وزیرستان کې د یوې زورورې چاودنې له امله د ښځو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي

شمالي وزیرستان کې ځايي خبریالان وايي، چې د میرعلي په تپې سیمه کې تېره شپه پر څو کورونو درنه چادونه شوې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ ټپیان شوي. د دغې پېښې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي.