د بریتانیا پخوانی چارواکی: د اوکراین پرېښودل له افغانستانه په بېړه د وتلو تېروتنې تکرار دی

د بريتانيا د بهرنيو چارو پخواني وزير له اوکراين سره د لويديځ د مرستو د بندولو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د امريکا لهخوا د اوکراين پر وړاندې شا تګ به له افغانستان څخه د بایډن د بېړنۍ وتنې تکرار وي.