ډان ورځپاڼه: تېر ۲۴ ساعتونه په خیبر پښتونخوا کې ۱۹ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه امنیتي ځواکونه په دوو جلا، جلا پېښو کې وژل شوي. د راپور له مخې، د پوځ د رسنیو دفتر په رسمي ډول د وژل شویو کسانو شمېر نه دی تایید کړی؛ خو رسمي سرچینو منلې، چې یاد شمېر امنیتي ځواکونه په تېراه او بنو کې وژل شوي دي.