د سالنګ لویه لار بېرته د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

د سالنګ لویه لاره چې تېره شپه د واورې ورېدو او توپان له امله تړل شوې وه، نن سهار شاوخوا ۸ بجې بېرته خلاصه شوه.

د سالنګ لویه لاره چې تېره شپه د واورې ورېدو او توپان له امله تړل شوې وه، نن سهار شاوخوا ۸ بجې بېرته خلاصه شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په اېکس پاڼه د لارې د پاکولو ویډیو په خپرولو سره لیکلي، دغه لاره تېره شپه ۸ بجې تړل شوې وه؛ خو نن سهار بیا په ۸:۱۵ بجو بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
د هغه په لیکنه کې راغلي، چې اوسمهال واوره درېدلې؛ خو د دغه وزارت د پرسونل لهخوا د لارو د پاکولو لړۍ لاهم روانه ده.
نوموړي له خلکو غوښتي، چې د تګ په وخت له احتياطه کار واخلي او د سفر پرمهال دې له ځانه سره د اړتیا وړ ژمني توکي ولري.
د سالنګ لویه لاره د افغانستان د سترو ټرانزیټي لارو له ډلې څخه مهمه لاره ده، چې پلازمېنه کابل او د افغانستان سویلي ولایتونه د هېواد له شمال سره نښلوي.
هر کال د ژمي په موسم کې د درنې واورې او بارانونو له امله دغه لاره تړل کېږي، چې ډېر ځله مساپرو ته د سر درانه زیانونه هم اړوی.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۴مه) ویلي، چې د سالنګ لویه لاره د درنې واورې او سخت توپان له امله تېره شپه له اتو بجو راهیسې د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
د دغه وزارت ویاند وايي، ټول هغه موټر چې د دغې لویې لارې په دواړو غاړو کې ایسار وو، له هغو سیمو چې خطرونه وو اېستل شوي دي.
محمد اشرف حقشناس په اېکس پاڼه لیکلي، د سالنګونو د ساتلو او مراقبت کارکوونکي د لارې په خلاصولو بوخت دي او د هوا له ښه کېدو وروسته به ډېر ژر دغه لاره بېرته برانیستل شي.
نوموړي له خلکو غوښتي، چې تر دویمې خبرتیا دې پر دغه لاره د تګ راتګه ډډه وکړي.
د سالنګ لویه لاره د افغانستان د سترو ټرانزیټي لارو له ډلې څخه مهمه لاره ده، چې پلازمېنه کابل او د افغانستان سویلي ولایتونه د هېواد له شمال سره نښلوي.
هر کال د ژمي په موسم کې د درنې واورې او بارانونو له امله دغه لاره تړل کېږي چې ډېر ځله مساپرو ته د سر درانه زیانونه هم اړوی.

پخوانۍ ولسمشر محمد اشرف غني د پوډکاستونو په لړۍ کې ویلي، چې د افغانستان له اوسني بد وضعیت څخه انکار به د حالاتو د لا خرابیدو سبب شي.
ښاغلی غني وایي: «ټولې نښې ښیي چې د افغانستان حالت جدي د یوې مناسبې حل لارې پرته به نور هم خراب شي.»
هغه وایي، چې په هغه ټولنه کې چې د اسلامي شریعت اساسي اصول لکه د ژوند، دین، ملکیت، او ټولنیز ژوند مصوونیت شتون نه لري، وضعیت نور هم کړکیچن کیږي.
پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، چې د افغانستان په ټولنه کې د افراط او تفریط کچه په چټکۍ سره ډېریي او دغه کار د افغانانو په دیني زده کړو کې هېڅ ډول اساس نه لري ځکه یې ولس هم په حقه او مشروع نه بولي.
هغه په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدلو ته اشاره کوي او وایي، چې د طالبانو ادارې لا دمخه، په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د کډوالو په راتګ سره به په مرستو تکیه نوره ډیره شي.
غني زیاتوي، چې طالبان باید دا هیر نه کړي چې افغانستان نور د نړۍوالو د توجو مرکز نه دی.
هغه ویلي، چې په ورته وخت کې د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو ډیریدل به سیاسي بحران نور هم ژور او پیچلی کړي او بشپړ امنیتي بحران به رامنځته کړي.
خو اشرف غني د دې بحرانونو د حل لارې لپاره وایي، چې د اوضاع جدیت باید درک شي.
ښاغلی غني وایي، د ملي او نړۍوال مشروعیت له پاره داسې اجماع ته اړتیا ده چې په هغه کې د ملت ډېره برخه شتون ولري.
هغه وايي: "د اوسني بحرانونو اداره کولو او د راتلونکي بحرانونو مخنیوي لپاره باید یوه د لارې نقشه جوړه شي، هغه څه چې د ظرفیتونو، منابعو او کورنیو پانګونو انسجام ته اړتیا لري تر څو یې د پلي کولو زمینه برابره شي."

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې ځواکونو یې د پنجشنبې پر ماښام (د لړم ۲۴مه) د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې د طالبانو د مخدره توکو سره د مبارزې پر مدیریت برید کړی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس خپرې کړې اعلامیه کې کاږلي، چې په دې عملیاتو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان وایي، چې د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.
ښاغلي جلالیان دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې کړي.
جلالیان په دې برخه کې له کابل څخه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د طرحې، وړاندیز او مشورې غوښتنه هم کړې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پراېکس پاڼه کاږلي، چې له جلالیان سره په کتنه کې حقاني له ایران څخه غوښتي چې له نا قانونه کډوالو سره له زغمه کار واخلي او ناوړه چلند دې ورسره نه کوي.
همدا راز، جلالیان له امیرخان متقي سره په ناسته کې ویلي و، چې یران به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو هوکړو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل کړي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې ناسته کې په ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د جبرې ویستلو د مخنیوي، د بندیانو انتقال، له کډوالو سره ښه چلند، د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي، د ګډ میکانیزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د ډیپلوماټانو (اتشو) پر ستونزو خبرې وشوې.
د خلیل الرحمن حقاني او امیر خان متقي په ګډون له ایراني پلاوي سره د یو شمېر نورو طالب چارواکو لیدنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسي د ایران پر پوله د ایراني ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو د ډزو او افغانانو د وژل کېدو په تړاو لا هم طالبانو د خپلو موندنو ورستي جزییات نه دي په ډاګه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران د عدلیې وزارت مرستیال سره په لیدنه کې، په دغه هیواد کې د افغان کډوالو سره د ایران د دولت د ښه چلند او حوصله مندۍ غوښتنه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حفیظ ضیاء احمد د پنجشنبې په ورځ پر اېکس خپره کړي اعلامیه کې ویلي، چې مولوي امیر خان متقي په خپل کاري دفتر کې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال وزیر دوکتور عسکر جلالیان او مل پلاوي سره په ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، په ایران کې د کډوالواو بندیانو، اقتصادي او تجارتي همکاریو او سیمه ییزو سیاسي همکاریو په تړاو هر اړخیزې خبرې کړي.
ضیاء احمد لیکلي، چې متقي د څلورو لسیزو راهیسې د کډوالو د کوربه توب په تړاو له ایران څخه مننه کړې او ترې یې غوښتي چې د افغان کډوالو سره دې له ښه چلند او حوصله مندۍ کار واخلي.
په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو طالبان له خورا نرم دریځ څخه کار اخلي او تر اوسه نه دي توانېدلي، چې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.
همدا راز، متقي ویلي، چې د افغان بندیانو د تبادلې په ټړاو د ایران سره ګډ کار کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د ایران د عدلیې مرستیال وزیر څخه د همکاری غوښتنه کړې.
په اعلامیه کې راغلي، چې جلالیان په افغانستان کې "د وروستیو پرمختګونو او ثبات" په اړه خوشالي څرګنده کړه او وې ویل: «ایران به د خپلو همکاریو په دوام، په نیژدي راتلونکي کې د ترسره شويو هوکړو پر اساس د ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل کړي.»
تر دې مخکې د ایران دولتي اژانس ایرنا د دغه هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالو چارو د مرستیال له قوله خبر ورکړی و، چې د ایران په زندانونو کې ۱۰۰۰ تنه بندیان افغان وکړي، افغانستان ته استوي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې هم د ایران اته وګړي بندیان دي.
