مولانا فضل الرحمان: د عمران خان د خوشې کولو په هلوځلو کې هیڅ رول نه لرم

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي: «زه د هيڅ يو سياستوال د بندي کولو حق نه لرم او د عمران خان د خوشې کولو په هلو ځلو کې هم کوم رول نه لرم.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي: «زه د هيڅ يو سياستوال د بندي کولو حق نه لرم او د عمران خان د خوشې کولو په هلو ځلو کې هم کوم رول نه لرم.»
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
مولانا فضل الرحمان دارنګه له خواجه اصف سره د شوې پېښې غندنه وکړه.هغه ویلي، دا د بریتانیا حکومت مسوولیت و چې د خواجه اصف په قضيه کې قانوني اقدام وکړي.تر دې وړاندې په لندن کې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ته د سپکاوي او د چړو د بريدونو د ګواښونو ويډيو په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې وه.د لندن په ښار کې نامعلومو کسانو خواجه اصف څارلی او د چړو پر مټ یې ګواښلی و.مولانا فضل الرحمان په دغې ناسته کې د امریکا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «موږ د امريکا په سياست کې لاسوهنه نه کوو او نه هم هغوی ته د خپل هېواد په چارو کې د لاس وهنې اجازه ورکولای شو.»هغه زیاته کړې، په امريکا کې که د جمهوري غوښتونکو حکومت وي او که د ډيموکراټانو، د نړۍ لپاره د هغوی پاليسي يو شان ده.


پولیس او ځايي سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د ماین چاودونې او مخامخ ډزو په پېښو کې شپږ امنیتي او ولسي کسان وژل شوي دی.
د پښتونخوا په چهارسده کې پولیس وايي، چې نن سهار د عمرزيو تاڼې د پولیسو پر موټر یوه موټر سایکل سپاره ورسره چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او خپله دغه کس وژل شوی.
پولیس وايي، په دغې پېښه کې بل چاته زیان نه دی اوښتی.
د چهارسدې پولیسو ویلي، په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي چې معلوم کړي دا ځانمرګی و او که د دغه کس په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد و.
د خیبرپښتونخوا له ټانک څخه سرچینې وايي، چې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د ايف سي یو عسکر وژل شوی دی.
سرچینې وايي، کله چې د وژل شوي کس جسد کور ته وروړل شوی، د وژل شوي عسکر ورور ذهني توازن له لاسه ورکړی او پر کلیوالو یې ډزې وکړې چې یو عام کس په ډزو کې وژل شوی.
د یوه بل خبر له مخې پولیس وايي، نن سهار د خیبر په جمرود کې د ایف سي یو عسکر د وسله والو په ډزو کې وژل شوی.
جمرود کې پولیس وايي، وسله وال تر ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي او د دوی پلټنې پسې روانې دي.
د خیبرپښتونخوا له باجوړ څخه سرچینې وايي، تېره ورځ د ماین په یوه چاودنه کې یو ۵۵ کلن سپین ږیری وژل شوی.
د دغو پېښو په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې لا څه نه دي ويلي.
د یوه بل خبر له مخې د ډیره اسماعیل خان په ګومل کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو دعوه کړې چې د استخبارتو یو مامور یې په مخامخ ډزو وژلی.
حکومتي سرچینو یې په اړه څه نه دي ویلي

د بريتانيا د بهرنيو چارو پخواني وزير له اوکراين سره د لويديځ د مرستو د بندولو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د امريکا لهخوا د اوکراين پر وړاندې شا تګ به له افغانستان څخه د بایډن د بېړنۍ وتنې تکرار وي.
ویلیم هیګ وویل، چې اروپا باید د امریکا د پریکړې په پام کې نیولو پرته د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
هایګ چې په دې وروستیو کې د اکسفورډ پوهنتون د ریاست لپاره د نوماند په توګه اعلان شوی، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ او د جمهوري غوښتونکو د ځینو نورو مشرانو څرګندونو ته په غبرګون کې یادونه وکړه چې امریکا باید د افغانستان تېروتنه تکرار نه کړي.
له افغانستانه د امریکا بېړنۍ وتنه د جمهوري نظام د سقوط، واک ته د طالبانو د راتګ او په دغه هېواد کې د لویدیځ د شل کلنې پانګې د ضایع کېدو لامل شول.
دې مسلې ته په اشارې سره د برتانیې د محافظه کار ګوند پخوانی مشر له ډیلي ټي پوډکاسټ سره په مرکه کې وویل:« ټرمپ په افغانستان کې د بایډن په سپکاوي او له دغه هېواده د امریکا په بې نظمه وتلو ټینګار کوي؛ خو که اوکراین سقوط وکړي، دا به د امریکا او په نړۍ کې د امریکا د مقام لپاره خورا ستر سپکاوی وي.»
هیګ دا هم وویل، چې د اوکراین یوازې پرېښودل به د نورو نړۍوالو شخړو، په ځانګړې توګه د تایوان د مسلې لپاره هم ښې پایلې ونه لري.
هغه د اروپا د غبرګون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا له اوکراین څخه خپل ملاتړ پای ته ورسوي، وویل چې اروپایان باید د اوکراین لپاره خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.
خو هغه دا مني، چې اوکراين به د امريکا له ملاتړ پرته د روسيې پر وړاندې د سخت مقاومت توان ونه لري.

په غزه کې خیریه بنسټونه وایي، چې د اکتوبر له ۱۰مې څخه د نومبر تر ۱۳مې پورې په غزه کې د اسراییل هوایي بریدونو لږ تر لږه ۲۰ مرستندویه کارکوونکي وژلي دي.
دغې ډلې په یوه نوي راپور کې ویلي: «دغه کارکوونکي په خپلو کورونو، د بې ځایه شویو په پنډغالو کې او د مرستې رسولو پر مهال وژل شوي دي.»
دغه بنسټونو زیاته کړې ده:« ډېری مرستندویه کارکوونکو د کورنۍ نږدې غړي او خپلوان هم له لاسه ورکړي دي.»
راپور کې ویل شوي، چې د اسراییلي چارواکو سره مخکې تر مخکې له شوې همغږۍ سره، سره د دوی په موټرو برید شوی.
په غزه کې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې تر ۳۰۰ ډېر مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي، چې د نړۍ په کچه په هر دغسې ناورین کې ترټولو لوړه شمېره یادېږي.

د پاکستان د طالبانو تحریک وايي، چې د بلوچستان له کویټې ورسره د ابو عمر په مشرۍ یوه بله وسلهواله ډله یو ځای شوې ده.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټي ټي پي له لوري په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان له کويټې څخه د ابو عمر په مشرۍ یوه وسله واله ډله ورسره یو ځای شوې او د دغې ډلې مشر ابو عمر د تحریک طالبان پاکستان له مشر نور ولي محسود سره بیعت کړی؛ خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ډله څومره وسلهوال کسان لري او کله یې له دغې ډلې سره د بیعت خبره کړې ده.
تر دې وړاندې هم ټيټيپي په بلوچستان او وزیرستان کې له دوی سره د ځینو وسلهوالو ډلو د یو ځای کېدو خبره کړې وه.
تحریک طالبان پاکستان تر دې مخکې هم په پاکستان کې له ټولو مخالفو ډلو غوښتي، چې له دوی سره یو ځای شي چې په دې توګه په ټول پاکستان کې«اسلامي او شرعي نظام » ټینګ شي.
که څه هم چې تر اوسه د ټيټيپي سره د دغې نوې ډلې د یو ځای کېدو په اړه کومې خپلواکې سرچېنې څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د پاکستان پوځ په وار، وار ویلي و، چې دوی د ټولو وسلهوالو ډلو پر ضد عملیات پیل کړي او تر ډېره یې دغه ډلې سختې ځپلې هم دي.
پوځ همدا تېره ورځ په یوه بیان کې ويلي، چې د بلوچستان او وزیرستان په دوو پوځي عملیاتو کې یې ۱۲ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د دوو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د یوه بلوڅ قومندان په ګډون ۱۲ جنګیالي وژلي دي.
د راپورونو له مخې، په یادو دوو ایالتونو کې تاوتریخوالي د پام وړ زیاتې شوې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند وایي، چې دغه دوه عملیاتونه د نومبر په ۱۲مه او ۱۳مه له کره اطلاعاتو وروسته شوي دي.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې وویل، چې امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې اته جنګیالي وژلي او شپږ نور ټپيان کړي دي.
د بیانیې له مخې، په بل عملیات کې چې د بلوچستان په کیچ سیمه کې شوې بیا څلور جنګیالي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې هغه مهم قومندان هم شامل و چې له ډېر وخت راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې و.