زلمی خلیلزاد: طالبان ښايي د لنډ وخت لپاره په واک کې وي

زلمی خلیلزاد وايي، چې طالبان به د اوږده وخت لپاره په واک کې پاتې نه شي، خو ټینګار کوي، چې له دې ډلې سره باید تعامل وشي او افغانستان ته شا نه شي.

زلمی خلیلزاد وايي، چې طالبان به د اوږده وخت لپاره په واک کې پاتې نه شي، خو ټینګار کوي، چې له دې ډلې سره باید تعامل وشي او افغانستان ته شا نه شي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د فلوریډا پوهنتون د نړیوال او ملي امنیت موسسې په ناسته کې، چې د افغانستان په تړاو د امریکا د نوي دولت د بهرني سیاست په تړاو جوړه شوې، وویل، چې چې افغانستان ته شا کول به تېروتنه وي او له طالبانو سره باید تعامل وشي.
خلیلزاد دې ناستې ته چې د افغانستان انټرنشنل له خوا ژوندۍ خپریږي، وویل، چې د افغانستان مخکیني حکومت « نوی دولت» خوښ نه کړ او طالبانو هم نه غوښتل چې افغانستان په ګډه اداره کړي.
خلیلزاد وویل، چې د خبرو اترو ډېر وخت ضایع شو او ښايي د افغان اړخونو هدف« ځنډول» وو.
افغانستان کې د امریکا مخکینی استازی وايي، طالبان ښايي د لنډ وخت لپاره په واک کې وي، خو د اوږده وخت لپاره به ځواب ور نه کړ.
هغه پر بین الافغاني خبرو اترو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانان باید یو سیاسي نظام ولري چې د ټولو افغانانو غوښتنو ته ځواب وویلای شي.
خلیلزاد وايي، چې د اشرف غني وتل ددوی لپاره حیرانوونکي ګام و.
هغه وویل چې ټاکل شوې وه د بین الافغاني خبرو اترو په پایله کې یو نوی دولت رامنځته شي او د وزارتونو د وېش په اړه هوکړې ترسره شي، خو د افغانستان دولت سقوط وکړ.
خلیلزاد زیاته کړه، چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سیاسي او امنیتي ځواکونو وتل د امریکایانو لپاره هېښوونکي وو.