د سپاه پاسداران قوماندان: اسراییل ته پېښمانوونکی ځواب ورکوو

د سپاه پاسداران د قوماندان ځای ناستي سردار فدوي ویلي، چې اسراییل ته به پېښمانوونکی ځواب ورکړي.

د سپاه پاسداران د قوماندان ځای ناستي سردار فدوي ویلي، چې اسراییل ته به پېښمانوونکی ځواب ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په قم کې د حسن نصرالله د مړینې د څلوېښتۍ مراسمو کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.
هغه د اسراییل د برید په اړه ویلي، چې اسلامي انقلاب په خپلې ۴۵ کلنې موده کې هیڅ «تېری» بې ځوابه نه دی پرېښی او خامخا به د اسراییل دغې کړنې ته پېښمانوونکی ځواب ورکړي.
هغه اسراییل ته په اشارې سره وویل:« د انقلاب له پیل راهیسې زموږ په وړاندې جنګېدلي؛ خو بریا تل زموږ وه.»
نوموړي له حزب الله څخه پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار سره وویل، له حزب الله څخه به د تېر پرتله ژورې او چټکې مرستې وکړو او هر اړخیز ملاتړ ته بې دوام ورکړو.
له بل پلوه د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي ویلي:« تر پایه به له اسراییل سره جنګېږو او اجازه نه ورکوو، چې د مسلمانانو پر برخلیک ولکه ټینګه کړي.»
هغه زیاته کړه: «تاسو به له سختو ګوزارونو سره مخ شئ او موږ به غچ واخلو، په تمه اوسئ.»

شمالي وزیرستان کې ځايي خبریالان وايي، چې د میرعلي په تپې سیمه کې تېره شپه پر څو کورونو درنه چادونه شوې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ ټپیان شوي. د دغې پېښې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي.
د شمالي وزیرستان ځايي خبریالانو د پولیسو له قوله نن پنجشنبه د (لړم ۲۴مه) ویلي، چې تېره شپه د میرعلي په تپې سیمه کې پر ځینو کورونو یوه زوروره چاودنه شوې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.
تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي ادارو په دې اړه رسمي نظر نه څرګند کړی.
ځايي خبریالانو د حمیدالله په نوم د یوه ځايي ډاکتر له قوله ويلي، چې د پیښې ټپیان د ورڅېرمه بنو روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي.
په سیمه کې ځينې سرچینې دغه برید د بې پیلوټه الوتکې برید بولي او وايي چې څو کورونه یې ویجاړ کړي دي.
له سیمې څخه ځايي سرچینې وايي، چې د کورونو چتونه راپریوتي او مړي او ټپیان له خاورو لاندې دي، او ښايي د وژل شویو او تپیانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
پاکستاني استخباراتو ته ځینې منسوبو ټویټر حسابونو بیا ویلي، چې د ټي ټي پي د دوو ډلو تر منځ د اختلافاتو له امله یوې ډلې پر بلې د موټربم برید کړی چې دغه ویجاړي یې رامنځته کړې، خو د سیمې خلک داسې خبرې ردوي او زیاتوي چې برید بې پیلوټه الوتکې کړی.
لاهم نه ده معلومه چې برید هوايي دی او که په ځمکه چاودیدونکي توکي چاودلي، په سیمه کې د ټلیفوني شبکو د بندیدو له امله کره معلوماتو ته لاسرسی ګران دی.
ځايي پولیسو ویلي، چې د دغه برید په اړه د معلوماتو راټولو لپاره د دوی څېړنې روانې دي او وروستي جزییات به له رسنیو سره وروسته شریک کړي.
د خراسان ډایري په نوم پاکستاني رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله بیا ويلي، چې د میرعلي په تپې سیمه کې د حافظ ګلبهادر د قوماندان جهادیار ډلې د بمونو جوړولو مرکز و چې چاودنه په کې رامنځته شوې او په هغه پورې تړلي ۱۳ وسله وال په کې وژل شوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر عمران خان په ټول پاکستان کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د روانې نومبر میاشتې ۲۴مه د حکومت ضد پراخو لاریونونو کې برخه واخلي. عمران خان د لاریونونو غوښتنه د خپلې ایکس پاڼې له لارې کړې.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر عمران خان تېره شپه چهارشنبه د (لړم ۲۳مه) په خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره په ټول پاکستان کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۴ مه دې اسلام اباد ته ورشي او پراخ لاریونونه دې پیل کړي.
ښاغلي عمران خان له اډیاله زندانه په خپل خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې له دغه لاریون یې موخه د پاکستان ایین د ۲۶ مې مادې بیرته په ځای پاتې کېدل، ډیموکراسي او قانون بیرته ژوندي کول، واک بیرته خلکو ته ورکول او ټول بیګناه سیاسي بندیان له زندانونو خلاصول دي.
هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې تر هغې یې چې دا غوښتنې نه وي منل شوې، لاریونونه دې روان وساتي او بیرته دې کورونو ته نه ستنیږي.
بلخوا د خيبرپښتونخوا سر وزیر او د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر علي امين ګنډاپور ویلي، چې د لاريونونو لپاره ټول چمتووالى نيول شوى، هغه وویل چې دا ځل د دغه ګوند د غوښتنو تر پوره کیدو پورې شاتګ نه کوي.
په پام کې ده چې هغه د تحریک انصاف ګوند د پلویانو یو لوی لاریون له پېښوره اسلام اباد ته روان کړي.
د عمران خان د پلویانو لاریونونه تېره میاشت په تاوتریخوالي واوښتل، د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د روان کال د تلې په ۱۴ مه وویل، چې د دغو لاريونونو په ترڅ کې د عمران خان له پلويانو سره په نښتو کې شاوخوا ٨٠ پوليس ټپيان شوي دي.
عمران خان او د پي ټي ای ګوند ځینې مهم کسان د فساد او جنايي جرمونو په تور له څه باندې یوه کال راهیسې د راولپنډۍ په اډیاله او د پاکستان په نورو زندانونو کې بندیان دي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي: «زه د هيڅ يو سياستوال د بندي کولو حق نه لرم او د عمران خان د خوشې کولو په هلو ځلو کې هم کوم رول نه لرم.»
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
مولانا فضل الرحمان دارنګه له خواجه اصف سره د شوې پېښې غندنه وکړه.
هغه ویلي، دا د بریتانیا حکومت مسوولیت و چې د خواجه اصف په قضيه کې قانوني اقدام وکړي.
تر دې وړاندې په لندن کې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ته د سپکاوي او د چړو د بريدونو د ګواښونو ويډيو په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې وه.
د لندن په ښار کې نامعلومو کسانو خواجه اصف څارلی او د چړو پر مټ یې ګواښلی و.
مولانا فضل الرحمان په دغې ناسته کې د امریکا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «موږ د امريکا په سياست کې لاسوهنه نه کوو او نه هم هغوی ته د خپل هېواد په چارو کې د لاس وهنې اجازه ورکولای شو.»
هغه زیاته کړې، په امريکا کې که د جمهوري غوښتونکو حکومت وي او که د ډيموکراټانو، د نړۍ لپاره د هغوی پاليسي يو شان ده.

پولیس او ځايي سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د ماین چاودونې او مخامخ ډزو په پېښو کې شپږ امنیتي او ولسي کسان وژل شوي دی.
د پښتونخوا په چهارسده کې پولیس وايي، چې نن سهار د عمرزيو تاڼې د پولیسو پر موټر یوه موټر سایکل سپاره ورسره چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او خپله دغه کس وژل شوی.
پولیس وايي، په دغې پېښه کې بل چاته زیان نه دی اوښتی.
د چهارسدې پولیسو ویلي، په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي چې معلوم کړي دا ځانمرګی و او که د دغه کس په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد و.
د خیبرپښتونخوا له ټانک څخه سرچینې وايي، چې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د ايف سي یو عسکر وژل شوی دی.
سرچینې وايي، کله چې د وژل شوي کس جسد کور ته وروړل شوی، د وژل شوي عسکر ورور ذهني توازن له لاسه ورکړی او پر کلیوالو یې ډزې وکړې چې یو عام کس په ډزو کې وژل شوی.
د یوه بل خبر له مخې پولیس وايي، نن سهار د خیبر په جمرود کې د ایف سي یو عسکر د وسله والو په ډزو کې وژل شوی.
جمرود کې پولیس وايي، وسله وال تر ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي او د دوی پلټنې پسې روانې دي.
د خیبرپښتونخوا له باجوړ څخه سرچینې وايي، تېره ورځ د ماین په یوه چاودنه کې یو ۵۵ کلن سپین ږیری وژل شوی.
د دغو پېښو په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې لا څه نه دي ويلي.
د یوه بل خبر له مخې د ډیره اسماعیل خان په ګومل کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو دعوه کړې چې د استخبارتو یو مامور یې په مخامخ ډزو وژلی.
حکومتي سرچینو یې په اړه څه نه دي ویلي

د بريتانيا د بهرنيو چارو پخواني وزير له اوکراين سره د لويديځ د مرستو د بندولو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د امريکا لهخوا د اوکراين پر وړاندې شا تګ به له افغانستان څخه د بایډن د بېړنۍ وتنې تکرار وي.
ویلیم هیګ وویل، چې اروپا باید د امریکا د پریکړې په پام کې نیولو پرته د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
هایګ چې په دې وروستیو کې د اکسفورډ پوهنتون د ریاست لپاره د نوماند په توګه اعلان شوی، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ او د جمهوري غوښتونکو د ځینو نورو مشرانو څرګندونو ته په غبرګون کې یادونه وکړه چې امریکا باید د افغانستان تېروتنه تکرار نه کړي.
له افغانستانه د امریکا بېړنۍ وتنه د جمهوري نظام د سقوط، واک ته د طالبانو د راتګ او په دغه هېواد کې د لویدیځ د شل کلنې پانګې د ضایع کېدو لامل شول.
دې مسلې ته په اشارې سره د برتانیې د محافظه کار ګوند پخوانی مشر له ډیلي ټي پوډکاسټ سره په مرکه کې وویل:« ټرمپ په افغانستان کې د بایډن په سپکاوي او له دغه هېواده د امریکا په بې نظمه وتلو ټینګار کوي؛ خو که اوکراین سقوط وکړي، دا به د امریکا او په نړۍ کې د امریکا د مقام لپاره خورا ستر سپکاوی وي.»
هیګ دا هم وویل، چې د اوکراین یوازې پرېښودل به د نورو نړۍوالو شخړو، په ځانګړې توګه د تایوان د مسلې لپاره هم ښې پایلې ونه لري.
هغه د اروپا د غبرګون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا له اوکراین څخه خپل ملاتړ پای ته ورسوي، وویل چې اروپایان باید د اوکراین لپاره خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.
خو هغه دا مني، چې اوکراين به د امريکا له ملاتړ پرته د روسيې پر وړاندې د سخت مقاومت توان ونه لري.
