• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کییف وايي، روسیې پر اوکراین د برید لپاره لرې واټن ویشتونکي بالستیک توغندي کارولي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۰

اوکرایني چارواکي وايي، چې روسیې د پنجشنبې په ورځ په دنیپرو ښار یو برید کې د لویو وچو ترمنځ کاریدونکی بالستیک توغندی کارولی دی. دا لومړی ځل دی چې روسیه پر اوکراین دغه ډول توغندی کاروي،‌ چې په اصل کې د لرې واټن اټمي بریدونو لپاره ډیزاین شوی دی.

لویدیځو چارواکو، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې رویټرز سره خبرې کولې، وايي، چې د دوی لومړنیو ارزونو ښودلې چې دغه توغندی د لویو وچو ترمنځ کاریدونکی بالستیک توغندی نه و، خو زیاته کړې یې ده چې ښايي دغه ارزونه وروسته بدله شي.

دغه وروستي برید په ۳۳ میاشتنۍ جګړه کې په چټکۍ سره مخ په زیاتیدونکي کړکیچ په ګوته کوي.

اوکراین په دې اونۍ کې په روسیې کې دننه ځینو موخو باندې د متحده ایالاتو او بریتانیا له خوا ورکړل شوي د لرې واټن ویشتونکي توغندي د روسیې د خبرداري سربیره وکارول. روسیې ویلي و، چې دا کار د لوی تاوتریخوالي په توګه وګوري.

امنیتي کارپوهان وايي، که د پنجشنبې په برید کې د لویو وچو ترمنځ د برید لپاره جوړ شوی یو اوږد واټن ویشتونکی توغندی کارول شوی وي، دا به په جګړه کې د دغه ډول توغندي لومړۍ کارونه وي. دا وسلې ستراتیژیکې وسلې دي چې د اټومي وسلو د لیږد لپاره کارول کیږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په یو ویډیویي اعلامیه کې وویل: "نن یو نوی روسي توغندی پر مونږ وتوغول شو. ټولې ځانګړتیاوې یې - سرعت، لوړوالی - د لویو وچو ترمنځ کاریدونکو بالستیک توغنديو دی. اوس یو متخصص په دې اړه د څیړنو په حال کې دي."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د روسیې له خوا د نوي ډول وسلې د کارولو په اړه دې ژر تر ژره غبرګون وښيي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې دا توغندی د اوکراین په دنیپرو څخه ۷۰۰ کیلومتره لرې د روسیې له استراخان سیمې څخه توغول شوی دی.

ترویج لرونکی

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه
۱
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۲

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۳

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

امریکا د اسراییل د لومړي وزیر نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې امر رد کړ

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۰

متحده ایالتونو د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر د نیولو په تړاو د جرمونو د نړیوالې محکمې امر رد کړ.

فرانس پرېس وايي، چې دغه اعلان سپینې ماڼۍ کړی.

د جرمونو نړیوالې محکمې نن د پنجشنبې په ورځ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دغه هیواد د پخواني دفاع وزیر او د حماس د چارواکو د نیولو امر وکړ.

اسراییل او د حماس چارواکي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې د بريد او د غزې جګړې له کبله په جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو تورن شوي دي.

دا محکمه مسوولیت لري، چې «نسل وژنه، جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه او د جنسي تېري» مسایل وڅېړي او سرغړوونکو ته سزا وټاکي.

د اسراییل ولسمشر دغه حکم ظالمانه بللی دی.

ټایمز اف اسراییل په یوه رپوټ کې ویلي چې دا حکم نتنیاهو او نور اسراییلي سیاسي مشران په نړیواله کچه تر تعقیب لاندې شکمن کسان ګرځوي او شونې ده چې دوی نور هم منزوي کړي او په غزه او لبنان کې د اوربند لپاره د خبرو هڅې پیچلې کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د نتنیاهو او د حماس چارواکو د نیولو امر صادر کړ

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۷ GMT+۰

د جرمونو نړیوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دغه هیواد د پخواني دفاع وزیر او د حماس د چارواکو د نیولو امر وکړ.

اسراییل او د حماس چارواکي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې د بريد او د غزې جګړې له کبله په جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو تورن شوي دي.

دا محکمه مسوولیت لري، چې «نسل وژنه، جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه او د جنسي تېري» مسایل وڅېړي او سرغړوونکو ته سزا وټاکي.

د اسراییل ولسمشر دغه حکم ظالمانه بللی دی.

ټایمز اف اسراییل په یوه رپوټ کې ویلي چې دا حکم نتنیاهو او نور اسراییلي سیاسي مشران په نړیواله کچه تر تعقیب لاندې شکمن کسان ګرځوي او شونې ده چې دوی نور هم منزوي کړي او په غزه او لبنان کې د اوربند لپاره د خبرو هڅې پیچلې کړي.

متیو میلر: امریکا له پاکستان سره د ترهګریزو ګواښونو مخنیوي کې همکاري کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۵ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له افغانستان څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو په تړاو ویلي، چې واشنګټن د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان د وړتیا په لوړولو کې همکاري کوي. متیو میلر وویل چې امریکا له اسلام اباد سره په ترهګرۍ ضد جگړه کې دوه اړخیزه ملګرتیا لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د لړم په ٢٩مه، په يوه خبري غونډه کې له افغانستان سره د پاکستان اوسنۍ پولې ته څېرمه د وسله والو وروستي بريدونه او د اوو پاکستاني پوځيانو وژل وغندل.

میلر وویل، "د پاکستان خلکو له ترهګرو او شرخوښو بنسټپالو ډېر زیان لیدلی دی او موږ له هغو کورنیو سره غمرازي ښیو، چې په وروستیو بریدونو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي».

میلر دا هم وویل چې متحده ایالات ژمن دي چې د پاکستان د حکومت له مشرانو او مدني ټولنې سازمانونو سره کار وکړي څو د «بنسټپالو ترهګرو» ډلو د ګواښونو په ګوته کولو، مخنیوي او ځواب ویلو کې د وړتیاوو د تقویې فرصتونه تشخیص کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امریکا په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر ضد کوم اقدام نه کوي، وویل: "موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره مهمه دوه اړخیزه ملګرتیا لرو چې منظمې خبرې اترې او له ترهګریزو ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې کاري سلامشورې پکې شاملې دي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې طالبان د دوحې د تړون له مادو څخه په سرغړونې تورن کړي وو او ویلي یې و، چې دې ډلې د القاعدې د مشرانو په ګډون ځینو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده.

متیو میلر ویلي و، واشنګټن له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د زیاتېدونکي فعالیت په اړه ځواب ورکړي.

طالبانو په وار وار د تحریک طالبان پاکستان په ګډون جنګیالیو ډلو ته د پناه ورکولو او د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان امنیت او خاورې ته د افغانستان له اړخه ګواښونه رد کړي دي.

اوکراین لومړی ځل په اوږد واټنه امریکايي توغندي د روسیې خاوره په نښه کړه

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۰ GMT+۰

د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکراین په تړاو د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پالیسي بدلېدو پسې کیېف د دغه هېواد بریانسک سیمه په لر واټنه اټکمز توغندي سره وویشته. د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، اوکراین نن د روسیې خاورې ته شپږ توغندي توغولي چې پنځه یې شنډ کړي دي.

دا وزارت زیاتوي چې یوه زیانمن توغندي په نظامي سیمه کې اور لګولی دی.

اوکراین هم ادعا کړې چې نیمه شپه یې بریانسک کې د پوځي وسلو ډېپو په نښه کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې کوم ډول وسله یې کارولې ده.

د اوکریان لوی درستیزوالي وايي، د دوی په برید پسې په نښه شوې سیمه کې ګڼې چاودنې شوې دي.

اوکراین له هغه وروسته دا تاکتیکي توغندیز سیستم یا اتکمز د روسیې پرضد کاروي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ورته په جګړه کې د امریکايي وسلو د کارولو په تړاو محدودیتونه کم کړل.

دا پریکړه د متحده ایالاتو د پالیسۍ یو لوی بدلون ښيي او په داسې حال کې شوی چې د بایډن د دندې موده د پای ته رسیدو په حال کې ده.

کرملین جو بایډن د دې پرېکړې له امله د اوکراین د جګړې په پراخولو تورن کړی او ویلي یې دي، چې غبرګون به وښيي.

تر دې څرګندونو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو نوی فرمان لاسلیک کړ، چې مسکو ته په پراخه کچه د اتومي وسلو د کارولو اجازه ور کوي.

په دغه فرمان سره روسیه د اتومي ځواک لرونکو هېوادونو له ملاتړه برخمن یوه غیر اتومي هېواد پر وړاندې اتومي وسلې کارولی شي.

د نويو تعدیلاتو له مخې، پر روسیه او ددغه هېواد پر متحدانو د دښمن د تیري مخنیوی د مسکو تر ټولو مهم لومړیتوب دی او د هر پوځي ایتلاف غړی هېواد چې پر روسیه او د مسکو پر متحدانو تېری کوي، د یاد ایتلاف د تیري په توګه ګڼل کیږي.

په همدې ترڅ کې روسي چارواکو ویلي چې ددوی د اتومي وسلو د استعمال موخه دفاعي ده.

د اوکراین په جګړه کې دا نوې پرمختیا په داسې حال ده چې د امریکا ټاکلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ټاکنیزو هڅو کې ویل، چې په واکمنېدو سره به د اواکراین جګړه ختمه کړي.

په خیبر پښتونخوا کې ۷ تنه تښتول شوي پولیس د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي شول

۲۹ لړم ۱۴۰۳ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې ځايی سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ د ناڅرګندو وسله والو له خوا تښتول شوي ۷ تنه پاکستاني پولیس په مشروط ډول د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي شوي دي. سرچینې وايي، خوشي شويو پولیسو ژمنه کړې چې تر خلاصون وروسته به خپلې دندې پرېږدي.

په بنو کې ځايي سرچینو نن «د لړم۲۹مه» وویل چې د بنو له روچه پوستې څخه تښتول شوي پولیس نن سه شنبه د وسله والو له خوا خوشي شوي دي.

د بنو پولیسو د ۷ تنو خوشي شویو پولیسو انځورونه هم خپاره کړي دي.

یو ځايي قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د خبرو پرمهال د وسله والو طالبانو شرایط دا وو، چې پولیسو ته به خپلې وسلې بېرته نه ور کوي او بیا ځلي به خپلو دندو ته نه ګرځي.

که څه هم تر دې دمه پاکستاني طالبانو ددې پولیسو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو ځايي سرچینې وايي، پولیس د حافظ ګل بهادر ډلې له خوا تښتول شوي وو.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله خبر ورکړی و، چې نامعلومو وسله والو د خيبر پښتونخوا په بنو کې اووه پوليس تر نیولو وروسته تښتولي دي.

د بنو امنیه قوماندان جيونيوز ته ويلي، چې وسله والو د بنو روچه پوسته نيولې او وروسته یې دغه پوليس له ځان سره بیولي دي.

په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول پر پولیسو فشارونه زیات کړي چې خپلې دندې پرېږدي.