ناڅرګندو وسله والو په خيبر پښتونخوا کې ۷ پوليس تښتولي

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله خبر ورکړی، چې نامعلومو وسله والو د خيبر پښتونخوا په بنو سيمه کې اووه پوليس تر نیولو وروسته تښتولي دي. د بنو امنیه قوماندان جيونيوز ته ويلي، چې وسله والو د بنو روچه پوسته نيولې او وروسته یې دغه پوليس له ځان سره بیولي دي.