پنټاګون: له روسیې سره د جګړې په حالت کې نه یو

د پنټاګون مرستیالې ویاندې سبرینا سېنګ ویلي، چې امریکا له روسیې سره د جګړې په حالت کې نه ده. نوموړې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل:« باید په واضح توګه ووایم، چې متحده ایالات له روسیې سره د جګړې په حال کې نه دي.»