طالبان وایي، په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۱۱ کوډګر نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ تنه کوډګر نیولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ تنه کوډګر نیولي دي.
د دغه وزارت لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شمېر کوډګر یې په غزني، دایکنډي، بلخ او هلمند ولایتونو کې نیولي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تر دې وړاندې هم د کابل او غزني په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې ځیني کوډګر نیولي وو.په افغانستان کې د کوډګرو د نیونې لړۍ له هغه وروسته پیل شوه، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یې د تعویذ لیکنې او کوډګرۍ پر کاروبار بندیز لګولی دی.د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف ویلي و: «په شریعت کې د کوډګرو او ساحرانو وژلو ته جواز ورکړل شوی دی.»که څه هم چې یو شمېر خلک د طالبانو لهخوا د کوډګرو د نیولو ستاینه کوي؛ خو دغې ډلې تر ډېره د خلکو پر ځینو نورو مذهبي او کلتوري دودونو هم بندیزونه لګولي، چې ځیني خلک ترینه ناراضه دي.
دا رنګه په ودونو کې په ټنګ ټکور لګېدلي بندیزونه او یا پر دودیزو مېلو وضع شوي محدودیتونه هغه څه دي، چې پر دغې ډلې یې د خلکو نېوکې زیاتې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د بغلان ولایت په یوه زیارت کې د بې ګناه خلکو وژل هېښوونکې پېښه ده.
نوموړي د دغې پېښې په غندنې سره پر اېکس پاڼه لیکلي: «د رسېدلیو راپورونو له مخې، د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې د ناپېژاندو وسلهوالو په وحشیانه برید کې چې له امله یې یوشمېر بې ګناه هېوادوال وژل شوي؛ هېښوونکې او د غندنې وړ پېښه ده.»
هغه په خپلې لیکنه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دغې پېښې د نړۍوالې بې پرې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
هغه زیاته کړې، دغې پېښې یوځلې بیا د جنایتکاره دوښمن نیت او د امنیت په ټینګښت کې د اوسنيو تپل شويو واکمنانو بې وسي په ډاګه کړه.
له بل پلوه په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ منلې، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه اغا» پر زیارت د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
تر دې وړاندې سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی و، چې ناپېژاندو وسلهوالو وړمه شپه ۱۱ کسان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې په ډزو وژلي دي.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.»

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، نیلا ابراهیمي ته د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې او ژولیا پارسي ته د مارتین انالز د بشري حقونو د جایزې د ګټلو مبارکي وویله. هغې ټینګار وکړ، چې دا جایزې د افغان ښځو او نجونو هوډ پیاوړی کوي.
د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د جمعې په ورځ ( د لېندۍ دویمه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکلي: « کومه زړورتیا چې دواړو ښودلې، د افغان نجونو او مېرمنو هوډ پیاوړی کوي.»
رینا امیري ټینګار وکړ، چې د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده چې د خپلو حقونو د درناوي غوښتنه کوي او اجازه نه ورکوي چې د دوی خوبونه له منځه ولاړ شي.
د ماشومانو د حقونو بنسټ ۱۷ کلنه افغانه نجلۍ نیلا ابراهیمي د "افغان نجونو د حقونو د دفاع" په خاطر د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې ګټونکې اعلان کړه. نیلا دا جایزه د ۴۷ هېوادونو څخه د ۱۶۵ نوماندانو په منځ کې وګټله.
ژولیا پارسي، د ښځو د حقونو فعاله او متعرضه مېرمن هم په تاجکستان کې د بشري حقونو له وکیل منوچهر خالق نظروف سره په ګډه د مارتین انالز د بشري حقونو جایزه وګټله.

لانګ وار ژورنال مجلې په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.
دې مجلې لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ په اوکراین، اسراییل او چین متمرکزه ده، په افغانستان کې «د طالبانو پر وړاندې جګړه مخ په ګرمیدو ده.»
لانګ وار ژورنال ویلي دي، چې د مقاومت جبهه لا تر اوسه د «طالبانو اسپنیز» رژیم لپاره ګواښ نه ده، خو د دوی د واکمنۍ په درېیم کال کې د دغې ډلې پر ضد د بریدونو اندازه او مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
د دې مقالې لیکوال ویل سلبر ویلي دي، چې ډیری رسنیو د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې باندې تمرکز کړی دی، مګر د یاسین ضیاء په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې د طالبانو پر وړاندې په مقاومت کې زیات رول لوبولی دی.
لانګ وار ژورنال مجله په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ څخه د دفاع بنسټ یوه برخه ده.
د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا دې مجلې ته ویلي، چې دغه جبهه به په ۲۰۲۵کال کې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي.
ویل سیلبر لیکلي، چې د افغانستان د ازادۍ او ملي مقاومت جبهې تر اوسه د کومې سیمې په نیولو بریالي شوي نه دي، خو د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې د خپلو عملیاتو ساحه پراخه کړې ده. د راپور له مخې، د ازادۍ جبهې د بریدونو تمرکز ډېر پر کابل کې دی.

د بریتانیا د پاچا ناوې مګان مارکل په کالیفورنیا کې په پرله پسې د دویم کال لپاره د یو شمېر افغان مېرمنو کوربه توب وکړ. په دې پروګرام کې ماښامنۍ او د شعرونو لوستل شامل وو او د «ښه راغلاست» پروژې د یوې برخې په توګه په امریکا کې مېشتو افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره تنظیم شوی و.
مګان مارکل د شنبې په شپه د کالفرونیا د ونیس سواخلو سیمې په څنډه له هغو مېرمنو سره کاته او خبرې کړي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته متحده ایالاتو ته تللې دي.
په دې پروګرام کې د بریتانیا د پاچا ناوې او افغان مېرمنو خپلې تجربې سره شریکې کړې او د بېلابېلو کولتورونو او دودونو په اړه یې خبرې وکړې.
د دې غونډې موخه کولتوري تبادله او د ګډونوالو ترمنځ پیوستون رامنځته کول دي.
په دې پروګرام کې مېلمنو شعرونه ولوستل او په امریکا کې یې د کډوالۍ او نوي ژوند په اړه خپلې تجربې شریکې کړې. په دې غونډه کې افغان مېرمنو ته د منځني ختیځ خواړه هم ورکړل شول.
د ارچول بنست چې د دې ناستې کوربه وو په یې خبرپاڼه کې یې لیکلي: "موږ د ګډو تجربو له لارې د ښځو هڅولو او د ټولنې پیاوړتیا ته دوام ورکوو او په سختو وختونو کې د یووالي او ملاتړ په اهمیت ټینګار کوو."
د دې ناستې انځورونه ښیي چې د پادشاه ناوې او افغان مېرمنې په پخلنځي کې پخلی کوي.

د بریتانیې د پاچا ناوې مګان مارکل تر دې مخکې په ۱۴۰۲کال د دلوې په میاشت کې په سویلي کلیفورنیا کې له افغان مېرمنو سره کتلي وو او په هغه وخت کې یې له ۱۵ افغان مېرمنو سره په ګډه منتو او اشک پوخ کړی و.
دا پروګرام د ارچل ډلې او "د مینا سرلیک" سازمان له خوا جوړ شوی و. ""د مینا سرلیک" سازمان له ۲۰۱۴کال راهیسې په افغانستان کې له فعالانو او ښځینه سیاسي مشرانو سره د جنسیتي برابرۍ د ودې لپاره کار کوي او په ۲۰۲۱کال کې یې له دوو زرو څخه د زیاتو افغان ښځو او کورنیو په اېستلو او بیا میشته کیدو کې مرسته کړې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته تللی دی. د ښاغلي کرزي د سترګې عملیات هم د روان کال د جوزا میاشت کې د جرمني په دوسلدورف ښار په یو روغتون کې ترسره شوی و.
ښاغلی کرزی په کابل کې ژوند کوي او طالبانو د هغه پر سیاسي فعالیتونو په ځانګړې توګه پر بهرنیو سفرونو محدودیتونه لګولي دي.
په تېرو درېیو کلونو کې که څه هم ښاغلي کرزي جرمني او امریکا ته سفرونه کړي، خو طالبانو د هغه د ځینو سفرونو مخه نیولې ده.
په ۱۴۰۲کال کې په کابل کې ډاکټرانو حامد کرزي ته مشوره ورکړې وه، چې د سترګې عملیات دې له هېواده بهر ترسره کړي. د همدې لپاره د روان کال په جوزا میاشت کې کرزی جرمني ته ولاړ او هلته یې د خپلې سترګې عملیات ترسره کړ.
سرچینې زیاتوي، چې ښاغلی کرزی یو ځل بیا د خپلې سترګې د درملنې لپاره جرمني ته تللی دی.
