فایننشل ټایمز: ټرمپ پر ایران د فشار راوړلو په لټه کې دی څو یې مذاکراتو ته مجبور کړي

فایننشل ټایمز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د یو لړ فشارونو په هڅه کې دی، څو دغه هېواد د اټومي پروګرام او د سیمه ییزو سیاستونو د بدلون په اړه مذاکراتو ته مجبور کړي.