ډبلیو اېف پي: فرانسې د افغان ماشومانو او مېندو د ملاتړ لپاره ۳‌مېلیونه یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د فرانسې حکومت په افغانستان کې د ښوونځیو د ماشومانو او مېندو د تغذیې لپاره د خپلو خوراکي مرستو د پروګرام له لارې ۳ مېلیونه یورو مرسته کړې.