په تېره یوه میاشت کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۲۰تنه مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي

په غزه کې خیریه بنسټونه وایي، چې د اکتوبر له ۱۰مې څخه د نومبر تر ۱۳مې پورې په غزه کې د اسراییل هوایي بریدونو لږ تر لږه ۲۰ مرستندویه کارکوونکي وژلي دي.

په غزه کې خیریه بنسټونه وایي، چې د اکتوبر له ۱۰مې څخه د نومبر تر ۱۳مې پورې په غزه کې د اسراییل هوایي بریدونو لږ تر لږه ۲۰ مرستندویه کارکوونکي وژلي دي.
دغې ډلې په یوه نوي راپور کې ویلي: «دغه کارکوونکي په خپلو کورونو، د بې ځایه شویو په پنډغالو کې او د مرستې رسولو پر مهال وژل شوي دي.»
دغه بنسټونو زیاته کړې ده:« ډېری مرستندویه کارکوونکو د کورنۍ نږدې غړي او خپلوان هم له لاسه ورکړي دي.»
راپور کې ویل شوي، چې د اسراییلي چارواکو سره مخکې تر مخکې له شوې همغږۍ سره، سره د دوی په موټرو برید شوی.
په غزه کې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې تر ۳۰۰ ډېر مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي، چې د نړۍ په کچه په هر دغسې ناورین کې ترټولو لوړه شمېره یادېږي.

د پاکستان د طالبانو تحریک وايي، چې د بلوچستان له کویټې ورسره د ابو عمر په مشرۍ یوه بله وسلهواله ډله یو ځای شوې ده.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټي ټي پي له لوري په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان له کويټې څخه د ابو عمر په مشرۍ یوه وسله واله ډله ورسره یو ځای شوې او د دغې ډلې مشر ابو عمر د تحریک طالبان پاکستان له مشر نور ولي محسود سره بیعت کړی؛ خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ډله څومره وسلهوال کسان لري او کله یې له دغې ډلې سره د بیعت خبره کړې ده.
تر دې وړاندې هم ټيټيپي په بلوچستان او وزیرستان کې له دوی سره د ځینو وسلهوالو ډلو د یو ځای کېدو خبره کړې وه.
تحریک طالبان پاکستان تر دې مخکې هم په پاکستان کې له ټولو مخالفو ډلو غوښتي، چې له دوی سره یو ځای شي چې په دې توګه په ټول پاکستان کې«اسلامي او شرعي نظام » ټینګ شي.
که څه هم چې تر اوسه د ټيټيپي سره د دغې نوې ډلې د یو ځای کېدو په اړه کومې خپلواکې سرچېنې څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د پاکستان پوځ په وار، وار ویلي و، چې دوی د ټولو وسلهوالو ډلو پر ضد عملیات پیل کړي او تر ډېره یې دغه ډلې سختې ځپلې هم دي.
پوځ همدا تېره ورځ په یوه بیان کې ويلي، چې د بلوچستان او وزیرستان په دوو پوځي عملیاتو کې یې ۱۲ وسله وال وژلي دي.

ایراني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ؛ هغه سړی چې په تېرو دوو لسیزو کې په لسګونو جنسي تېریو تورن و، په عام محضر کې اعدام شو. محمد علي سلامت د ایران د سترې محکمې له خوا د اعدام له سزا وروسته په دار وځړول شو.
د ایران دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې سلامت د سې شنبه په شین سهار د همدان ښار په لویدیځ کې په یوې هدېره کې په دار وځړول شو.
شاوخوا دوه سوو ښځو دغه ۴۳ کلن سړی چې په همدان کې د یوه درملتون او د یوه ورزشي کلب خاوند و، په جنسي تېري تورن کړی و.
ویل کېږي، چې هغه په تېرو شلو کلونو کې دا "جنایات" ترسره کړي دي.
د دغه راپور له مخې، په ډېرو مواردو کې سلامت د واده له وړاندیز یا هم د لیدلو وروسته پر خپلو قربانیانو جنسي تېری کړی دی.
ویل کېږي، چې نوموړي ځینو ښځو ته د جنین د سقط ګولۍ هم ورکولې، چې په ایران کې ناقانونه دي.
د دغه راپور له مخې، د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د سلامت له نیول کېدو وروسته په سلګونه کسان د همدان ښار په محکمه کې راغونډ شول او هغه ته یې د مرګ د سزا غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سپټمبر په میاشت کې وویل، چې ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کیږي.
په ایران کې د اعدامونو په شمېر کې زیاتوالي د بشري حقونو د ډلو اعتراضونه راپارولي دي.
جنسي تېری یو له هغو جرمونو څخه دی، چې په ایران کې د مرګ سزا لري.
په ۲۰۰۵ کال کې ایران یو ۲۴ کلن سړی په عام محضر کې اعدام کړ، چې په شلو ماشومانو یې جنسي تېری کړی و.
په ۱۹۹۷ کې، چارواکو په تهران کې یو ۲۸ کلن سړی د نهو ښځو او نجونو د تښتولو، جنسي تېري او وژلو په تور اعدام کړ.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله نوې اداره کې د فلوریډا سناتور مایک روبیو د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر په توګه غوره کړی. ټرمپ دغه راز وویل، چې هغه د کانګرس پخوانۍ ډېموکراته غړې تولسي ګبارډ د امریکا د ملي استخباراتو د رییسې په توګه غوره کړې ده.
د امریکا د مشرانو جرګې غړی مارکو روبیو د چین، کیوبا او ایران په تړاو په باز مشهور دی او د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې غړی او د دې جرګې د استخباراتو کمیټې مرستیال هم دی.
روبیو د چین منتقد هم ګڼل کېږي او په امریکا کې یې د چینایي کمپنۍ اړوند ټیک ټاک خواله رسنۍ د دغه هېواد د وګړو لپاره خطرناک بللی دی.
ټرمپ د روبیو په اړه وویل، چې "هغه زموږ د ملت پیاوړی مدافع دی، رښتینی ملګری او متحد دی؛ یو بې باکه جنګیالی به وي چې زموږ د دوښمنانو پر وړاندې به شاته لاړ نه شي".
ټرمپ دغه اعلان له جو بایډن سره له ناستې وروسته په فلوریډا ایالت کې وکړ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ هر کلی وکړ، ترڅو د واک د سولییز لېږد په اړه ډاډ ورکړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ هر کلی وکړ، ترڅو د واک د سولییز لېږد په اړه ډاډ ورکړي. د برحاله ولسمشر او د هغه د ځایناستي ترمنځ کتنه د امریکا په ډېموکراسي کې پخوانی دود دی، خو ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې دغه کار و نه کړ.
ډنالډ ټرمپ چې په ۲۰۲۰ کال کې د جو بایډن پروړاندې ماتې وخوړه، دا پخوانی دود یې پر ځای نه کړ.
دا له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته لومړی ځل دی، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ورځي.
بایډن له ټرمپ سره د ستړي مه شي پر مهال وویل: «ډونالډ، مبارک دې وي.»
ټرمپ د بایډن له بلنې او د واک د سولییز لېږد له ډاډ ورکولو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د واک لېږد به په ارامه توګه وشي.
ټرمپ وویل: «سیاست سخت دی او په ډېریو مواردو کې د سیاست نړۍ ښه نړۍ نه ده، خو نن ښه نړۍ ده او زه یې درناوی کوم.»
ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې کمالا هرېس ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې، چې ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا د نوي ولسمشر په توګه رسما خپل کارونه پیل کړي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس پر غزې د اسراییل جګړو ته په اشارې سره وایي، چې دغه هېواد د نړۍ د سترګو په وړاندې یو ملت په بمونو او لوږې سره له منځه وړي.
عبدالکریم خُرم د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي: «اسراییل د نړۍ د سترګو په وړاندې ښیي، چې څنګه یو ملت په بمب، لوږې او تندې تباه کېږي، ملګري ملتونه هر څه چې چیغې وهي هېڅ ګټه نه لري، د لویو ککړو هېوادونو مشران ان د سي او پي ۲۹ کې د ګډون کولو زحمت ځان ته نه ورکوي، دا خو لا پرېږدئ چې د ګاز تولید کم کړي یا هم زیان منونوکو سره مرسته وکړي.»
خُرم د نړۍ پرمختللو وسلو ته هم اشاره وکړه او وایي: «د لا زیاتو وژونکو او وېرونکو وسلو د جوړولو سیالي ورځ په ورځ ګړندۍ کېږي؛ جګړه د نړۍ د ژوند یوه دایمي برخه ګرځېدلې ده.»
ښاغلي خُرم زیاته کړه، که چېرې په نړۍ کې حاکم نظام او د نړۍ د اداره کولو طریقه بدله نه شي، د ځمکې سیاره به له منځه ولاړه شي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې پر غزې د اسراییل بریدونه روان دي، چې د ښځو او ماشومان یې په کې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې او دغه راز یې میلیونونه فلسطینیان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.
دغه جګړې له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره هم دي.
وړمه ورځ د ریاض په کوربتوب د اسلامي هېوادونو مشرانو یوه بېړنۍ ناسته هم وکړه، ترڅو په غزه کې د روانو جګړو مخه ونیول شي.
د یادولو ده، چې پر غزې د اسراییل د برید له پیل راهیسي ۴۳ زره او ۷۱۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۳ زره او ۲۵۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
