پاکستاني رسنۍ: متحده عربي اماراتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۲۹۲ پاکستانيان بندیان دي

د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور پنځه زره او ۲۹۲ پاکستاني وګړي بندیان دي. رسنیو په عربي اماراتو کې د پاکستان سفارت د چارواکو له قوله ویلي، دغه پاکستانیان په غلا، زنا، قتل، درغلیو، نشهيي توکو، تښتونو او ورته جرمونو په تور نیول شوي.