• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنټګان ویانده: له افغانستانه په وتلو کې د ښکېلو کسانو د ګوښه کولو په هکله څه نشته

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان مرستیال ویانده له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د ښکېلو کسانو د ګوښه کولو په هکله وايي، داسې څه نشته. ډونالډ ټرمپ په ټاکنیزو هڅو کې ویلي، د پنټګان هغه چارواکي به له دندو ګوښه کړي، چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو بهیر کې ښکېل وو.

خو د پنټګان د ویاند مرستیالې سبرینا سېنګ د پنجشنبې په ورځ (د لړم۲۴مه) په یوه خبري غونډه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په پروسه کې د ښکېلو کسانو په وړاندې اقدامات رد کړل او ویې ویل، چې پنټګان لا دمخه په دې اړه خپلې پلټنې کړې دي.

هغې د دغو کسانو د ګوښه کولو په اړه د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل:"داسې څه نه دي روان".

مېرمن سېنګ زیاته کړه، پنټګان هم د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر د برید په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړې وې.

سبرینا سېنګ له افغانستان د وتلو او د کابل هوايي ډګر د حملې په اړه د نویو تحقیقاتو په اړه بې خبري وښوده او ویې ویل: «زه له نورو هغو څېړونو خبره نه یم چې اوس د امریکا په دفاع وزارت کې روانې دي.»

د امریکا د دفاع وزارت دغې چارواکې وویل، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په برخه کې د ښکېلو چارواکو د ګوښه کولو په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه د تبصرې اراده نه لري.

نوموړې د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې د طالبانو لاس ته د امریکا د ورغلو وسلو د ارزښت په اړه هم مشخصې شمېرې وړاندې نه کړې او ويې ويل: "تاسو کولاى شئ په دې اړه خپاره شوي معلومات ولټوئ."

ډونلډ ټرمپ تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدونکو پوځي وسلو ارزښت ۸۵ میلیارده ډالره اعلان کړی و.

تر دې وړاندې ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و،چې د بریا په صورت کې به له هغو پوځي چارواکو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش یې تنظیم کړی، د استعفا غوښتنه وکړي. ټرمپ وویل: زه د دوی سمدستي استعفا غواړم.

ټرمپ د امریکا تر ټاکنو مخکې هم ویلي وو: که زه ولسمشر وای، په افغانستان کې به داسې غمیزې نه وې.

هغه زیاته کړه، که ولسمشر وای، د بګرام اډه به یې ساتلې وای، خو اوس دغه اډه د چین په واک کې ده.

که څه هم سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ د ننوتو شاوخوا یوه میاشت پاتې ده، خو هغه ژمنه کړې چې له افغانستانه به د امریکايي پوځیانو د "ناڅاپي وتلو" په اړه څېړنه وکړي او د امریکا له حکومته به مسوول کسان ګوښه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

قطر افغانستان ته د طبي وسايلو مرسته ولېږله

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د طالبانو روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د لړم ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له قطر د طبي وسایلو یوه چوپه کابل ته رسېدلې او دغه وزارت ته سپارل شوې ده. د خبرپاڼې له مخې په دې مرستو کې کې څلور مجهز امبولانسونه او عصري طبي تجهیزات شامل دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د قطر د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل، دوی هڅه کوي چې د ترلاسه شویو طبي وسایلو په کارولو سره د افغانستان روغتیايي سیستم ښه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۳۹۳ کال د وري په میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړي طبي مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان زیاته کړه چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده.

له هغه وروسته د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې د افغانستان ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو ته یې د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټنه درمل او روغتیايي کیټونه ورکړي دي.

روسي او پاکستاني چارواکو د سوله ییز افغانستان لپاره د سیمه ییزې همغږۍ د ډېرېدو غوښتنه وکړه

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان چارو لپاره د روسیې ځانګړي استازي او د دې وزارت چارواکو په خپلمنځي لیدنه کې د سوله ییز او ښېراز افغانستان لپاره د سیمه ییزو هېوادونو د خپلمنځي همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

ضمیر کابلوف پرون اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د بهرنیو چارو وزارت وزارت مرستیالې امنه بلوڅ او د افغانستان او لوېدیځې اسیا لپاره د پاکستان له استازي احمد نسیم واړیچ سره جلال جلا ولیدل.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو لورو پر افغانستان خبرې وکړې او د دې هېواد د سولې او ښېرازۍ لپاره یې د سیمه ییزو هېوادونو د همغږۍ ډېرېدو غوښتنه وکړه.

پاکستاني او روسي چارواکي په دې هم سلا شوي چې په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري ساتي.

پاکستان او روسیه په هغو محدودو هېوادونو کې دي چې افغان سفارتونه یې طالبانو ته سپارلي دي.

له دې سره مسکو له افغانستان منځنۍ اسیا ته د وسلوالو د ور اوښتو وېره لري او پاکستان بیا بیا د طالبانو حکومت تورنوي چې د اسلام اباد ضد وسلوالو ته یې په افغان خاوره کې پنا ور کړې ده.

طالبان د پاکستان ادعا ردوي او زیاتوي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پرضد ونه کارېږي.

اشرف غني: د افغانستان له بد وضعیت څخه انکار به اوسنۍ حالت نور هم خراب کړي

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۴۱ GMT+۰

پخوانۍ ولسمشر محمد اشرف غني د پوډکاستونو په لړۍ کې ویلي، چې د افغانستان له اوسني بد وضعیت څخه انکار به د حالاتو د لا خرابیدو سبب شي.

ښاغلی غني وایي: «ټولې نښې ښیي چې د افغانستان حالت جدي د یوې مناسبې حل لارې پرته به نور هم خراب شي.»

هغه وایي، چې په هغه ټولنه کې چې د اسلامي شریعت اساسي اصول لکه د ژوند، دین، ملکیت، او ټولنیز ژوند مصوونیت شتون نه لري، وضعیت نور هم کړکیچن کیږي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، چې د افغانستان په ټولنه کې د افراط او تفریط کچه په چټکۍ سره ډېریي او دغه کار د افغانانو په دیني زده کړو کې هېڅ ډول اساس نه لري ځکه یې ولس هم په حقه او مشروع نه بولي.

هغه په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدلو ته اشاره کوي او وایي، چې د طالبانو ادارې لا دمخه، په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د کډوالو په راتګ سره به په مرستو تکیه نوره ډیره شي.

غني زیاتوي، چې طالبان باید دا هیر نه کړي چې افغانستان نور د نړۍوالو د توجو مرکز نه دی.
هغه ویلي، چې په ورته وخت کې د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو ډیریدل به سیاسي بحران نور هم ژور او پیچلی کړي او بشپړ امنیتي بحران به رامنځته کړي.

خو اشرف غني د دې بحرانونو د حل لارې لپاره وایي، چې د اوضاع جدیت باید درک شي.

ښاغلی غني وایي، د ملي او نړۍوال مشروعیت له پاره داسې اجماع ته اړتیا ده چې په هغه کې د ملت ډېره برخه شتون ولري.

هغه وايي: "د اوسني بحرانونو اداره کولو او د راتلونکي بحرانونو مخنیوي لپاره باید یوه د لارې نقشه جوړه شي، هغه څه چې د ظرفیتونو، منابعو او کورنیو پانګونو انسجام ته اړتیا لري تر څو یې د پلي کولو زمینه برابره شي."

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې په فاریاب ولایت کې یې یو طالب وژلی

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې ځواکونو یې د پنجشنبې پر ماښام (د لړم ۲۴مه) د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې د طالبانو د مخدره توکو سره د مبارزې پر مدیریت برید کړی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس خپرې کړې اعلامیه کې کاږلي، چې په دې عملیاتو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

د ایران عدلیې وزیر: د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او نا قانونه کډوال تنظیم کړي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان وایي، چې د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.

ښاغلي جلالیان دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې کړي.

جلالیان په دې برخه کې له کابل څخه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د طرحې، وړاندیز او مشورې غوښتنه هم کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پراېکس پاڼه کاږلي، چې له جلالیان سره په کتنه کې حقاني له ایران څخه غوښتي چې له نا قانونه کډوالو سره له زغمه کار واخلي او ناوړه چلند دې ورسره نه کوي.

همدا راز، جلالیان له امیرخان متقي سره په ناسته کې ویلي و، چې یران به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو هوکړو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل کړي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې ناسته کې په ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د جبرې ویستلو د مخنیوي، د بندیانو انتقال، له کډوالو سره ښه چلند، د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي، د ګډ میکانیزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د ډیپلوماټانو (اتشو) پر ستونزو خبرې وشوې.

د خلیل الرحمن حقاني او امیر خان متقي په ګډون له ایراني پلاوي سره د یو شمېر نورو طالب چارواکو لیدنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسي د ایران پر پوله د ایراني ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو د ډزو او افغانانو د وژل کېدو په تړاو لا هم طالبانو د خپلو موندنو ورستي جزییات نه دي په ډاګه کړي.