سرچینې: طالبانو په کونړ کې هم پر انځورونو او تصویري مرکو بندیز ولګاوه

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حکم پراساس دغې ډلې په کونړ ولایت کې په رسنیو کې د انځورونو په خپرولو او تصویري مرکو بندیز لګولی دی.