د پاکستان حکومت په بلوچستان کې د پراخو پوځي عملیاتو طرحه تصویب کړه

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د نا امنیو له زیاتېدو سره سم د پاکستان دولتي عالي کمېټې د سې شنبه په ورځ په بلوچستان کې د پراخو پوځي عملیاتو طرحه تصویب کړه. دغې کمېټې وویل، چې د بهرنيو هېوادونو جنګیالي د پاکستان د اقتصادي پرمختګ مخه نيسي.