د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار کې پر انځورونو او ویډيویي مرکو بندیزونه وغندل

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار ولایت کې پر انځورونو او ویډيویي مرکو د طالبانو پر نویو بندیزونو د اندېښنې په څرګندولو سره د رسنیو پر کاري بهیر د دې پرېکړې د پایلو خبرداری ورکړ.