• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندهار کې امنیتي پلټنې او تالاشۍ ډېرې کړې دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۲ GMT+۰

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په ښار کې تالاشۍ زياتې کړې دي او له خلکو بېلابيلې پوښتنې کوي. کندهار ښار ته غځېدلې لارې هم د طالبانو تر سخت څار لاندې دي.

د کندهار اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې طالبان په خورا لنډو فاصلو کې تلاشۍ کوي او له دوی څخه د تذکرو، کورونو او کاروبار پوښتنې کوي.

د کندهار عينومېنې اوسېدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله خپل مستعار نوم علي احمد ښيي، وویل: «طالبانو په سل مترۍ کې درې چيک پواينتونه جوړ کړي او خلک په یو او بل نوم تکلیفوي.»

د سرچينو په خبره، طالبانو له تېرو دوو اونيو د خلکو پوښتل او تالاشي کول زيات کړي دي.

سرچینې وايي، ددې ډلې د خپلمنځي اختلافاتو او امنيتي اندېښنو په تړاو له رپوټونو وروسته، د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د استوګنځي او د طالب مشرانو د تګ راتګ د خونديتوب لپاره دغه اقدام کړی.

د معلوماتو له مخې، طالبان هڅه کوي، چې دغه ښار ته د نامعلومو کسانو د تګ راتګ مخنيوی وکړي.

100%

کندهار ښار ته غځېدلې لارې هم د طالبانو تر سخت څار لاندې دي او په ښار کې امنيتي کسان په شخصي لباسونو کې هم پلټنې کوي.

بل لوری نن پنجشنبه په کندهار کې د طالبانو مخکښ والي ملاشيرين د امنيتي حوزو له مسوولانو سره په ناسته کې له هغوی، غوښتي، چې امنيتي تدابير زيات کړي.

ملاشيرين په دې ناسته کې ویلي، « تاسې د ټولو حوزو امرین خپل مجاهدین د امنیت لاټینګښت ته ښه متوجه کړئ.»

په دې ناسته کې د حوزو د امرانو ترڅنګ د امنيت امر محمدولي شاه اغا او د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د ټولي قرارګاه قوماندان ذوالفقار هم ګډون درلود.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له خپلې کورنۍ سره په کندهار کې اوسيږي او طالب وزيران هم د سلا مشورو لپاره د نوموړي ليدو ته دغه ښار ته ځي.

د طالبانو مشر په دوو مياشتو کې د کابینې ناسته هم په دغه ولایت کې کوي، چې پر مهال يې د امنيت د ټينګښت لپاره مهم واټونه بند وي.

100%

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو خوست کې يوه ښځه او یو نر د «اخلاقي فساد» په تور په عام محضر کې ووهل

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ابتدايه محکمې د خوست په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې يوه ښځه او یو نارينه د «اخلاقي فساد» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، دواړو کسانو ته یې ۳۹ – ۳۹ دُرې سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د یادې ښځې او نارينه د هويت په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.

طالبانو نن پنج شنبه د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې هم درې تنه د «زنا» په تور په یوه ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې ۳۹ – ۳۹ دُرې وهلي وو.

دغه ډله نږدې هره ورځ تورنو کسانو ته په عام محضر کې د وهلو او تنفيذي بند د سزا خبر ورکوي.

د طالبانو بدني سزاوې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او پر دې ډله په وار وار غږ شوی، چې له دې کړنو لاس واخلي.

خو طالبان وایي، دوی په ټولنه کې د اصلاح لپاره «شریعت» پلی کوي.

پاکستان میشتي افغان خبریالان بشري ویزو ته له اوږده انتظاره شکایت کوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۴ GMT+۰

په پاکستان کې میشت افغان خبریالان وايي چې له درې کلن انتظار سره سره، د ډېرو کسانو د تخلیې په تړاو تر اوسه تصمیم نه دی نیول شوی. له دغو خبریالانو نه څو تنو اې بي سي نیوز ته ویلي چې په پاکستان کې یې وضعیت سخت دی.

یو شمېر خبریالانو شکایت کړی چې د ویزو په تمدید کې له ستونزو سره مخ دي او یونیم ځل ترې د رشوت غوښتنه شوې، خو پاکستاني چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

دغه خبریالان چې په سیاحتي ویزو پاکستان ته تللي د کار کولو اجازه نه لري او د خپلو اقتصادي ستونزو د لرې کولو لپاره د کورنیو د غړو لاسنیوي ته اړ دي.

یادو خبریالانو ویلي چې ډېر وخت د پولیسو له پلټنو په اندېښنه کې وي، ځکه پولیس د معتبرو اسنادو پوښتنه کوي او کله کله د شپې له مهاله کورونه پلټي او هغه کسان لټوي چې د استوګنې معتبر سندونه نه لري.

د ویسا په نوم یوتن خبریال چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې پاکستان ته تللی او د اسټرالیا بشر دوستانه ویزې ته یې وړاندیز کړی، وايي، له دوه کلن ځنډ وروسته یې د ویزې تایید ځواب ترلاسه کړی، خو په کار کې یې نور هیڅ راز پرمختګ نه دی شوی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند اې بي سي نیوز ته ویلي، چې د ویزو د غوښتنلیکونو د پروسس چاره لږ ترلږه شپږ کاله وخت اخلي.

افغان خبریالان وايي، داسې ښکاري چې لویدیزو هېوادونو له افغان پناه غوښتونکو سره خپلو ژمنو ته شا کړې، ځکه د ډېرو خبریالانو قضیو ته رسیده ګي نه ده شوې.

د ماشومانو نړۍواله ورځ؛ طالبان وایي افغان زیانمن ماشومان لاسنیوي او رسېدنې ته اړتیا لري

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وایي، چې په افغانستان کې زیانمن ماشومان لاسنیوي او رسېدنې ته اړتیا لري.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، هڅه کوي چې په هېواد کې د هر ډول طبيعي او غير طبيعي پېښو څخه زیانمنو ماشومانو ستونزو ته لازمه رسېدنه وکړي او په دې برخه کې ملي او نړۍوالو بنسټونو همکاریو ته هم جدي اړتیا ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد وزارت په دې توانیدلی چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د زیانمنو او بې سرپرسته ماشومانو د پالنې ساتنې او روزنې لپاره روزنتونونه پرانیزي او د شاقه کارو ماشومانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، طالبان هڅه کوي چې لادرکه او رد مرز شوي ماشومان په سالم ډول د خپلو کورنيو غېږو ته ستانه کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت کاریګر او له ښوونځي پاتي ماشومان عادي له تاوتریخوالي او خبر څخه پاک ژوند ته بېرته را ګرځولي او د هېواد په ډېری ولسوالیو کې د ماشوم ساتنې شبکې یې فعالې کړي دي.

بل خوا نړۍوال سازمانونه وايي، چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې د پراخېدو له امله د هغو ماشومانو شمېر ډېرېږي، چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

تر دې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني په مخ پر زیاتېدونکي ناورین بدله شوې او ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي په خوارځواکۍ اخته دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر هم نن پر خپلې اېکس پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ماشومانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ماشومان د افغانستان راتلونکی جوړوي، او د افغان ماشومانو پر پالنې او ساتنې یې ټینګار کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اروپايي ټولنه د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د «ماشومانو او د هغوی د میندو تر څنګ ولاړه ده.»

د ماشومانو نړۍواله ورځ هر کال د نومبر په شلمه نمانځل کېږي، او په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د هوساینې او د هغوی له حقونو د ملاتړ په پار خپلې ژمنې تازه کوي او دغه راز د نړۍ هېوادونه او اړوند مدافع سازمانونه په دې برخه کې مرستې او همکارۍ ته رابولي.

ډېکر : د افغان ښځو پر زده کړو بندیزونه دوی د هېواد په راتلونکي کې له ونډې بې برخې کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وایي، چې د ښځو پر زده کړو اوسني محدودیتونه نجونې او ښځې د افغانستان په راتلونکي کې له ونډې اخیستو بې برخې کوي. کرن ډېکر دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د زده کړو د نړۍوالې اونۍ په درشل کی کړي دي.

مېرمن ډکر وویل: « زه زده کړو ته د مساوي لاسرسي لپاره د متحده ایالاتو ژمنتیا بیا تکراروم. په افغانستان کې، د ښځو پر زده کړو اوسني محدودیتونه نجونې او ښځې د افغانستان په راتلونکي کې د ونډې اخیستو له وړتیا څخه بې برخې کوي.»

مېرمن ډېکر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

هغې زیاته کړه: « افغانستان د ټول ولس له ونډې پرته پرمختګ او بریا ته نه شې رسېدلې.»

تر دې مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې استازي سټيفن روډریکوز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان ښځو او نجونو هيلې له لاسه ور نه کړي او هغوی بېړني ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه د افغان نجونو او ښځو په وړاندي د طالبانو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.

طالبانو د روان کال په اګسټ مياشت کې د خپل نوي قانون له مخې له مېرمنو غوښتي، چې په عامه ځایونو کې خپل بدن او مخ پټ کړي.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

د زده کړو نړۍواله اونۍ هر کال د نومبر په دویمه یا دریمه اونۍ کې لمانځل کیږي.

دا نوښت د امریکا د بهرنیو چارو او زده کړو وزارتونو له خوا پیل شوی دی.

موخه یې د نړۍوالو زده کړو ارزښت، کلتوري وده او زده کوونکو ته له نړۍوالو فرصتونو سره بلل کېږي.

عبدالکبیر: له ۴۰ هېوادونو سره اړیکې لرو او نورو هېوادونو ته هم خپل استازي لېږو

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په غزني ولایت کې په یوه غونډه کې وویل،چې دغه ډله له څه باندې ۴۰هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري. عبدالکبیر زیاته کړه، چې طالبان به په نږدې راتلونکي کې خپل سیاسي استازي نورو هېوادونو ته هم واستوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډيو او ټلويزيون د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په يوه راپور کې ليکلي، چې عبدالکبير دغه څرګندونې په غزني ولايت کې د خلکو د همغږۍ په غونډه کې وکړې.

عبدالکبیر زیاته کړه، چې د طالبانو سیاست خپلواکه او بې پرې دی او د توازن پر اصولو پر مخ ځي.

دغه طالب چارواکي د هغو څلوېښتو هېوادونو نومونه نه دي اخېستي، چې دغه ډله ورسره سیاسي اړیکې لري او دا یې هم نه ده څرګنده کړې چې کومو هېوادونو ته به خپل نوي استازي واستوي.

که څه هم د روسیې، ازبکستان، ایران، ترکمنستان او قزاقستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

طالبان وايي، سره له دې چې دغه هېوادونه يې په رسميت نه پېژني، خو د دوی استازي يې منلي دي.

عبدالکبیر ویلي دي، چې له طالبانو سره په دې کچه اړیکي لرل رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري.

مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري ویلي، چې د کوربه هېواد په غوښتنه یې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، شونې ده چې له نویو بدلونونو سره په جرمني کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي.

په تېرو درېیو کلونو کې نړۍوالې ټولنې په وار - وار په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو او د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو دا غوښتنې د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې او ادعا یې کړې، چې دوی د «اسلامي شریعت» له مخې عمل کوي.

د غزني په غونډه کې عبدالکبیر د طالبانو د پخوانيو دریځونو په اړه وویل، چې «دغه ډله به هېڅکله له هېچا سره د دین او هېواد پر سر معامله ونه کړي.»