• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسي او پاکستاني چارواکو د سوله ییز افغانستان لپاره د سیمه ییزې همغږۍ د ډېرېدو غوښتنه وکړه

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان چارو لپاره د روسیې ځانګړي استازي او د دې وزارت چارواکو په خپلمنځي لیدنه کې د سوله ییز او ښېراز افغانستان لپاره د سیمه ییزو هېوادونو د خپلمنځي همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

ضمیر کابلوف پرون اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د بهرنیو چارو وزارت وزارت مرستیالې امنه بلوڅ او د افغانستان او لوېدیځې اسیا لپاره د پاکستان له استازي احمد نسیم واړیچ سره جلال جلا ولیدل.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو لورو پر افغانستان خبرې وکړې او د دې هېواد د سولې او ښېرازۍ لپاره یې د سیمه ییزو هېوادونو د همغږۍ ډېرېدو غوښتنه وکړه.

پاکستاني او روسي چارواکي په دې هم سلا شوي چې په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري ساتي.

پاکستان او روسیه په هغو محدودو هېوادونو کې دي چې افغان سفارتونه یې طالبانو ته سپارلي دي.

له دې سره مسکو له افغانستان منځنۍ اسیا ته د وسلوالو د ور اوښتو وېره لري او پاکستان بیا بیا د طالبانو حکومت تورنوي چې د اسلام اباد ضد وسلوالو ته یې په افغان خاوره کې پنا ور کړې ده.

طالبان د پاکستان ادعا ردوي او زیاتوي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پرضد ونه کارېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اشرف غني: د افغانستان له بد وضعیت څخه انکار به اوسنۍ حالت نور هم خراب کړي

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۴۱ GMT+۰

پخوانۍ ولسمشر محمد اشرف غني د پوډکاستونو په لړۍ کې ویلي، چې د افغانستان له اوسني بد وضعیت څخه انکار به د حالاتو د لا خرابیدو سبب شي.

ښاغلی غني وایي: «ټولې نښې ښیي چې د افغانستان حالت جدي د یوې مناسبې حل لارې پرته به نور هم خراب شي.»

هغه وایي، چې په هغه ټولنه کې چې د اسلامي شریعت اساسي اصول لکه د ژوند، دین، ملکیت، او ټولنیز ژوند مصوونیت شتون نه لري، وضعیت نور هم کړکیچن کیږي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، چې د افغانستان په ټولنه کې د افراط او تفریط کچه په چټکۍ سره ډېریي او دغه کار د افغانانو په دیني زده کړو کې هېڅ ډول اساس نه لري ځکه یې ولس هم په حقه او مشروع نه بولي.

هغه په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدلو ته اشاره کوي او وایي، چې د طالبانو ادارې لا دمخه، په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د کډوالو په راتګ سره به په مرستو تکیه نوره ډیره شي.

غني زیاتوي، چې طالبان باید دا هیر نه کړي چې افغانستان نور د نړۍوالو د توجو مرکز نه دی.
هغه ویلي، چې په ورته وخت کې د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو ډیریدل به سیاسي بحران نور هم ژور او پیچلی کړي او بشپړ امنیتي بحران به رامنځته کړي.

خو اشرف غني د دې بحرانونو د حل لارې لپاره وایي، چې د اوضاع جدیت باید درک شي.

ښاغلی غني وایي، د ملي او نړۍوال مشروعیت له پاره داسې اجماع ته اړتیا ده چې په هغه کې د ملت ډېره برخه شتون ولري.

هغه وايي: "د اوسني بحرانونو اداره کولو او د راتلونکي بحرانونو مخنیوي لپاره باید یوه د لارې نقشه جوړه شي، هغه څه چې د ظرفیتونو، منابعو او کورنیو پانګونو انسجام ته اړتیا لري تر څو یې د پلي کولو زمینه برابره شي."

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې په فاریاب ولایت کې یې یو طالب وژلی

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې ځواکونو یې د پنجشنبې پر ماښام (د لړم ۲۴مه) د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې د طالبانو د مخدره توکو سره د مبارزې پر مدیریت برید کړی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس خپرې کړې اعلامیه کې کاږلي، چې په دې عملیاتو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني پوځ عملياتو کې ۱۱ وسله وال او ۲ سرتېري وژل شول

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د بلوچستان ایالت په هرنای سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه پوځیان او درې وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو په نورو عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته وروسته له هغه واستول شول، چې د راپورونو له مخې وسله والو په هرنای سیمه کې د ملکي وګړو د په نښه کولو پلان درلود. اعلامیه کې راغلي، چې په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې درې تنه وسله وال ووژل شول.

پوځ ویلي، چې دوه سرتېري هغه وخت ووژل شول چې له دغې سیمې د راتلو پر مهال د هغوی موټر د سړک غاړې په ماین برابر شو.

په ورته وخت کې د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړ، چې د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په میرانشاه سیمه کې په پوځي عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي دي. دې ورځپاڼې د دغو عملیاتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. خیبر پښتونخوا، د پاکستاني طالبانو د فعالیت مرکز بلل کیږي.

په دې وروستیو میاشتو کې، د پاکستان د حکومت پر ضد د وسله والو ډلو لکه د پاکستاني طالبانو د تحریک او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو، بریدونو په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې زور اخیستی دی.

د ایران عدلیې وزیر: د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او نا قانونه کډوال تنظیم کړي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان وایي، چې د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.

ښاغلي جلالیان دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې کړي.

جلالیان په دې برخه کې له کابل څخه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د طرحې، وړاندیز او مشورې غوښتنه هم کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پراېکس پاڼه کاږلي، چې له جلالیان سره په کتنه کې حقاني له ایران څخه غوښتي چې له نا قانونه کډوالو سره له زغمه کار واخلي او ناوړه چلند دې ورسره نه کوي.

همدا راز، جلالیان له امیرخان متقي سره په ناسته کې ویلي و، چې یران به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو هوکړو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل کړي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې ناسته کې په ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د جبرې ویستلو د مخنیوي، د بندیانو انتقال، له کډوالو سره ښه چلند، د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي، د ګډ میکانیزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د ډیپلوماټانو (اتشو) پر ستونزو خبرې وشوې.

د خلیل الرحمن حقاني او امیر خان متقي په ګډون له ایراني پلاوي سره د یو شمېر نورو طالب چارواکو لیدنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسي د ایران پر پوله د ایراني ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو د ډزو او افغانانو د وژل کېدو په تړاو لا هم طالبانو د خپلو موندنو ورستي جزییات نه دي په ډاګه کړي.

متقي یو ځل بیا په ایران کې د افغان کډوالو سره د ایران د دولت د ښه چلند غوښتنه وکړه

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران د عدلیې وزارت مرستیال سره په لیدنه کې، په دغه هیواد کې د افغان کډوالو سره د ایران د دولت د ښه چلند او حوصله مندۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حفیظ ضیاء احمد د پنجشنبې په ورځ پر اېکس خپره کړي اعلامیه کې ویلي، چې مولوي امیر خان متقي په خپل کاري دفتر کې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال وزیر دوکتور عسکر جلالیان او مل پلاوي سره په ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، په ایران کې د کډوالواو بندیانو، اقتصادي او تجارتي همکاریو او سیمه ییزو سیاسي همکاریو په تړاو هر اړخیزې خبرې کړي.

ضیاء احمد لیکلي، چې متقي د څلورو لسیزو راهیسې د کډوالو د کوربه توب په تړاو له ایران څخه مننه کړې او ترې یې غوښتي چې د افغان کډوالو سره دې له ښه چلند او حوصله مندۍ کار واخلي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو طالبان له خورا نرم دریځ څخه کار اخلي او تر اوسه نه دي توانېدلي، چې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.

همدا راز، متقي ویلي، چې د افغان بندیانو د تبادلې په ټړاو د ایران سره ګډ کار کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د ایران د عدلیې مرستیال وزیر څخه د همکاری غوښتنه کړې.

په اعلامیه کې راغلي، چې جلالیان په افغانستان کې "د وروستیو پرمختګونو او ثبات" په اړه خوشالي څرګنده کړه او وې ویل: «ایران به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو هوکړو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل کړي.»

تر دې مخکې د ایران دولتي اژانس ایرنا د دغه هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالو چارو د مرستیال له قوله خبر ورکړی و، چې د ایران په زندانونو کې ۱۰۰۰ تنه بندیان افغان وکړي، افغانستان ته استوي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې هم د ایران اته وګړي بندیان دي.