طالبان: د ترکیې او کابل تر منځ د ځمکني ټرانسپورټ د فعالولو لپاره په خبرو بوخت یو

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ويلي چې، کابل کې د ترکیې سفیر او د دغې ډلې د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې چارواکو د افغانستان او ترکیې تر منځ د ځمکني ټرانسپورټ د فعالولو په اړه خبرې کړې دي.








