الجزیره: اسراییل ادعا کوي، چې تېره اونۍ یې په لبنان کې د حزب الله ۲۰۰ جنګیالي وژلي دي

د الجزیرې ټلویزون د راپور له مخې، د اسراییل پوځ ادعا کوي چې په تېره اونۍ کې یې د لبنان په سوېل کې د حزب الله د ۲۰۰ جنګیالیو د وژلو ترڅنګ یې د حزب الله تر ۱۴۰ ډېر توغندي هم له منځه وړي دي.