د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې پر بګرام هوایي ډګر یې برید کړی

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د پنجشنبې په ماښام (د لېندۍ لومړۍ) د بګرام پر هوایي ډګر یې برید کړی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د پنجشنبې په ماښام (د لېندۍ لومړۍ) د بګرام پر هوایي ډګر یې برید کړی.
دغې جبهې پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د بګرام هوایي ډګر پر څلورمې دروازې کې یې امنیتي قراول په نښه کړی دی.
د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د دې عملیاتو په پایله کې د قراول مرستیال ملا ذاکر په ګډون درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې د امریکا د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد جګړې مدیر دانیل جې روزنتال وايي، په داسې حال کې چې ټرمپ به د بهرنۍ تګلارې له ګڼو ننګونو سره مخ وي، خو باید له افغانستان نه متوجه ترهګریز ګواښونه له پامه ونه غورځوي.
روزنتال ده هېل ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې په نړیواله کچه د امریکا د ځواکمنتیا او ټاکنیز کمپاین د ژمنو پلبیتابه لپاره ټرمپ باید خپل د ملي امنیت ټیم ته دنده وسپاري چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو ګټو ته د ګواښونو اوسنی حالت و ارزوي اودا و څیړي چې ایا امریکا د ستونزو د حل لپاره کافي سرچینې لري که نه.
روزنتال لیکلي، چې له افغانستان نه د امریکا وتلو واشنګټن دلته د معلوماتو د راغونډولو له ارزښتناکو شتمنیو بې برخې کړی او ددې هیڅ ځایناستی نه ترسترګو کیږي. نوموړی وايي، ددې پایله داده چې واشنګټن د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ترهګریزو توطیو سره د مقابلې په برخه کې تر پخوا کم توانه دی.
د هغه په وینا، افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یوځل بیا د ترهګرو ډلو په مرکز بدل شوی او د رپوټونو له مخې القاعدې اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي، مدرسې یې تقویه کړې او د وسلو یوه نوې زېرمه یې جوړه کړې ده.
یاد پخواني چارواکي زیاته کړې، « ټرمپ باید د امریکا هغه افغان همکاران وژغوري چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي او خوندي لارو او ځان اېستلو ته اړ دي».
روزنتال زیاتوي، «ولسمشر بایډن ویاړي چې د خپلې ادارې پر مهال یې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې خو لسګونه زره هغه افغان ملګري پاتې دي، چې د جګړې په اوږدو کې یې په وفادارۍ له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه همکاري کړې ده».
نوموړی وايي، له هغه وخت راهیسې، طالبانو دوی او ددوی کورنۍ په سیستماتیک ډول په نښه کړي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.
هغه دغه راز وړاندیز کړی چې بایدن باید له ګوانتانامو څخه د هغو بندیانو د لیږد لپاره هڅې ګړندۍ کړي چې په نورو هیوادونو کې په خوندي ډول میشتېدای شي.
دهګوانتانامو زندان د امریکا پر مخ داغ بللی او د تړلو غوښتنه یې کړې ده.

د افغان خبريالانو مرکز د ټلویزيون نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې طالبانو په تېر يو کال کې د ۱۲ ټلویزیونو فعالیتونه بند کړي دي. دغه مرکز ويلي، چې طالبانو په همدې موده کې د رسنيو ۳۰ کارکوونکي او خبریالان زنداني کړي، چې ۷ تنه لا هم په بند کې دي.
د افغان خبريالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ د ټلویزيون نړيوالې ورځي په مناسبت په خپله اعلاميه کې ویلی، چې طالبانو په تېرو درېيو کلنو کې ۲۱ رسنيزې کړنلاې صادرې کړې، چې په عمل کې د رسنیو له قانون سره سمون نه لري.
د خبريالانو مرکز ويلي، چې په ملي ټلویزیون کې د ښځو پر کار بنديز، د ټلویزیون پر پرده د ښځو نه ښکاره کېدل، د فلمونو، سريالونو نه خپرېدل، پر ښځينه خبريالانو ماسک جبري کول، په افغانستان کې د نړيوالو ټلويزيونونو پر خپرونو بنديز، په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو نه ترسره کېدل او ورته نور بنديزونه د طالبانو په دغه رسنيزو کړنلارو کې شامل دي.
د خبریالانو مرکز زياتوي، چې د طالبانو په ۱۶ نورو رسنيزو کړنلارو کې هم سخت محدودیتونه ټاکلي دي.
دغه مرکز ليکلي: «په ۱۶ نورو کړنلارو کې لاریون او مدني اعتراضونو ته رسنيز پوښښ نه ورکول، اطلاعاتو ته سخت لاس رسی، د حکومت په توګه د طالبانو معرفي کول، په رسنیو کې د موسیقۍ خپرولو منع کول، په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو جلا کول، له نارینه وو سره د ښځو مرکې او برعکس یې، د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز، د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو درلودونکو سوداګریزو اعلانونو پر خپرولو بندیز، پر طالب چارواکو د نیوکې منع کول، جلا وطنه رسنیو سره پر کار بندیز او نور شامل دي.»
د خبريالانو مرکز د خپلو موندنو پر اساس وايي، چې که رسنۍ او خبريالان د طالبانو دغه امرونه عملي نه کړي، له ګواښ او بند سره مخ کيږي او یا یې هم رسنيز فعاليت بنديږي.
دوی وايي، چې د طالبانو د همدې فرمانونو د نه عملي کولو پر اساس دې ډلې په بېلابيلو ولایتونو کې ۱۲ ټلویزیونونه تړلي او له دې جملې يې یوازې یوه ټلویزیون ته د بیا فعالیت اجازه ورکړې.
د خبريالانو دغه بنسټ زياتوي، چې په همدې موده کې طالبانو ۳۰ خبریالان او د رسنيو کارکوونکي نيولي او زنداني کړي دي، چې دا مهال ۷ تنه لا هم د دوی په بند کې دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د ټلویزیون نړيوالې ورځې په مناسبت له طالبانو وغوښتل، چې د ازادو رسنیو ارزښت ته په پام پر خپلو رسنيزو کړنلارو غور وکړي او د رسنيو د قانون په چوکاټ کې د خبریالانو کار او فعالیت ته درناوی ولري.

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان څېړنیز راپور ښيي، چې طالبانو د پوهنې په سیستم کې جنسیتي تعصب، تاوتریخوالی او تبعیض ته ځای ورکړی. یوه مرکه کوونکي رواداري ته ويلي، چې په نيمروز کې د ديني علومو يوه استاد محصلانو ته وويل چې «که ښځې جومات ته لاړې شي، جومات چټليږي.»
د رواداري په نوم د بشري حقونو یو سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ لومړۍ) د «محروميت او تبعيض: په افغانستان کې زده کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي وضعیت» په نامه يو نوی څېړنيز راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو له خوا ګومارل شويو استادانو محصلانو ته ویلي چې «د ښځو او نارینه وو د مساوي حقوقو غوښتنه د اسلام د دښمنانو کار دی او که ښځې د کورنۍ او ټولنې د تصميم مسوولې وي، نو په ټولنه کې به د اخلاقي فساد او بربادۍ لامل شي.»
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په بغلان ولایت کې د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي ټولګیو کې "ډېر توهينوونکي" موضوعات دود کېږي.
په بدخشان کې یوه مرکه کوونکي رواداري سازمان ته وویل، چې طالبانو زده کوونکو ته ویلي، چې له کوره د ښځو وتل به ټولنه له بربادۍ سره مخ کړي.

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په ښار کې تالاشۍ زياتې کړې دي او له خلکو بېلابيلې پوښتنې کوي. کندهار ښار ته غځېدلې لارې هم د طالبانو تر سخت څار لاندې دي.
د کندهار اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې طالبان په خورا لنډو فاصلو کې تلاشۍ کوي او له دوی څخه د تذکرو، کورونو او کاروبار پوښتنې کوي.
د کندهار عينومېنې اوسېدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله خپل مستعار نوم علي احمد ښيي، وویل: «طالبانو په سل مترۍ کې درې چيک پواينتونه جوړ کړي او خلک په یو او بل نوم تکلیفوي.»
د سرچينو په خبره، طالبانو له تېرو دوو اونيو د خلکو پوښتل او تالاشي کول زيات کړي دي.
سرچینې وايي، ددې ډلې د خپلمنځي اختلافاتو او امنيتي اندېښنو په تړاو له رپوټونو وروسته، د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د استوګنځي او د طالب مشرانو د تګ راتګ د خونديتوب لپاره دغه اقدام کړی.
د معلوماتو له مخې، طالبان هڅه کوي، چې دغه ښار ته د نامعلومو کسانو د تګ راتګ مخنيوی وکړي.

کندهار ښار ته غځېدلې لارې هم د طالبانو تر سخت څار لاندې دي او په ښار کې امنيتي کسان په شخصي لباسونو کې هم پلټنې کوي.
بل لوری نن پنجشنبه په کندهار کې د طالبانو مخکښ والي ملاشيرين د امنيتي حوزو له مسوولانو سره په ناسته کې له هغوی، غوښتي، چې امنيتي تدابير زيات کړي.
ملاشيرين په دې ناسته کې ویلي، « تاسې د ټولو حوزو امرین خپل مجاهدین د امنیت لاټینګښت ته ښه متوجه کړئ.»
په دې ناسته کې د حوزو د امرانو ترڅنګ د امنيت امر محمدولي شاه اغا او د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د ټولي قرارګاه قوماندان ذوالفقار هم ګډون درلود.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له خپلې کورنۍ سره په کندهار کې اوسيږي او طالب وزيران هم د سلا مشورو لپاره د نوموړي ليدو ته دغه ښار ته ځي.
د طالبانو مشر په دوو مياشتو کې د کابینې ناسته هم په دغه ولایت کې کوي، چې پر مهال يې د امنيت د ټينګښت لپاره مهم واټونه بند وي.


د طالبانو سترې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ابتدايه محکمې د خوست په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې يوه ښځه او یو نارينه د «اخلاقي فساد» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، دواړو کسانو ته یې ۳۹ – ۳۹ دُرې سزا ورکړې ده.
د طالبانو سترې محکمې د یادې ښځې او نارينه د هويت په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.
طالبانو نن پنج شنبه د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې هم درې تنه د «زنا» په تور په یوه ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې ۳۹ – ۳۹ دُرې وهلي وو.
دغه ډله نږدې هره ورځ تورنو کسانو ته په عام محضر کې د وهلو او تنفيذي بند د سزا خبر ورکوي.
د طالبانو بدني سزاوې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او پر دې ډله په وار وار غږ شوی، چې له دې کړنو لاس واخلي.
خو طالبان وایي، دوی په ټولنه کې د اصلاح لپاره «شریعت» پلی کوي.
