• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لانګ وار ژورنال: د ازادۍ جبهې سږ کال د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹ غړي وژلي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۰ GMT+۰

لانګ وار ژورنال مجلې په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.

دې مجلې لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ په اوکراین، اسراییل او چین متمرکزه ده، په افغانستان کې «د طالبانو پر وړاندې جګړه مخ په ګرمیدو ده.»

لانګ وار ژورنال ویلي دي، چې د مقاومت جبهه لا تر اوسه د «طالبانو اسپنیز» رژیم لپاره ګواښ نه ده، خو د دوی د واکمنۍ په درېیم کال کې د دغې ډلې پر ضد د بریدونو اندازه او مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د دې مقالې لیکوال ویل سلبر ویلي دي، چې ډیری رسنیو د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې باندې تمرکز کړی دی، مګر د یاسین ضیاء په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې د طالبانو پر وړاندې په مقاومت کې زیات رول لوبولی دی.

لانګ وار ژورنال مجله په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ څخه د دفاع بنسټ یوه برخه ده.

د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا دې مجلې ته ویلي، چې دغه جبهه به په ۲۰۲۵کال کې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي.

ویل سیلبر لیکلي، چې د افغانستان د ازادۍ او ملي مقاومت جبهې تر اوسه د کومې سیمې په نیولو بریالي شوي نه دي، خو د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې د خپلو عملیاتو ساحه پراخه کړې ده. د راپور له مخې، د ازادۍ جبهې د بریدونو تمرکز ډېر پر کابل کې دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاچا د ناوې مېلمستیا؛ مګان مارکل په کلیفورنیا کې د افغان کډوالو مېرمنو کوربنه وه

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۸ GMT+۰

د بریتانیا د پاچا ناوې مګان مارکل په کالیفورنیا کې په پرله پسې د دویم کال لپاره د یو شمېر افغان مېرمنو کوربه توب وکړ. په دې پروګرام کې ماښامنۍ او د شعرونو لوستل شامل وو او د «ښه راغلاست» پروژې د یوې برخې په توګه په امریکا کې مېشتو افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره تنظیم شوی و.

مګان مارکل د شنبې په شپه د کالفرونیا د ونیس سواخلو سیمې په څنډه له هغو مېرمنو سره کاته او خبرې کړي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته متحده ایالاتو ته تللې دي.

په دې پروګرام کې د بریتانیا د پاچا ناوې او افغان مېرمنو خپلې تجربې سره شریکې کړې او د بېلابېلو کولتورونو او دودونو په اړه یې خبرې وکړې.

د دې غونډې موخه کولتوري تبادله او د ګډونوالو ترمنځ پیوستون رامنځته کول دي.

په دې پروګرام کې مېلمنو شعرونه ولوستل او په امریکا کې یې د کډوالۍ او نوي ژوند په اړه خپلې تجربې شریکې کړې. په دې غونډه کې افغان مېرمنو ته د منځني ختیځ خواړه هم ورکړل شول.

د ارچول بنست چې د دې ناستې کوربه وو په یې خبرپاڼه کې یې لیکلي: "موږ د ګډو تجربو له لارې د ښځو هڅولو او د ټولنې پیاوړتیا ته دوام ورکوو او په سختو وختونو کې د یووالي او ملاتړ په اهمیت ټینګار کوو."

د دې ناستې انځورونه ښیي چې د پادشاه ناوې او افغان مېرمنې په پخلنځي کې پخلی کوي.

100%

د بریتانیې د پاچا ناوې مګان مارکل تر دې مخکې په ۱۴۰۲کال د دلوې په میاشت کې په سویلي کلیفورنیا کې له افغان مېرمنو سره کتلي وو او په هغه وخت کې یې له ۱۵ افغان مېرمنو سره په ګډه منتو او اشک پوخ کړی و.

دا پروګرام د ارچل ډلې او "د مینا سرلیک" سازمان له خوا جوړ شوی و. ""د مینا سرلیک" سازمان له ۲۰۱۴کال راهیسې په افغانستان کې له فعالانو او ښځینه سیاسي مشرانو سره د جنسیتي برابرۍ د ودې لپاره کار کوي او په ۲۰۲۱کال کې یې له دوو زرو څخه د زیاتو افغان ښځو او کورنیو په اېستلو او بیا میشته کیدو کې مرسته کړې ده.

حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته تللی

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته تللی دی. د ښاغلي کرزي د سترګې عملیات هم د روان کال د جوزا میاشت کې د جرمني په دوسلدورف ښار په یو روغتون کې ترسره شوی و.

ښاغلی کرزی په کابل کې ژوند کوي او طالبانو د هغه پر سیاسي فعالیتونو په ځانګړې توګه پر بهرنیو سفرونو محدودیتونه لګولي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې که څه هم ښاغلي کرزي جرمني او امریکا ته سفرونه کړي، خو طالبانو د هغه د ځینو سفرونو مخه نیولې ده.

په ۱۴۰۲کال کې په کابل کې ډاکټرانو حامد کرزي ته مشوره ورکړې وه، چې د سترګې عملیات دې له هېواده بهر ترسره کړي. د همدې لپاره د روان کال په جوزا میاشت کې کرزی جرمني ته ولاړ او هلته یې د خپلې سترګې عملیات ترسره کړ.

سرچینې زیاتوي، چې ښاغلی کرزی یو ځل بیا د خپلې سترګې د درملنې لپاره جرمني ته تللی دی.

ملګرو ملتونو د څلورم کال لپاره هم طالبانو ته د افغانستان څوکۍ ور نه کړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۰

دوو ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د نومبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو هغه غوښتنه چې د دې ډلې استازي ته د افغانستان څوکۍ ورکړل شي، رد شوه. په دې غونډه کې د افغانستان، میانمار او لیبیا د استازو باورلیکونه وڅېړل شول.

په دې غونډه کې د امريکا متحده ايالاتو، چين او روسيې په ګډون د کميټې غړو ګډون درلود.

د يادې کمېټې د ریيس د وړانديز له مخې، د افغانستان د استازي د باورليک څېړنه وځنډول شوه او د دغې څوکۍ په اړه پرېکړه د ملګرو ملتونو اسمبلۍ په ۷۷ مه غونډې پورې وځنډول شوه.

دا څلورم ځل دی چې ملګري ملتونه د طالبانو هغه غوښتنه ردوي، چې د ملګرو ملتونو د شورا څوکۍ دې د دې ډلې استازي ته وسپاري.

اوس مهال د افغانستان څوکۍ د افغانستان د پخواني حکومت د استازي نصیر احمد فایق په لاس کې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی خو ملګري ملتونه ښاغلی شاهین د افغانستان د استازي په توګه نه پېژني.

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد: پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمې په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو اړوند وېبپاڼې المرصاد په خپله مهالنۍ تبصره کې لیکلي، اوس پاکستان هڅه کوي چې د خپل خرابېدونکي اقتصاد د ژغورلو لپاره چین په سیمه کې د نیابتي جګړې برخه وګرځوي. المرصاد لیکلي، پاکستان د افغانستان په اړه چین ته د «ترهګرو» د پټنځیو په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.

د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد نن د جمعې ورځ د لیندۍ په دوهمه نېټه «پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي» تر سرلالیک لاندې خپله مهhلنۍ تبصره خپره کړې ده.

المرصاد دا تبصره د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو ژیاو یونګ د هغو خبرو په غبرکون کې کړې چې په خبره یې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ وسلوالې ترهګرې ډلې فعالې دي چې د چین لپاره امنیتي ګواښونه جوړوي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دا څرګندونې اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال کړې دي.

المرصاد لیکلي« که د چین د استازي د دې بیان ژور تحلیل وشي، نو ښکاري چې دا د چین خپل رسمي دریځ نه دی، بلکې د پاکستان د حکومت او ادارو لخوا د ورکړل شويو معلوماتو، دروغجنو شواهدو او بریفینګ وروسته د هغه شخصي برداشت دی چې په خپلو خبرو کې یې څرګند کړ.»

طالبانو ته نژدې رسنۍ د تبصرې په یوه برخه کې لیکلي چې پاکستان د افغانستان پر ضد د دې روان تبلیغاتي کمپاین له لارې خپلو موخو ته رسیدل غواړي، یوه موخه یې دا هم ده چې د خپلو ګټو لپاره د چین ملاتړ تر لاسه کړي او بل دا چې په بلوچستان کې د روانې وسله‌ والې جګړې له امله د پاکستان دننه د چین د اقتصادي پروژو راتلونکی له خطر سره مخ دی.

المرصاد زیاتوي:« که چین د افغانستان په اړه د پاکستان بې بنسټه دعوو ته غوږ ونیسي، نو دا به د چین بهرني سیاست ته زیان ورسوي، ځکه پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې ته د چین ملاتړ تر لاسه کړي، چې دا به د چین بې‌ پریوالی زیانمن کړي.»

د طالبانو دې رسنۍ له چین غوښتي چې باید د افغانستان په اړه خپل دریځ په خپلواک ډول وټاکي او یوازې د پاکستان پر خبرو باور ونه کړي.

د دې رسنۍ د تحلیل له مخې، د پاکستان او افغانستان تر منځ خرابې اړیکې او د پاکستان ورځني پروپاګندي کمپاینونه د دواړو هېوادونو تر منځ ژوره بې‌ اعتمادي ښيي، نو غوره به دا وي چې چین د افغانستان په اړه د هر ډول تورونو د تصدیق لپاره له نورو خپلواکو سرچینو کار واخلي.

المرصاد چین ته سپارښتنه کړې ده، چې له طالبانو سره ډېپلوماټیکو چینلونه نور هم قوي او د هغه له لارې مستقیمې خبرې وکړي.

دې رسنۍ لیکلي چې له افغانستان د امریکا له وتلو وروسته او وس پاکستان هڅه کوي چې د خپل خرابېدونکي اقتصاد د ژغورلو لپاره چین د نیابتي جګړې برخه وګرځوي.

څو ورځې وړاندې د ایکسپرېس ټرېبیون راپور ورکړ، چې پاکستاني چارواکو یو شایو یونګ ته د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه معلومات ورکړي دي.

په دې معلوماتو کې نوي شواهد هم شامل دي چې څنګه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې سوله او ثبات ګواښي.

طالبان وايي د بغلان زیارت کې یې د ۱۱ کسانو په وژلو کې د لاس لرلو په شک "څو کسان" نیولي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۰

په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ تاییدوي، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه اغا» پر زیارت د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قومندانۍ د جمعې په ورځ د لیندۍ په دویمه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا پېښه یو "مرموز" برید بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شويو کسانو د ورځې کار کاوه او د شپې د عبادات لپاره زیارت ته تلل.

د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناپېژاندو وسله والو په دغه پېښه کې « د صوفیانو په هغه ډله» چې د شپې راټوله شوې وه، ډزې کړې دي.
د سرچینو په وینا، په دغه پېښه کې وژل شوي کسان تر ډېره ځوانان دي.

افغانستان انټرنشنل ته داسې تصویرونه هم رسېدلي، چې له مخې یې هغه ځای چې ویل کېږي زیارت دی په کې د وژل شوبو کسانو جسدونه پراته دي.
لا تر اوسه څرګنده شوې نه ده، چې دغه برید د چا او یا د کومې ډلې له خوا ترسره شوی دی.