ایراني چارواکی: افغانانو ته د سیمکارټ ورکول او د بانکي حساب جوړول جرم دی او سخت مجازات لري

د تهران یو امنیتي چارواکی داوود معظمي ګودرزی وایي، چې افغانانو ته د سیمکارټ ورکول او د بانکي حسابونو جوړول جرم دی او سخت مجازات لري. نوموړی وایي، چې یو شمېر ایرانیان په خپل هویت افغانانو ته بانکي حسابونه او سیمکارټونه جوړوي او غیر قانوني افغانانو ته یې ورکوي.