• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته تللی

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته تللی دی. د ښاغلي کرزي د سترګې عملیات هم د روان کال د جوزا میاشت کې د جرمني په دوسلدورف ښار په یو روغتون کې ترسره شوی و.

ښاغلی کرزی په کابل کې ژوند کوي او طالبانو د هغه پر سیاسي فعالیتونو په ځانګړې توګه پر بهرنیو سفرونو محدودیتونه لګولي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې که څه هم ښاغلي کرزي جرمني او امریکا ته سفرونه کړي، خو طالبانو د هغه د ځینو سفرونو مخه نیولې ده.

په ۱۴۰۲کال کې په کابل کې ډاکټرانو حامد کرزي ته مشوره ورکړې وه، چې د سترګې عملیات دې له هېواده بهر ترسره کړي. د همدې لپاره د روان کال په جوزا میاشت کې کرزی جرمني ته ولاړ او هلته یې د خپلې سترګې عملیات ترسره کړ.

سرچینې زیاتوي، چې ښاغلی کرزی یو ځل بیا د خپلې سترګې د درملنې لپاره جرمني ته تللی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو د څلورم کال لپاره هم طالبانو ته د افغانستان څوکۍ ور نه کړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۰

دوو ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د نومبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو هغه غوښتنه چې د دې ډلې استازي ته د افغانستان څوکۍ ورکړل شي، رد شوه. په دې غونډه کې د افغانستان، میانمار او لیبیا د استازو باورلیکونه وڅېړل شول.

په دې غونډه کې د امريکا متحده ايالاتو، چين او روسيې په ګډون د کميټې غړو ګډون درلود.

د يادې کمېټې د ریيس د وړانديز له مخې، د افغانستان د استازي د باورليک څېړنه وځنډول شوه او د دغې څوکۍ په اړه پرېکړه د ملګرو ملتونو اسمبلۍ په ۷۷ مه غونډې پورې وځنډول شوه.

دا څلورم ځل دی چې ملګري ملتونه د طالبانو هغه غوښتنه ردوي، چې د ملګرو ملتونو د شورا څوکۍ دې د دې ډلې استازي ته وسپاري.

اوس مهال د افغانستان څوکۍ د افغانستان د پخواني حکومت د استازي نصیر احمد فایق په لاس کې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی خو ملګري ملتونه ښاغلی شاهین د افغانستان د استازي په توګه نه پېژني.

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد: پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمې په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو اړوند وېبپاڼې المرصاد په خپله مهالنۍ تبصره کې لیکلي، اوس پاکستان هڅه کوي چې د خپل خرابېدونکي اقتصاد د ژغورلو لپاره چین په سیمه کې د نیابتي جګړې برخه وګرځوي. المرصاد لیکلي، پاکستان د افغانستان په اړه چین ته د «ترهګرو» د پټنځیو په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.

د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد نن د جمعې ورځ د لیندۍ په دوهمه نېټه «پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي» تر سرلالیک لاندې خپله مهhلنۍ تبصره خپره کړې ده.

المرصاد دا تبصره د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو ژیاو یونګ د هغو خبرو په غبرکون کې کړې چې په خبره یې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ وسلوالې ترهګرې ډلې فعالې دي چې د چین لپاره امنیتي ګواښونه جوړوي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دا څرګندونې اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال کړې دي.

المرصاد لیکلي« که د چین د استازي د دې بیان ژور تحلیل وشي، نو ښکاري چې دا د چین خپل رسمي دریځ نه دی، بلکې د پاکستان د حکومت او ادارو لخوا د ورکړل شويو معلوماتو، دروغجنو شواهدو او بریفینګ وروسته د هغه شخصي برداشت دی چې په خپلو خبرو کې یې څرګند کړ.»

طالبانو ته نژدې رسنۍ د تبصرې په یوه برخه کې لیکلي چې پاکستان د افغانستان پر ضد د دې روان تبلیغاتي کمپاین له لارې خپلو موخو ته رسیدل غواړي، یوه موخه یې دا هم ده چې د خپلو ګټو لپاره د چین ملاتړ تر لاسه کړي او بل دا چې په بلوچستان کې د روانې وسله‌ والې جګړې له امله د پاکستان دننه د چین د اقتصادي پروژو راتلونکی له خطر سره مخ دی.

المرصاد زیاتوي:« که چین د افغانستان په اړه د پاکستان بې بنسټه دعوو ته غوږ ونیسي، نو دا به د چین بهرني سیاست ته زیان ورسوي، ځکه پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې نیابتي جګړې ته د چین ملاتړ تر لاسه کړي، چې دا به د چین بې‌ پریوالی زیانمن کړي.»

د طالبانو دې رسنۍ له چین غوښتي چې باید د افغانستان په اړه خپل دریځ په خپلواک ډول وټاکي او یوازې د پاکستان پر خبرو باور ونه کړي.

د دې رسنۍ د تحلیل له مخې، د پاکستان او افغانستان تر منځ خرابې اړیکې او د پاکستان ورځني پروپاګندي کمپاینونه د دواړو هېوادونو تر منځ ژوره بې‌ اعتمادي ښيي، نو غوره به دا وي چې چین د افغانستان په اړه د هر ډول تورونو د تصدیق لپاره له نورو خپلواکو سرچینو کار واخلي.

المرصاد چین ته سپارښتنه کړې ده، چې له طالبانو سره ډېپلوماټیکو چینلونه نور هم قوي او د هغه له لارې مستقیمې خبرې وکړي.

دې رسنۍ لیکلي چې له افغانستان د امریکا له وتلو وروسته او وس پاکستان هڅه کوي چې د خپل خرابېدونکي اقتصاد د ژغورلو لپاره چین د نیابتي جګړې برخه وګرځوي.

څو ورځې وړاندې د ایکسپرېس ټرېبیون راپور ورکړ، چې پاکستاني چارواکو یو شایو یونګ ته د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه معلومات ورکړي دي.

په دې معلوماتو کې نوي شواهد هم شامل دي چې څنګه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې سوله او ثبات ګواښي.

طالبان وايي د بغلان زیارت کې یې د ۱۱ کسانو په وژلو کې د لاس لرلو په شک "څو کسان" نیولي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۰

په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ تاییدوي، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه اغا» پر زیارت د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قومندانۍ د جمعې په ورځ د لیندۍ په دویمه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا پېښه یو "مرموز" برید بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شويو کسانو د ورځې کار کاوه او د شپې د عبادات لپاره زیارت ته تلل.

د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناپېژاندو وسله والو په دغه پېښه کې « د صوفیانو په هغه ډله» چې د شپې راټوله شوې وه، ډزې کړې دي.
د سرچینو په وینا، په دغه پېښه کې وژل شوي کسان تر ډېره ځوانان دي.

افغانستان انټرنشنل ته داسې تصویرونه هم رسېدلي، چې له مخې یې هغه ځای چې ویل کېږي زیارت دی په کې د وژل شوبو کسانو جسدونه پراته دي.
لا تر اوسه څرګنده شوې نه ده، چې دغه برید د چا او یا د کومې ډلې له خوا ترسره شوی دی.

په پکتيکا کې له خونړي ځانمرګي بريد لس کاله وروسته هم قربانيان له عدالت بې برخې دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۰

د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ دوهمه د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د والیبال په سیالۍ کې د خونړي ځانمرګي برید لسمه کلیزه ده. هغه پېښه چې تر ۵۰ کسان پکې ووژل او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شول. د دغه برید ډېری قربانیان ماشومان، تنکي ځوانان او ملکي وګړي وږ.

دا برید په تیرو ۲۳ کلونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې یو تر ټولو خونړی برید شمېرل کېږي.

د برید عامل څوک وو؟

له دې برید وروسته د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ، چې دغه عملیات د حقاني شبکې د «مسلکي» کسانو له خوا چې د طالبانو یوه له خطرناکو څانګو څخه ده، پلان او عملي شوی دی.

د تېر حکومت د ملي امنيت د عمومي رياست د معلوماتو له مخې، ځانمرګى بريدګر د همدې ولسوالۍ د غیبي خېلو دکلي اوسېدونکى و.

د افغانستان پخواني حکومت د دغه بریدګر په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

په هغه وخت کې رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی و، چې له ۱۳ کلنې جګړې وروسته د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم، "طالبانو او نورو جهادي ډلو په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو او وژنو څپه پیل کړې ده."

خو وسله والو طالبانو او کومې بلې ډلې د يادې پېښې پړه پر غاړه نه وه اخيستې.

دا برید وروسته له هغه وشو، چې د افغانستان ولسي جرګې یو امنیتي تړون تصویب کړ چې له مخې به یې په ور پسې میاشت کې د ځینو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځینې امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

یوه لسیزه بې ځوابه کړاو

100%

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره، د پکتیکا د ناورین په ګډون د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو لپاره د عدالت هیله نوره هم کمه شوې ده.

نړیوالې ټولنې د دغو بریدونو د عاملینو د څېړلو او محاکمې لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی. طالبانو نه یوازې دا چې د افغانستان په ښارونو کې په ځانمرګو بریدونو پښېماني نه ده ښودلې، بلکې دوی په ویاړ سره دا کړنې یادوي او ځانمرګي بریدونه یې د "خپلواکۍ" د مبارزې د یوې برخې په توګه معرفي کوي.

د ۱۴۰۰ کال د کب په میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په کندهار کې په یوه غونډه کې اعتراف وکړ چې یوازې په تېره یوه نیمه لسیزه کې دغې شبکې ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

هغه د دې بریدونو لپاره د "استشهادي" اصطلاح کارولې، چې طالبان یې په ایډیالوژیک ډول د ځانمرګو کړنو توجیه کولو لپاره کاروي.

یو خونړی ځانمرګی برید چې د یوې سپورټي لوبې د لیدونکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې وشو، لسګونه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

نن د دې برید لسمه کلیزه ده، چې قربانيان او ژوندي پاتې شوي کسان نه يوازې د عدالت له نشتوالي ځورېږي، بلکې د افغانستان په روان کړکېچ کې غږ هم ورک شوی دی.

د بیان ازادۍ کور: د طالبانو په روانه واکمنۍ کې تر ۳۰۰ ډېرې رسنۍ بندې شوې دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۰

د بیان ازادۍ کور د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره تر دې دمه تر ۳۰۰ ډېرې رسنۍ بندې شوي دي. دغه سازمان ویلي، طالبانو تر ۲۰ سختو حکمونو صادرولو سره بیان ازادي او اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی محدود کړی دی.

د بیان ازادۍ کور د بنجشنبې په ماښام د لیندۍ لومړی نېټه د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې په تېرو دوو لسېزو کې په افغانستان کې رسنیو او په ځانګړي توګه ټلوېزیونونو بې ساري رول لوبولو سره د اطلاع رسونې، ښوونې او تفریحي خپرونې پرمخ بوولې.

دغه سازمان زیاته کړه چې ټلویزیون د یوې اغېزمنې وسیلې او د خلکو او چارواکو ترمنځ د پل په توګه زمینه برابره کړې وه ترڅو چارواکي د خلکو غږ واوري.

ملګرو ملتونو د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون نړیواله ورځ نومولې ده.

دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۶ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په وړاندېز د ټلویزیون اهمیت د معلوماتو، ښوونې او د بشري ارزښتونو او ډېموکراسۍ د ودې لپاره د وسیلې په توګه ولمانځل شوه.

په دې اړه د بیان ازادۍ کور یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او دغه سازمان وايي چې د طالبانو سختو حکمونو سره د رسنیو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اخېستل شوی دی.