د طالبانو د عامې روغتیا وزیر سعودي عربستان ته تللی دی

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت لپاره د طآلبانو سرپرست وزیر نورجلال جلالي د «مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» تر سرلیک لاندې د وزیرانو څلورمې ناسته کې د ګډون په موخه جدې ښار ته رسېدلی دی.





