• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني پوځ عملياتو کې ۱۱ وسله وال او ۲ سرتېري وژل شول

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د بلوچستان ایالت په هرنای سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه پوځیان او درې وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو په نورو عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته وروسته له هغه واستول شول، چې د راپورونو له مخې وسله والو په هرنای سیمه کې د ملکي وګړو د په نښه کولو پلان درلود. اعلامیه کې راغلي، چې په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې درې تنه وسله وال ووژل شول.

پوځ ویلي، چې دوه سرتېري هغه وخت ووژل شول چې له دغې سیمې د راتلو پر مهال د هغوی موټر د سړک غاړې په ماین برابر شو.

په ورته وخت کې د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړ، چې د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په میرانشاه سیمه کې په پوځي عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي دي. دې ورځپاڼې د دغو عملیاتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. خیبر پښتونخوا، د پاکستاني طالبانو د فعالیت مرکز بلل کیږي.

په دې وروستیو میاشتو کې، د پاکستان د حکومت پر ضد د وسله والو ډلو لکه د پاکستاني طالبانو د تحریک او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو، بریدونو په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې زور اخیستی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان او پاکستان کې ۷۱ ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شوي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان د سې شنبه په ورځ وویل، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱پېښې ثبت شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پولیو ۲۳ او په پاکستان کې ۴۸ پېښې ثبت شوې دي.

تېره اوونۍ د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند په دې وروستیو کې ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين هم د طالبانو له خوا له شاوخوا يوې نيمې مياشتې ځنډ وروسته د لړم په اوومه پيل شو، چې په ترڅ کې يې له پنځو کلونو کم عمره سلګونه زره ماشومان واکسين شول.

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پېښو په اړه هره میاشت شمېرې وړاندې کوي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، تېر کال د ګوزڼ ناروغۍ شپږ پېښې په افغانستان او شپږ نورې په پاکستان کې ثبت شوې وې.

د پاکستان لومړي وزیر د کنګل ویلې کېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر د طبیعي یخچالونو د ویلې کېدو د مخنیوي لپاره د سملاسي نړیوال ګام اخیستو او همغږو هڅو غوښتنه وکړه.

شهباز شریف نن په باکو کې د اقلیمي بدلون نړیواله غونډه کې زیاته کړه چې پاکستان د دې ارزښتتاکو طبیعي زېرمو د خوندیتوب لپاره له نړیوالې ټولنې سره خپلې همکارۍ ته تیار دی.

د پاکستان دولتي رادیو د خبر له مخې، ښاغلي شریف دا غونډه د کنګلونو د ویلي کېدو د مخنیوي لپاره بې جوړې چانس وباله.

نوموړي طبیعي کنګلونه د انسان د پایښت او د اوبو امنیت او اقلیم خوندیتوب لپاره مهم وبلل.

شهباز شریف وايي، طبیعي یخجالونه د نړۍ ۷۰ سلنه خوږې اوبه برابروي او مهم ایکو سیستم خوندي کوي.

د اقلیمي بدلون په هکله غونډه نن د اذربایجان پلازمېنه باکو کې پیل شوه، چې د مالي مرستو ټولولو غونډه هم بلل کېږي.

په غونډه کې پر پاکه انرژي، له وچکالۍ سره مقابله کې کرنه او له بې وزله هېوادونو سره د بډایه هغو پر مرستو خبرې کېږي.

ټي ټي پي خپلو 'والیانو' ته خبرداری ورکړی چې له تسلیم شویو حکومتي کسانو سره اړیکې ونه پالي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۰

د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه د یوې خبرپاڼې له لارې «خپلو والیانو، ولسوالانو او ډلګۍ مشرانو» ته خبرداری ورکړی چې له هغو حکومتي کسانو سره دې اړیکې نه پالي چې یو ځل تسلیم شوي وي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې، که د دوی هر غړي له دغه امر څخه سرغړونه وکړه نو سخته سزا به ورکړي.

د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي مشرتابه د یوې خبرپاڼې له لارې «خپلو والیانو، ولسوالانو او ډلګۍ مشرانو» ته خبرداری ورکړی چې له «تسلیم شویو حکومتي کسانو سره دې اړیکې نه پالي او نه دې له هغوی سره ناستی پاستی کوي.»

ټي ټي پي په خپله خبرپاڼه کې دا نه دي ويلي، چې کوم ډول تسلیم شوي حکومتي کسان یادوي خو په دې وروستیو کې یو شمېر پاکستاني پولیس او ایف سي عسکر په وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت کې له خپلو دندو لاس په سر شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان دغه ګام داسې مهال اخیستی چې د پاکستاني امنيتي ادارو روانه اونۍ د دغې ډلې پر غړو پر ډیورنډ کرښه د دوو بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه وسله وال د افغانستان له لوري پر ډیورنډ کرښه پاکستان ته اوښتل.

خو ټي تي پي د دغو بریدونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

پاکستاني امنیتي ادارو تر لسو د زیاتو وسله والو د وژل کېدو او همدومرو د ټپي کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې وژل شوي وسله وال په حافظ ګلبهادر پورې تړلي دي.

په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ په پوستې برید کې یو سرتیری وژل شوی

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت د دشتې کادان سیمې په کچ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې د وسله والو برید کې یو سرتیری وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

د خراسان ډایري په نوم یوې پاکستاني رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د وسله والو دغه برید د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا په شا تمبول شوی دی. په دې راپور کې، وسله والو ته هم د مرګژوبلې د اړول کیدو راپور ورکړل شوي، خو د دقیق شمیر په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

تیره ورځ د پاکستان په بلوچستان کې د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په برید کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۷ ته پورته شوی دی. په وژل شوو کې ۱۹ پاکستاني عسکر هم شامل دي.

په پاکستان کې یو ځل بیا نا امنیو زور اخیستی او د امنیتي پیښو شمیر په زیاتیدو دی. د پاکستان حکومت او پوځ د دغو پیښو پړه د افغانستان په طالبانو اچوي او وايي، چې دوی په خپله خاوره کې د پاکستان ضد ډلو ته ځای ورکړی دی. طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړي دي.

اېکسپرېس ټرېبیون: وزیرستان کې له پوځ سره په جګړه کې شپږ وسله وال وژل شوي دي

۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټرېبیون د پوځ د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو تېره ورځ په وزیرستان کې د جګړې پر مهال شپږ وسله وال وژلي او یو شمېر یې ټپیان کړي. ويل کیږي دغه وسله وال د ډیورند له کرښې د وزیرستان لور ته اوښتل.

اېکسپرېس ټرېبیون د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله تېره ورځ شنبه د (لړم ۱۹مه) ویلي چې یوې ډلې وسله والو پلان درلود چې د افغانستان له لورې له ډیورنډ کرښې د شمالي وزیرستان سپین وام ولسوالۍ ته واوړي، د پاکستان د پوځ له لوري پرې برید شوی چې له امله یې شپږ وسله وال وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي.

پاکستاني سرچینو په دغې جګړه کې پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني امنیتي سرچینو اېکسپرېس ټرېبیون ته ویلي، چې دغه وسله وال د حافظ ګلبهادر اړوند و او غوښتل یې چې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.

تر اوسه پورې ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره اونۍ په سویلي وزیرستان پر پاکستان پوځ د ټي تي پي په برید کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي و او پنځه ټپیان وو.

دغه برید داسې مهال کیږي چې بلوڅ بیلتون پالو د بلوچستان په کويټه ښار کې د رېل په یوه تمځای کې تیره ورځ د یوه ځانمرګې پرید په پایله کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور یې ټپیان کړي.