سوېلي کوریا: د شمالي کوریا شاوخوا ۱۱ زره پوځیان د اوکراین جګړې ته استول شوي دي

سوېلي کوریا د اوکراین جګړې ته د شمالي کوریا له خوا د استول شویو پوځیانو شمېر ۱۰ زره او ۹۰۰ ښودلی. د سوېلي کوریا د پارلمان د استخباراتو کمیټې غړې پارک سون اوون وویل چې دغه ځواکونه د روسیې د هوايي او ځانګړو ځواکونو په رول کې د کرسک په سیمه کې ځای پر ځای شوي.