ملګري ملتونه: افغانستان کې په عام محضر کې اعدامونه، له بشري حقونو د سرغړونو ښکاره بېلګه ده

ملګرو ملتونو په پکتيا ولايت کې د یو کس د اعدام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د خلکو د سترګو په وړاندې اعدامونه له بشري حقونو د سرغړونې او د وضعیت د خرابېدو ښکاره بېلګه ده.