره اړیکې درلودې او د هغه وخت د امنیت شورا دفتر له خوا سرحدي قومندانونو او ولسوالانو ته تلفونونه کېدل چې طالبانو ته تسلیم شي.

حشمت غني:« که تاسې له قومندانانو او ولسوالانو پوښتنه وکړئ چا ورته تلیفونونه کول؟ خو همدا شورا امنیت ورته تلیفونونه کول چې طالبانو ته تسلیم شئ.»

د اشرف غني ورور وايی چې پر دغو دریو ځوانانو ولسمشر غني اعتبار وکړ، خو دوی «وطن خرڅ کړ.»

حشمت غني زیاتوي په دې وروستیو کې دغه پخواني افغان چارواکي فعال شوي دي او اشرف غني په نامه اړیکې نیسي.

حشمت غني دا په ډاکه نه کړه چې له کومې ډلې او یا هم کوم هېواد سره د پخواني ولسمشر اشرف غني په نامه اړیکې نیول شوې دي.

پخواني ولسمشر اشرف غني هم له سقوط وروسته یوه مرکه کې وویل، زما هدایت دا و چې خوست ته لاړ شم خو محب راته وویل چې خوست او جلال اباد هم سقوط کړی او زه نه بوهېدم چې چېرته ته روان یم.

د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني له ویډیوي پېغام څخه ۸ ساعته تېریږي خو تر دې دمه حمدالله محب، محمود فضلي او شاکر کرګر کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د چارو ادارې رییس:څوک چې له هېواده وتلي هغوی ته دې خدای «هدایت» وکړي

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د طالبانو حکومت د چارو ادارې رییس وايي، په تېرو شلو کلونو کې د روغتیا په برخه کې پام وړ کار نه دی شوی او «د صحت په نامه د صحت تخریب» شوی. نوموړي وویل، چې بهر ته تللو کسانو ته دې خدای «هدایت» وکړي.

د طالبانو حکومت د چارو ادارې رییس نور الحق انور د سه شنبې پر ورځ په کابل کې د سرطان مخنیوي موسسې د پرانېستې مراسمو کې وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې د روغتیا سکتور تخریب شوی، خو اوس د تخریب پړاو په تېرېدو دی.

نوموړي زیاته کړه، « دلته چې کوم کار د صحت په نامه د صحت د تخریب لپاره کېده اوس هغه مرحله نوره په تېرېدو ده، اوس به سالم رقابت رامنځته کیږي».

انور وايي، چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د موربه په ګډون ګڼ بمونه او کیمیاوي توکي کارولي چې افغانان یې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي.

داسې مهال چې د طالبانو په ادارو کې په غوڅ ډول ددې ډلې کسان ګومارل شوي او پر مسلکي کادرونو یې کړۍ تنګه کړې، نوموړی بهر ته د افغان کادرونو وتل بې وفايي بولي.

یاد طالب چارواکي وویل، « که یو تعداد خلک له دې ځایه ځي، یو تعداد خلک بېرته راځي.ضمنا باید ووایم چې که موږ له لاسه ورکړي یا تللي، الله دې هغوی ته هدایت وکړي، یقینا هغه حقوق د افغانانو چې ددوی له دې رشتې او تخصص سره وابسته وو، دوی ورسره بې وفایي وکړه او تاریخ دا نه شي هېرولی او څوک چې راغلل او راځي تاریخ دانه شي هېرولی».

د چارو ادارې رییس له دې وړاندې هم پر جمهوري نظام نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د تېرې ادارې اړتیاوې له بهره پوره کېدې.

د طالبانو ددغه چارواکي څرګندونې داسې مهال دي چې افغانستان په تېرو دریو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي او د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې له اړخه په ډېرو زیانمنو هېوادونو کې شمېرل کیږي.

تېره ورځ د کاپیسا ولایت روغتیايي کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د دغه ولایت شاوخوا ۸۰۰ روغتیايي کارکوونکو له تېرو څلورو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخستي.

فرانس خبري اژانس: طالبانو په ډیپلوماټیکه برخه کې مهمې بریاوې خپلې کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې یو شمېر افغان ډېپلوماټان د طالبانو په غوښتنه په لندن او اوسلو کې د افغانستان د سفارتونو تړل کېدل د دې ډلې د منلو یو ګام ګڼي.

دغه خبري اژانس لیکلي چې دا پرمختیاوې د طالبانو لپاره مهمه ډیپلوماټیکه بریا ګڼل کېږي

په لندن او اوسلو کې د افغانستان سفارتونه چې د تېر افغان حکومت د ډېپلوماټانو له خوا اداره کېدل د طالبانو په غوښتنه وتړل شول.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د سفارت تړل داسې توجیه کړل، چې په حقیقت کې افغان حکومت د طالبانو په واک کې دي.

لندن هم د طالبانو په غوښتنه دغه اقدام د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره د چلند په توګه تعبیر کړ.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو دوو هېوادونو پرېکړې د ډېرو له خوا طالبانو ته تسلیمېدل او د افغانستان له ډېموکراتیکو ارمانونو سره خیانت ګڼل کېږي.

په بلجیم کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزي دغه عمل خیانت وباله او ویې ویل: "څنګه د داسې ډلې لیک ته مثبت ځواب ووایئ چې تاسو یې په رسمیت نه پیژنئ؟"

په سیمه ییز امنیت او د کډوالۍ په ډیپلوماسۍ کې د طالبانو رول
راپور زیاتوي چې د طالبانو په وړاندې د لویدیځو هېوادونو په دریځ کې د دې بدلون یو اصلي لامل امنیتي او د کډوالۍ مسایل دي.

تر دې دمه طالبان په اروپا کې له پنځو سیاسي استازوالیو یانې په هالنډ، هسپانیا، چک جمهوریت او بلغاریا کې د افغانستان سفارتونه او د جرمني په مونیخ ښار کې د افغانستان کونسلګري سره تعامل لري.

په راپور کې راغلي چې په جرمني کې ځینې افغان ډېپلوماټانو هم اندېښمن دي، چې جرمني هم د لندن او اسلو په څېر چلند و نه کړي.

ویل کېږي، چې جرمني له طالبانو سره د یو شمېر «مجرمو افغانانو» د شړلو په اړه خبرې کوي او د قطر او ازبکستان په منځګړتوب ښايي تړنونه وشي.
راپور زیاته کړې چې د داعش له خوا د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو سره لویدیځ هېوادونه په دې لټه کې دي، چې طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یوه امنیتي ملګري په توګه وپېژني.

فرانس پرېس اژانس لیکلي چې حتا ځیني کارپوهان په دې باور دي چې لویدیځ هېوادونه مجبور دي چې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو په توګه له طالبانو سره عملي اړیکې ټینګې کړي.

د طالبانو لپاره یوه مهمه ډېپلوماتیکه بریا
که څه هم د بریتانیا او ناروې پریکړه کوچنۍ ښکاري، خو دا د طالبانو لپاره یوه مهمه ډېپلوماتیکه بریا ګڼل کېږي او دا ښیي چې نړۍ ورو ورو د افغانستان نوي واقعیت منلو ته اړ کیږي.

د افغانستان د برخې یو څېړونکی ګیل دورونسورو په دې باور دی چې د بریتانیا او ناروې پریکړه په حقیقت کې د دې ښکارندویي کوي چې لویدیځ په نارسمي ډول طالبان د افغانستان لپاره د یوازیني انتخاب په توګه مني.

د فرانسې خبري اژانس همداراز لیکلي چې په اذربایجان کې د اقلیم د بدلون په اړه په نړیواله غونډه کې د طالبانو حضور له دغې ډلې سره د نړۍ د لا زیات رسمي تعامل د بهیر د پیل نښه ده.

راپور زیاتوي، داسې ښکاري چې طالبان په تدریجي ډول یو ډول نړیوال مشروعیت ترلاسه کوي او ښايي دا بهیر په راتلونکي کې هم دوام ولري.